هغه ماشوم چې تي خوړونکی وي، لاندې خواړه مه ورکوئ

 هغه ماشوم چې تي خوړونکی وي، لاندې خواړه مه ورکوئ

هغه ماشومان چې لا تر اوسه تي خوړونکی وي، باید د خوړو په ورکول کې ورسره زیات احتیاط وشي، په دې اړه یو شمېر ډاکټران وایي چې تي خوړونکو ماشومانو ته باید له شپږ میاشتي شیدو ورکولو وروسته نور خواړه هم ورکړل شي، خو په دې کې باید زیات احتیاط وشي، چې څه ډول خواړه باید ورکړو.

په دې اړه د یوې څېړني پایله چې په یوه جرمني ژورنال کې خپره شوي وایي: تي خوړونکو ماشومانو ته باید خام او یا هغه خواړه چې ګرم وي، ورنه کړل شي.

ماشوم ته باید تر یو کلنۍ پورې وچه میوه ورنه کړل شي، او د هغه تر څنګ د مڼو او ګازرو له ورکړې هم ډډه وکړئ، ځکه دا د ماشوم د ساه لنډۍ لامل کېږي.

د دغو تر څنګ تازه پیدا شوي ماشوم ته تر څو میاشتو پورې خواږه او سریښناک خواړه لکه بوره او شات مه ورکوئ، ځکه چې ماشوم خوږو ته اړتیا نه لري او دا ډول خواړه د یوه ماشوم د غاښونو د کمزوري کېدو لامل کېږي.

د یادولو وړ ده چې خام او یا هم تازه پاخه شوي خواړه د ماشوم لپاره ممکن ګڼ شمېر میکروبونه ولري، او د ماشوم د غذایي رژیم د مسمومېدو لامل شي، کوم چې د قۍ کولو، اسهال، کولمو او معدې ستونزو په توګه څرګندیږي..

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *