نن ماښام به امریکایي فضایي بېړۍ په مریخ ناسته وکړي

 نن ماښام به امریکایي فضایي بېړۍ په مریخ ناسته وکړي

نن شپه یا د فیبروري میاشتي په ۱۸مه نېټه ماښام به د ناسا Perseverance فضایي بېړۍ له اووه میاشتې سفر وروسته د مریخ په سطحه ناسته وکړي.

مریخ د لمریز نظام څلورمه سیاره ده، چې ځمکې ته د نږدېوالي او ورته والي له امله انسانان هڅه کوي تر څو د دې سیارې په هکله څېړنې وکړي، او وکولای شي په راتلونکې کې هلته مېشت شي.

ناسا له دې وړاندې د بېلابېلو ماموریتونو په موخه مریخ ته کیوریسټي، فرصت، اینسایټ، اوډیسه او ماوون په نومونو فضایي بېړۍ لېږلي وې.

د کیوریسټي په نوم فضايي بېړۍ چې په ۲۰۱۲م کال کې مریخ ته لېږل شوې وه، تر اوسه په مریخ کې فعالیت کوي، او له دوه کاله یوازېتوب وروسته به د پنجشبنې په ورځ له خپل نوي ملګري سره یو ځای شي.

په ۲۰۰۴م کال کې ناسا د فرصت په نوم فضایي بېړۍ د مریخ په سطحه ښکته کړه، ټاکل شوې وه چې دا بېړۍ به درې میاشتې په مریخ کې پاتي شي، خو هغې تر دې زیات دوام وکړ، او تر ۲۰۱۸م کال پورې یې د مریخ په سطحه خپلي څېړنې جاري وساتلې، چې د مریخ یې تر ۲۲۵زره زیات عکسونه ځمکې ته راولېږل.

په ۲۰۱۸م کال کې دې فضایي بېړۍ خپل فعالیت پای ته ورسول، او کیوریسټي فضایي بېړۍ یې په لویه سره سیاره کې یوازې پرېښوده.

د Perseverance نوې فضايي بېړۍ به په مریخ کې د دې په هکله څېړنې وکړي، چې ایا د مریخ په سطحه ژوندیو موجودات ژوند کړی؟

او د دې تر څنګ به د لمړي ځل لپاره د مریخ په سطحه د هلکوپټر الوتنه هم وازمایل شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د فیبروري میاشتې په ۹مه او ۱۰مه نېټه د عربي متحده اماراتو او چین سپوږمکۍ هم د مریخ مدار ته ورسېدې، چې د عربي متحده اماراتو سپوږمکۍ به د مریخ په مدار کې پاتي شي. او ټاکل شوې ده، چې د چین فضایي بېړۍ به د روان کال په مۍ میاشت کې د مریخ سطحې ته ښکته شي، که چین په دې کار وتوانېږي، نو له امریکا متحده  ایالاتو وروسته به دوهم هیواد شي، چې خپله فضایي بېړۍ د مریخ سطحې ته ښکته کوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *