که غواړئ زیات ژوند وکړئ، نو لاندې ټکې عملي کړئ

 که غواړئ زیات ژوند وکړئ، نو لاندې ټکې عملي کړئ

ډېری انسانان غواړي چې په نړۍ کې ډېر ژوند وکړي، خو د ژوند زیاتوالی یا کموالی د انسان په خوښه نه وي.

خو هغه هیوادونو کې چې امن په کې زیات دی او د جنګونو له امله زیات کسان نه مړه کېږي، هلته زیات کسان د بدن ضعیف والي یا هم ناروغیو له امله مړه کېږي. نو که تاسو غواړئ، چې بدن مو قوي پاتي شي او له ناروغیو په امان کې پاتي شئ، لاندې ټکې عملي کړئ:

  • ورزش وکړئ:

آسانه ورزش لکه هره ورځ ۳۰ دقیقې قدم وهل تاسې د زړه له ناروغیو ژغوري.
د ۲۰۰۸ کال یوې څیړنې پر بنسټ هره ورځ سخت ورزش لکه منډه وهل د انسان څلور کاله عمر زیاتوي ځکه چې ورزش د انسان په زړه، ذهن، اعصاب او میتابولیزم باندې مثبت اثر لري.

  • سگریټ مه څکوئ:
    سگریټ د انسان ژوند لنډولو کې ډیر عمده او مهم رول لري. سگریټ په انسان کې د سږو او خولې د سرطان سبب گرځي.
  • شراب څخه ځان وژغورئ:
    شراب څښل د نورو ډیرو ضررونو سربیره د انسان وزن له بې حده زیاتولو سره انسان پړسوي او د انسان اړیکې له نورو سره له منځه وړی.
  • ملگرو سره چکر ووهئ:
    څیړنو ثابته کړې ده چې د ملگرو او کورني نه شتون په انسان کې د زړه ناروغی خطر زیاتوي. تنهایي د التهاب سبب گرځیدی شي.
  • په روغو کسانو کې تنهايي له کولیسټرول او سگریټ څخه هم زیات خطرناک دی.
  • میوه او سبزیجات استعمال کړئ:
    د میوې او سبزیجاتو استعمال په انسان کې د زړه ناروغیو خطر ۷۶٪ کموي. میوه او سبزیجات انسان د سینې له سرطانه ژغوري.

Rahmatullah muhammad

https://www.f-afghan.com

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *