مورنۍ ژبه هغي ژبي ته ویل کیږي کومه چې یو انسان یې په لمړي ځل له خپل مور او پلار څخه زده کوي. ترڅو له خپل شاه او خوا سره په هغې خبرې وکړي او خپلې غوښتنې پرې بیان کړي.
ځینې کسان مورنۍ ژبه په دې ډول تعریفوي چې: په کومه چې د یوه انسان مور خبري کوي. دغه تعریف کاملآ غلط دي ځکه د (مورنۍ ژبې) اصطلاح په حقیقت د (مور) له کلمې را اخیستل شوي چې اصل معنی یې د انسان د زیږیدو ځای یا هیواد دی. یعنې هیڅکله په دې معنی نده چې د چا مور دې په کومه ژبه خبرې وکړي هغه دی دهغه مورنۍ ژبه واوسي ځکه ښځې وروسته له واده کولو د میړه کور ته ځي هلته دې امکان ولري چې میړه یې ددې په ژبه خبرې ونه کړي نو اولادونه یې د هغه ځای په محلي (یعنی د پلار) په ژبه خبري کول زده کوي. چې همدغه یې مورنې ژبه ګڼل کیږي.
دوهم به دا ووایو چې مورنۍ ژبه څه اهمیت لري؟،
د دې پوښتني په ځواب کې به ووایم چې: مورنۍ ژبه ده چې د یوه قوم کلتور او عنعنات ساتي، خان عبدالغفار خان وایې: کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، نو هغه قام سپک شي، خو د کوم قام چې ژبه ورکه شي، نو هغه قام ورک شي.
نو ویلای شو چې، مورنۍ ژبه زمونږ کلتور او عنعنات ساتي، مورنۍ ژبه کلتور له یو نسل څخه بل نسل ته لیږدوي.
هغه پلاران چې بچیان یې په مورنۍ ژبه روانې خبري نشي کولای او یا هغه والدین چې بچیان یې له مورنۍ ژبې فاصله پیدا کوي په دې نه توانیږي چې خپل عقاید، ارزښتونه، عنعنات، د کارډول، اخلاق، اداب او نور خپلو بچیانو ته ولیږدوي.
همدارنګه څرګنده ده چې: هغه څیړنې چې د نوښت باعث ګرځې یوازې په مورنۍ ژبه ممکن دي یعنی مورنې ژبه ده چې د ملتونو د ابتکار باعث ګرځي. په همدې ډول هغه هیوادونه چې وګړو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابروي په هغو کې د تبعیض سطحه ښکته راځي.
نېلسن منډېلا وایی، که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره به د هغه مغزو ته ولوېږي، خو که له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو دا به د هغه زړه ته ولویږي.
دا چې ژبه څنګه بدلون کوی هیڅوک یې په ټولو علتونو نه پوهیږي، په ځینو محدودو حالاتو کې دغه بدلونونه توضیح کیدای شي د بیلګې په توګه نویو شیانو او ایدیاګانو ته د رجوع په خاطر په یوه ژبه کې نوی لغات اضافه کیږي او یا د مختلفو ژبو د ویونکو تر منځ ډیرې نږدې اړیکې هم د دې سبب کیدای شي چې د یوي ژبي څخه بلې ژبی ته نوی لغات داخل شي.
په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د ژبو مړینه کومه نوی پدیده نه ده. ژبه د تمدن مانا لري، لکه څنګه چې بې شمیره تمدونونه له منځه تللي دي او هیڅ کومه نښه یې نده پاتی ، لکه د آسوریانو او بابلیانو تمدونونه. همداسی ډیرې ژبی هم له منځه تللي دي. دا هم باید هیر نه کړو چې د یوی ژبی له منځه تلل لکه د بیولوژیکي پلوه د یو ځناور او یا بوټي د له منځه تلو په شان یوه جدي او خطرناکه ضایعه ده.
څنګه پښتو ژبه ژوندۍ وساتو؟
د پښتو خور، سانسکریت ژبه هغه ژبه وه چې پښتو ته د ډیره نږدیوالي له امله ورته د پښتو خور ویل کیده، خو له بده مرغه چې پښتو خپله دا خور هغه وخت له لاسه ورکړه چې ورو ورو یې د ویونکو شمیر کم شو.
څنګه چې مو مخکې هم یادونه وکړه، خان عبدالغفار خان وایي: هغه قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، نو هغه قام سپک شي، او له کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي نو هغه قام ورک شي.
نو یوه ژبه هغه وخت ضعیفه کیږي، یا له منځه ځي، کله چې د هغي ژبي ویونکې خپلي ژبي ته په سپک نظر وګوري، او یا یې هیره کړي، چې تر ډیره حده پښتو ژبه اوس له همدي ستونزو سره مخ ده. خو دا په ډاګه ویلای شو، چې د یوي ژبي سره د یوه قوم ټول کلتور او عنعنات له منځه ځي.
مخکې مو هم یادونه وکړه چې: د لندن د یوه پوهنتون پروفیسور استاد ښاغلی پیتر اوستین وایې چې په راتلوکې سلو کلونو کې به د نړۍ نیمایي ژبي له منځه لاړي شي.
دا په دې معنی ده چې، یویشمته پیړۍ د معلوماتو پیړۍ ده، نو په دې پیړۍ کې یوازي هغه ژبي زیات ارزښت لري کومې چې د معلومات په لحاظ غني وي.
نو په راتلونکو سلو کلونو کې به هم هغه ژبي له منځه لاړي شي، په کومه چې معلومات نه پیدا کیږي، نو ویونکي به یې مجبوریږي تر څو د معلوماتو پیدا کولو په خاطر نورې ژبي زده کړي، او له خپلي مورنۍ ژبي نه تیر شي.
پښتو که څه هم زیات ویونکې لري، خو بیا هم له دې امله په خطر کې ده چې، د معلوماتو په لحاظ غني نده، او لا ډیرو ژباړو او لیکنو ته اړتیا لري.
دا لیکنې او ژباړي زمونږ لپاره د نورو ژبو کسان نه کوي، دا به مونږ خپله یو چې د خپلي ژبي د ژوندي پاتي کیدو په خاطر دې ژبي ته ژباړي کوو، او کتابونه به ورته لیکو.
د ډیرو ژبو د زده کړي ګټې:
هر انسان ته مهمه ده چې نورې ژبي هم زده کړي، ځکه په ډیرو ژبو کولای شي، د بیلابیلو سیمو له وګړو سره اړیکې ولري.
بله دا چې د معلوماتو پیدا کول به ورته اسانه وي.
او دریمه دا چې کولای شي، خپل کلتور او عنعناتو ته د خدمت په خاطر خپله ژبه د معلومات په لحاظ غني کړي.