ویدي پیر (دور) کې د ښځو حال (پنځمه، اخره برخه)

 ویدي پیر (دور) کې د ښځو حال  (پنځمه، اخره برخه)

ژباړه او راټولونه: حمایت ارمان

د ښځو پر وړاندې چې کوم ظلمونه د رسمونو په نوم روا کړل شوي و په هغه کې یو رسم ستي هم و. دې رسم ته (سه ګمن) هم وایې چې په پخواني کتابونو کې د خپل میړه پر وړاندې اعتماد او عقیده لرونکې ښځې ته (ستي) ویل کېده.

ستي د بګوان شېو میرمن وه او هغې د خپل پلار (پرجاپتي) په خلاف چې د شېو سپکاوی یې کړی وو خپل ځان له اوره ‌ډک قبر ته واچوه، خو پدې کیسه کې ستي خپله قربانې ورکړې وه او میړه یې شېو ژوندی و. په هندوانو کې بیا داسې عقیده خپره شوه چې ښځه به د میړي سره سمه سوځل کېده. د IBN د یو خبر پر اساس له ازادۍ نه راورسته په هندوستان کې د ستي ۸۲ پیښې شوې دي چې پدې کې ۴۰ پیښې د راجستان په سکر کې شوې دي.

حالانکه هندوستان کې پر دې رسم باندې پابندې ده خو کله چې کومه مظلومه ښځه ستي کیږي د کلي ټول خلک د پوجا او ستي د رسم پر ځاي کولو لپاره مندر پاکوي.

دا د دې خبرې عکاسي کوې چې د ستي رسم په اړه د برهمڼي کتابونو کوم تعلیم دی او د خلکو کومه عقیده ده پدې باندې یوازې قانونې پابندې بسنه نه کوې بلکې پر هغه ټولو تعلیماتو باندې پابندې پکاره ده چې د خلکو ذهنیت جوړوي.

په رامائڼ کې سیتا د خپل میړه سره د سوځېدو د هیلې اظهار کړی دی. (sati sistem in asiant India, 65) د هندوستان په تاریخ کې د ستي ثبوت په کال ۵۱۰ ء شاوخوا کې په لاس راځي کله چې مهراجا بانو پرتاب د جنګ میدان ته ووت، نو ګوپ راج ورسره هم په لښکر کې شامل وو. چې ګوپ راج په جنګ کې مړ شو روسته له هغې یې میرمن خپل ځان د ميړه په اور کې قربان کړ.

ستي کیدونکې ښځې په اړه منوجي وایې: ( د میړه له مړینې وروسته چې کومه ښځه هغه سره ځان ستي کوې نو هغه به په جنت کې خپل میړه سره وي.) (منوسمرتي ۴: ۳: ۲) سیاح البیروني لیکي: کله چې د کومې ښځې میړه مړ شي نو دوباره د واده کولو حق نه لرې. هغه باید په دوو حالتو کې یو حالت غوره کړې چې یو کونډتوب دی او بل ستي کیدل دي نو د کونډتوب نه ورته ستي کېدل ډیر بهتره دي ځکه که کونډتوب غوره کړې هغه بیا ټول عمر په عذاب کې تیروي.) د هندوانو دا دستور و چې هغوی به د راجاګانو ښځې سېځلې او که د کوم راجا ښځې به له ستي کېدو نه انکار وکړ نو هغه به بیا په زوره ستي کېده.

د راجاګانو په ښځو کې به زړې ښځې او اولاد لرونکې چې د خپلې مور ساتنه به یې کولی شوه نو هغه به یې پریښودې. ستي دود او رسم په پښتني ټولنه کې خو نه و مګر په شعر و شاعري کې یې ډیره یادونه شوې ده.

خوشحال بابا وايې: چې په يار پسې ځان رړغ سېځې په اور کې زه به دا رسم مئین یم د هندوانو —————— افګار بخاري وایې: کړم ستي دې بې انګاره اې د ډیرو خلکو یاره ——————

ماخذونه: بېلابېلې هندي او اردو انټرنټې پاڼې.

*- ویدک دور ویدک دور د لرغوني هندوستان هغه تهذيبي دوره ده چې په هغه کې د ويدونو تشکیل شوي وو.

د هړپه ثقافت له ختمیدو نه وروسته په هندوستان کې د یو نوې تهذیب طرف ته خلک ورجذب شو او دې تهذیب ته یې د ويدونو په اساس ویدک تهذیب نوم ورکړ.

آزاد دائرۃ المعارف، ویکیپیڈیا **- دروپدی مهابهارت کې یو ښځینه کردار چې د پنجال د راجا دروپد لور او د پینځو پانډوو وروڼو میرمن. اصل نوم یې کرشنا وو.

آزاد دائرۃ المعارف، ویکیپیڈیا د ستي په اړه زما یوه بله لیکنه چې په ډیر بشپړ ډول یې وضاحت شوی وړاندې کړو.

پای

تېره برخه

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *