موږ ته د خدايي خدمتګارانو پيغامونه! (څلورمه برخه) لېکنه: څېړنوال عبدالغفور لېوال

 موږ ته د خدايي خدمتګارانو پيغامونه! (څلورمه برخه) لېکنه: څېړنوال عبدالغفور لېوال

هویت او پېژاند

خدايي خدمتګار غورځنګ د خپل ولس د پوپنا کیدو پیل دا ګڼلی و، چي هویت، ژبه او پېژاند یې ورڅخه ولوټل شي. دوی لېدل چې چاپېریال يې د انګریزي کېدو خوا ته روان دی او نسل په نسل يې ژبه یا انګریزي کیږي یا اردو کیږي او یا هم نورې حاکمې سیمه ییزې ژبې ورڅخه میدان ګټي.

ښايي همدا جاذبه وه، چې د هغه مهال ګڼ لیکوال، شاعران، رسینوال او فرهنګیان ورسره ملګري شول. همدوی اجمل خټک غوندي شاعر، مهدي شاه پاچا غوندې کیسه لیکوال او دوی ته ورته ستر نومونه وروزل او د پښتو ادبیاتو یو خورا ځواکمن نسل ته يې د راهسکېدو لاره هواره کړه.

لسیزې لسیزې وروسته لا هم زموږ د هویت، ژبي او فرهنګ د ژغورلو هڅې دومره نه دي پياوړي شوې، چی د یو پیاوړي ملت په توګه زموږ د بشپړه ویښتیا، روښانتیا او ژغورني لامل شي. موږ د ژبي محدوده لا هم په شعر او کیسه کې ساتلې ده او د نوي ټکنالوژۍ، ساینس، پوهنتون، ادارې، سیاست، تولید او اقتصاد تر افغاني کېدو پورې مو نه ده ور پراخه کړي. ماته خو په علمي، ساینسي، او سیاسي اقتصادي برخه کې خپله ژبه هماغومره خوږه ښکاري، چې باچاخان ته د خدايي خدمتګارانو د غورځنګ د راپیلیدو په کلونو کې ښکاریده؛ هغه فرمایلي وو: حقیقت دادی چي دغه وخت په پښتو کې هیڅ نه وو او نه پښتو د چا یاده وه او پښتون قوم دومره ناپوهه، نادانه و، چې دا خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده او چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نو ورک شي.ج ج ۳۳۴

ټوپک که قلم؟

د افغانانو لویه ستونزه داده چي د هر ټولنیز درد دارو په جګړه کې ویني، د هرې ستونزې حل ورته ټوپک ښکاري، پردیو یرغلګرو ته خو يې نیغ نیغ کوي خو په کور کې يې په تربور باندې هم ورسیخ کړي او په کوټه کې خپله ښځه هم پرې ګواښي. دا هغه ولس دی چي لا هم ټوپک ورته ناموس ښکاري او د ټوپک او ټوپکوال په ستاینه کې يې ښې پريمانه لنډۍ او سندرې هم خوندي کړي دي.

نن چي د توپک زمانه تیره شوي ده او نړۍ هر کار د قلم، پوهې او تکنالوژۍ په زور کوي، پښتون لالا همدا کرغېړن وژونکی د غاړې ګاڼه کړی دی او لر و بر يې کوي.

د خدايي خدمتګارو ته دې پام وي، ځکه يې ویلي وو: نن ورځي د پښتنو لپاره د ټوپک ضرورت نه شته دی بلکی د قلم ضرورت دی، ولې چي زموږ د ملک آزادي به په ټوپک نه وي بلکي په قلم به وي. لیکونه اوله برخه ۴۳ مخ

زموږ له بي اتفاقۍ نیولي تر ولږې، محرومیت او نورو سلو ټولینزو ناروغیو پورې ټولې د خدايي خدمتګارو له خوا پيژندل شوي وي، علمي او عملي نسخي يې ورته رامنځته کړي وي خو زموږ په حال ژړا په کار ده، چي د خدايي خدمتګارو دری نسله مو راستر شول، زاړه شول، مړه شول خو زموږ ناسم عادتونه بدل نه شول او نن هم کټ مټ له هماغو زاولنو ټپونو ځوریږو، چې خدايي خدمتګارو يې د درملني هڅه کړې وه.

 دومره پیغامونه يې راته پرايښي دي، اوس نو موږ ته بویه چې څه ورسره کوو؟!

بابا خو په ښکاره ویلي و: یا به یو کیږو، ګنې ورکیږو!

پای

تېره برخه:

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *