نوی امریکایي روبوټ په مریخ کې څه کوي؟ او د مریخ په اړه څېړنې څه ګټه لري؟

 نوی امریکایي روبوټ په مریخ کې څه کوي؟ او د مریخ په اړه څېړنې څه ګټه لري؟

ژباړه او راټولونه: رحمت الله محمد

لمړی به مریخ ښه وپېژنو:

مریخ له ځمکې وروسته د لمریز نظام څلورمه سیاره ده، چې په لمر باندې د ځمکې تر مدار په اوږده مدار کې راګرځي. دا سیاره په هرو ۶۸۷ ورځو کې یو ځل په لمر را ګرځي او یوه شپه –  ورځ یې له ځمکې نه ۴۰ دقیقې لویه ده.

دا سیاره له ځمکې نه کوچنۍ ده. د مریخ قطر ۶۷۹۰ کیلو متره ده، په داسې حال کې چې د ځمکې قطر ۱۲۷۵۶ کیلومتره ده.

د مریخ سیارې اتموسفیر سور رنګه دی، له همدې امله له ځمکې نه سره ښکاري او د سرې سیارې په نوم مشهور ده.

دا سیاره د فوبس او دیمس په نوم دوه کوچنۍ سپوږمۍ لري.

د مریخ سیارې کشف له میلاده مخکې کلونو ته ځي، شاوخوا له میلاده ۱۰۲۴ کاله وړاندې چیني ستورپېژندونکو د مریخ حرکتونه څارل. له هغه راوروسته یوناني فیلسوفانو د مریخ په اړه بېلابېل نظریات درلودل.

په شپاړسمه پېړۍ کې نیکولاس کوپرنیک دا نظریه وړاندې کړه چې لمر د لمریز نظام په مرکز کې واقع دی، همدارنګه هغه د مریخ او د هغه د حرکاتو په اړه هم لا زیات معلومات وړاندې کړل.

دا سیاره لمړی ځل په ۱۶۱۰م کال کې ګالیلو په تلسکوپ کې وکتله، او په اړه یې لا زیاتې څېړنې وکړې.

په شلمه پېړۍ کې د مریخ په اړه څېړنې زیاتې شوې او تر دې چې مریخ ته د روبوټونو لېږل هم پیل شول:

په ۱۹۶۵م کال کې مارینر۳ فضایي بېړۍ د مریخ تر څنګ تېره شوه، او د لمړي ځل لپاره یې ځمکې ته د مریخ له تر ټولو نږدې فاصلې اخیستل شوي انځورونه راولېږل.

په ۱۹۷۱م کال کې امریکایانو د مارینر۹ په نوم فضایي بېړۍ جوړه کړه، او د مریخ په مدار کې یې ځای په ځای کړه، چې وخت په وخت یې ځمکې ته د مریخ تازه معلومات او انځورونه راولېږل.

په ۱۹۷۱م کال کې چین غوښتل چې د مریخ۱ په نوم روباټ د مریخ په سطحه ښکته کړي، چې بریالي نه شول.

په ۱۹۹۷م کال کې ناسا خپل لمړی روباټ د سوجورنر په نوم په بریالیتوب سره د مریخ په سطحه ښکته کړ.

له هغه وروسته ناسا مریخ ته د بېلابېلو څېړنو په موخه زیات شمېر روبوټونه او مدارګرځېدونکې لېږلي دي، چې تر ټولو وروستی یې د پرسوېرنس په نوم روباټ دی، چې د روان کال د فیبروري میاشتي په ۱۸مه نېټه د مریخ په سطحه ښکته شو.

نوی روبوټ په مریخ کې څه کوي؟

د ناسا نوی روبوټ چې د روانې فیبروري میاشتي په ۱۸مه نېټه یې په مریخ ناسته وکړه، هلته به د بېلابېلو څېړنو په موخه وکارول شي.

ځیني یې په لاندې ډول دي:

  • دا روباټ به په مریخ کې د ژوند په هکله څېړنې وکړي: نه یوازې دا چې د مریخ سیارې اتموسفیر د ژوند کولو لپاره برابر ندی، بلکې هلته د اوبو نشتون، سړه هوا او د اوزون په څېر طبقې نشتون نور هغه لاملونه دي، چې ژوند کول په کې ناممکن دی. خو د ناسا څېړونکي په دې باور دي چې درې میلیارده کاله وړاندې مریخ ځمکې ته ورته وه، نو له همدې امله ښایي هلته زیات کلونه وړاندې ژوندي موجودات اوسېدلي وي. په دې دلیل دوی هڅه کوي چې دې پوښتنې ته ځواب ووایي: چې ایا په مریخ کې ژوندي موجوداتو ژوند کړی؟، که داسې وي، نو دوی به یې نښې پیدا کړي او په اړه به یې لا زیاتې څېړنې وکړي.
  • دا ځل ناسا له خپل روبوټ سره یوه کوچنۍ هلکوپټر الوتکه هم مریخ ته لېږلي ده، دوی غواړي په ډاګه کړي، چې د مریخ په نري اتموسفیر کې هلکوپټر پرواز کولای شي؟
  • د دې تر څنګ به ناسا د دې روبوټ په وسیله د مریخ له سطحې ځیني مهم توکې راټول کړي او په راتلونکې ماموریتونو کې به یې ځمکې ته راوړي.

ولې د مریخ په اړه څېړني وکړو؟

دا هغه پوښتنه ده، چې په نړیواله کچه د زیاتو انسانانو په ذهن کې راګرځي.

د مریخ په اړه د څېړنو ځیني ګټې مهمې په لاندې ډول دي:

  • مریخ ځمکې ته ورته، نږدې او د لمریز نظام په څلورو خاوریني سیارو کې یوازینۍ سیاره ده، چې د حرارت درجه یې نسبتاً ښه ده.
  • انسانان باید په مریخ کې فضایي اډه ولري، تر څو د لمریز نظام د نورو سیارو په اړه ښې څېړنې وکړي.
  • مریخ کې زیاتې اوبه شتون لري، مونږ باید هغه پیدا کړو او په اړه یې څېړنې وکړو. او د اوبو شتون هلته د انسانانو لپاره ژوند اسانه کوي.
  • ممکنه ده چې په مریخ کې ښیښه یي خونې جوړې کړو، او هلته به انسانان هم اوسېدلای شي او نباتات به هم کښت کولای شو.
  • د مریخ په اړه څېړنې د لمریز نظام په ښه پېژندو کې مرسته کوي.
  • ساینس پوهان وایي: د مریخ په اړه څېړنې کولای شي، مونږ ته ځمکه په سمه توګه را وپېژني، ځکه دا دوه سیارې یو بل ته ورته دي.

د دغو تر څنګ د مریخ په اړه څېړنې کول ډېرې نورې ګټې هم لري.

ولې باید نورو سیارو ته لاړ شو؟

کله چې مونږ د نورو سیارو په هکله څېړنې کوو، او دا په ډاګه کوو، چې کائینات څنګه پیدا شوي؟ څه وخت پیدا شوي؟ ولې پیدا شوي؟ څومره وخت دوام کوي؟ او…

دا کولای شي د انسانانو هغو فلسفي پښتنو ته ځواب ووايي، چې له زرهاوو کلنو را پدېخوا انسانان ورپسې سرګردان دي.

د هغه تر څنګ مونږ ته دا په ډاګه کوي، چې څومره وخت لا په ځمکه کې پاتي کېدای شو؟ یا دا چې انساني نسل یوازې په ځمکه کې اوسي، کوم خطرونه ورته متوجه دي؟

مشهور ستورپېژندونکي او نظري فزیکپوه سټیفن هاوکېنګ ویل: انساني نسل یوازې په یوه سیاره کې مېشت دی، نو یوه کوچنۍ بده پېښه کولای شي، مونږ ټول له منځه یوسي. هغه به ویل: له ځمکې سره د اسماني کاڼي ټکر، د اتموسفیر بدلېدل، د اوزون طبقې له منځه تلل، اتومي جګړه، په ځمکه کې د اړینو سرچینو کمېدل، د حرارت درجې تغیر او داسي نور هغه دلایل دي، چې په ډېري اسانۍ سره کولای شي انساني نسل ته د پای ټکی کېږدي. هاوکېنګ په دې باور وو، چې انسانان باید تر راتلونکي زرو کلونو پورې د ځمکې تر څنګ په نورو سیارو کې هم مېشت شي.

انسانان باید نورو سیارو ته لاړ شي، تر څو ځمکه هم غني کړي او خپل نسل ته هم پرخوالی ورکړي.

دا هغه دلایل دي، چې انسانان د نورو سیارو په هکله څېړنې کوي او هلته د مېشت کېدو هڅه کوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *