موږ ته د خدايي خدمتګارو پيغامونه! (دویمه برخه) لېکنه: څېړنوال عبدالغفور لېوال

 موږ ته د خدايي خدمتګارو پيغامونه! (دویمه برخه) لېکنه: څېړنوال عبدالغفور لېوال

د افغان انسان بې ارزښته وینه، بې ارزښته ژوند

با چا خان او دخدايي خدمتګارو ډیری روښانفکره غړي دې ته متوجي شوي وو، چي د افغانانو د تباهۍ، غلامۍ او وروسته پاتي والي لوی لامل دا دی چي د خپلو خلکو وینه ورته ارزښت نلري، پردي يې ځکه وژني چي دوۍ سره یو بل وژني. په دې سیمه د لومړي ځل لپاره د یوه سیاسي غورځنګ له لوري د انسان وژلو غندنه او په دې اړه د خلکو د ذهنیت د روښانولو هڅه هم  خدايي خدمتګارانو راپیل کړې ده. له بابا به يې واورو:

اې پښتنو وروڼو! یو کافر خپل ورور وژني؟!

تاسو چې ځان ته مسلمان وايي؛ بیا هم یو پښتون ولي بل پښتون وژني؟!

موږ چي ځانته مسلمانان وایو او پښتانه یو، موږ دې خپل پښتون مسلمان ورور وژنو، شرموو او مخبري دې پرې کوو. دعا وکړئ چي موږ ته خدای پاک پوهه او علم راکړي. ج ج ۳۱۷

خو خدای خبر چی لاهم ولي د دې ستر افغان دعا نده قبوله شوي ځکه تر ننه، هو تر همدې یوشتمې پيړۍ پورې موږ یو بل وژنو او ښه پریمانه يې وژنو، پاکستان، ایران، انګریز، امریکا، روس او بل، بل مو په اوږو ټوپکونه ایښي او ډزي کوي خو په کې لویږي زموږ زلمي په وینو لړل کیږي، زموږ بي خبره خلک او ولس.

پردې به مو تر هغې وژني چي موږ یو بل وژنو.

له خپلي نیمايي هستۍ سره زموږ چلند

د پښتنو د غیرت ټول زور د ښځو، تربور او پرمختګ په وړاندي راټول شوی دی. هغه پښتون ډیر غیرتي ګڼل کیږي چي ښځه يې تر یو سل او شلو پردو لاندې پټه کړې وي او د ټیکري پیڅکه يې ان ډاکټر هم نه شي لیدلای. نر پښتون هغه دی چي خپل تربور وژني او ذلیل يې کړي او تر ټولو خیرن، محروم، وروسته پاتي او له موډرنیزم سره وران پښتون تر ټولو باغیرته ګڼو.

خدايي خدمتګارو د غیرت د دې زاړه مفهوم په وړاندي د پاڅون هوډ وکړ، خو موږ ورڅخه تر ننه ځوریږو. بابا ویلي: بې له ښځو نه یو قوم ترقي نه شي کولای، ولې چې زموږ د کور او بچو ټول پرورش د هغوی په لاس کې دی او زموږ د ګاډي چې کومې دوه پايې دي، یو سړی او بله ښځه ده، نو تاسو خپله خیال وکړئ چي یوه پایه پنچر وي نو ګاډی به څنګه ولاړ شي؟!

بل ځای يې ویلي: زما خیال ورځ په ورځ د جینکو تعلیم اوتربیت طرف ته زیاتیږي. ولي چي زه ده خبره د قوم د پاره خطرناکه ګڼم، چې هلکانو له خو دې تعلیم ورکړی شي او جینکۍ دې د علم نه محرومې پاته شي.

د دې نتیجه به دا وي چي زموږ هلکان خو به اول جاهلانو ښځو سره ودونه نه کوي او که چیري وهم کړي نو اکثر به یې کور سمون نه خوري او همیشه به په کې کشمکش وي، چې د دې نه زموږ ملک او قوم ته د یو لوی نقصان رسېدو انديښنه ده. لیکونه، لمړۍ برخه ۱۵ مخ

با با ډیر ځله د وړو نجونو د ورکولو څخه سر ټکولی دی او له دې يې شکایت درلود، چې نیمايي توان مو د کور د تورو تنبو شاته کینولی دی. دا تراژیدیکه کومیډي لا هم روانه ده، لا هم ښځو سره تاوتریخوالی د خبرونو سرټی دی او له زده کړې څخه خو یې لرې ساتل د غیرت معیار ګڼل کیږي.

ادامه لري…

تېره برخه:

راتلونکې برخه:

Rahmatullah muhammad

https://www.f-afghan.com

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *