که غواړئ ستر فکر وکړئ، نو د قدم وهلو په وخت کې فکر وکړئ

 که غواړئ ستر فکر وکړئ، نو د قدم وهلو په وخت کې فکر وکړئ

کله چې مونږ د قدم وهلو په حال کې یو، نو زړه مو په تېزۍ سره حرکت کوي او ژر ژر وینه فلټر کوي، له دې امله ټول بدن راحته وي او ذهن هم ښه فعال وي، له همدې امله کله چې د قدم وهلو په حال کې یو، ستر فکرونه مو ذهن ته راځي.

الماني فیلسوف فریدریچ نیچه (Friedrich Nietzsche) واييد قدم وهلو په وخت کې مو ستر فکرونه ذهن ته راځي.

کله چې مونږ پر پښو مزل پيل کړو، زمونږ زړه تر پخوا په چټکه کار پیل کړي او په تیزۍ سره د وینو پمپ کول پیل کړي، چې له وجي يې زمونږ ټول بدن ته د وینې سره سم اکسیجن رسیږي او طبعاً دماغ هم زمونږ د بدن یوه برخه ده او هلته هم تر بل وخت اکسیجن د تګ پر وخت ښه رسیږي.
د پښو مزل یو خاص تاثیر لري، دا تاثیر داسي نه دی چې مثلا د نورو ورزشي تمریناتو څخه تر لاسه شي، لکه کلب ته تلل، او هلته درنې درنې اوسپني پورته کول ، یا سوک او لغتي وهل.
بلکي کله چې مونږ د پښو مزل پیل کړو، نو زمونږ طبیعت او مزاج خپله زمونږ د داخلي نفس سره یو خاص امتزاج پيدا کوي او زموږ د زړه دننه خبرو ته متوجی کوي او دا امتزاج زمونږ د تګ په تیزوالی او یا خاص طریقه باندې له تګ سره بدلیږی را بدلیږي.
کله چې موږ پر پښو مزل کوو، نو دا یو طبیعي او عادي عمل دی چې کوم خاص ترکیز او تفکیر ته اړتیا نه لري، ځکه نو زموږ ذهنونه له دې اړخه بیغمه وي چې څرنګه باید تګ وکړو، بلکي دغه وخت کې یوازي فکري هنر ځلیږي، او الهام اخلي.

ځیني څیړني دا ښيي چې په شنو سیمو کې لکه باغونه، ځنګلونه، باغچی او چمنونو کې په پښو مزل کول د فکر لپاره تر هغو ځایونو ګټور تمامیږي، چي انسان په خپل لاس جوړ کړی وي، لکه د تعمیرونو او بازارانو منځ کې قدم وهل.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *