د نړۍ ښکلي ښارونه (لندن – انګلستان)

 د نړۍ ښکلي ښارونه (لندن – انګلستان)

لندن ښار د انګلستان پلازمېنه او د انګلستان او بریتانیا تر ټولو ستر ښار دی. دا ښار د تامیس سیند په غاړه د انګلستان په سویل ختیځه برخه کې واقع دی.

لندن دوه زره کاله وړاندې د روم امپراطورۍ په دوران کې جوړ شوی، چې لمړی نوم یې لندنیم وو.

لندن د نړۍ له ډېرو مهمو او ښایسته ښارونو څخه دی، چې په ۲۰۲۰م کال کې له امسټرډم (د نیدرلنډ هیواد پلازمېنه) وروسته د اروپا دوهم تر ټولو لوی تجارتي ښار وبلل شو.

دا ښار د انګلستان تر ټولو لوی کلتوري ښار هم دی، چې په کې بېلابېل رواجونه شتون لري او په ۳۰۰ ژبو په کې خبرې کېږي.

لندن ښار اقیانوسي اقلیم لري، او د هرارت تر ټوله لوړه درجه په کې هر کال د اګسټ میاشت کې وي، چې تر ۳۸ اعشاریه یو پورې رسېږي.

دا ښار 1583 کیلو متره مربع مساحت لري او په ۲۰۰۱م کال کې د سروې له مخې 7,172,036 تنه نفوس لري، چې په اوسط ډول یې په هر یوه کیلومتر مربع سیمه کې ۴۵۴۲ انسانان ژوند کوي.

د ۲۰۱۱م کال د شمېرني له مخه، په لندن ښار کې 2,998,264 یا 36.7 سلنه وګړي د انګلستان اصلي اوسېدونکي ندي، دا هغه کسان دي، چې اصل د نورو هیوادونو دي او اوس مهال په لندن کې اوسي، له دې جملې څخه تر ټولو زیات شمېر یې د هند دي، چې د دې شمېرني له مخې په لندن کې 262,247 هندي وګړي ژوند کوي.

د لندن مرکزي سیمه پنځه لویي حوزې لري، چې د میفېر، سوت ارک، ویمبلي او وایټ چپل په نومونو یادېږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *