د ادبیاتو او فلسفې اړیکې

 د ادبیاتو او فلسفې اړیکې

مصطفی صفا

په نړۍ کې ټول علوم یو له بل سره اړیکې لري، په ځانګړې توګه ټولنیز علوم هغه څه دي، چې یو له بل سره بې شمېره ګډې پولې، ګډټکي، ګډې منشاوې او نه شلېدونکې اړیکې لري. ادبیات هم د ټولنیزو علومو په کتار کې راځي او یوه ټولنیزه پدیده ګڼل کېږي. موږ که چېرې غواړو ددغې پدیدې د ماهیت او تیورۍ په اړه ژوره څېړنه وکړو، نو هېڅکله نه شوکولی، چې هغه په مجرده توګه وڅېړو، بلکې اړ یو، چې د هغو پولو په لور هم ګام واخلو، چې ادبیات یې له نورو علومو لکه تاریخ، سیاست، فلسفې، ارواپوهنې، دین پوهنې او نورو سره لري. د انساني پوهنو په تاریخ کې فلسفې ته د علومو د مور خطاب شوی دی، خو موږ که چېرې د همدغه تاریخ په پاڼو کې د فلسفې په پیدایښت پسې سترګې اړوو، نو هغلته مو د ادبیاتو د پیدایښت په نښو نښانو هم سترګې لګېږي او که چېرې د لومړنیو فیلسوفانو لکه سقراط، اپلاتون، ارسطو او اپیکور نومونه اخلو، نو د همغه وخت او همغه ځای د ځینو سترو ادیبانو لکه اریستوفان، هومر، وچي پیندار، یوروپېدز او نورو نومونه مو هم مخې ته درېږي.

کله چې د لرغوني یونان د فلسفې پاڼې را اړوو، هلته وینو، چې د هغه مهال د فلسفې ګڼ څپرکي پر ادبیاتو، ادبي ژانرونو، ادیبانو او نورو ژبنیو او ګرامري مسایلو باندې په بحثونو رنګین شوي دي. د ساري په ډول «اپلاتون» لومړنی سړی دی، چې د خپلې فلسفې په لړ کې یې ژبپوهنیز موضوعات رامنځته کړل. دده هغه نظر تر ننه پورې د استعمال وړ دی، چې د خپل اثر «کراتایلس» په یوه دیالوګ کې یې داسې ویلي:

« د شیانو او کلماتو ترمنځ ارتباط طبعي او ضروري دی او د بشري توافقاتو نتیجه ده.»

اپلاتون نه یوازې په ژبنیو موضوعاتو غږېدلی، بلکې د هغه وخت مروجو ادبیاتو یې هم پام ور اړولی او دده د ستاینې او غندنې وړ واقع شوي دي. د مثال په ډول دی په خپل مشهور اثر «جمهوریت» کې د اوچت لیکوال «اریستوفان» چې د «ورېځو» او «چنګښو» په نوم ډرامې یې مشهورې دي داسې ستاینه کوي:

(کله چې د ذوق خاوندانو د خپلو ځانو لپاره نه ړنګېدونکی معبد لټاوه، دوی د اریستوفان روح خوښ کړ.)

همدارنګه اپلاتون په خپلو نظریاتو کې (شعر ته د یوه لاهوتي موهبت په نظر ګوري او وايي، چې شاعر د تفکر او تامل له مخې شعر نه وايي، بلکې د میوزmuse  رب النوع خپلې خبرې موږ ته د شاعرانو له خولې اوروي. کله چې شاعران شعر وايي، نو دوی په خپل نورمال حالت کې نه وي…) ادبي څېړنې، ۱۳۲مخ

اپلاتون(پرهغو شاعرانو انتقاد کوي، چې په خپلو اشعارو کې یې اخلاقي اړخونو ته پاملرنه نه ده کړې. د مثال په توګه دی د لرغوني یونان پر نومیالي شاعر هومر باندې انتقاد کوي، چې ځینې شعرونه یې په اخلاقي لحاظ غټې نیمګړتیاوې لري، ځکه چې په هغو کې ارباب النواع او قهرمانان له درواغو، ټګۍ او تقلب څخه کار اخلي، پرخپلو لوزونو او تعهداتو باندې پښې ږدي، د خپلو ملګرو په مقابل کې توره استعمالوي او داسې نور… اپلاتون توصیه کوي، چې ماشومانو ته دې دغه ډول شعرونه نه لوستل کېږي، ځکه د هغو په معصوم ذهن کې د اخلاقي فساد د زرغونېدو زمینه برابروي.) ادبي څېړنې، ۲۶مخ

تر اپلاتون وروسته دده نامتو شاګر «ارسطو» هم د ادب او ژبپوهنې په هکله نوي مسایل رامیدان ته کړل. ارسطو د لرغوني زمانې لومړنی پوهاند دی، چې د دماغ او خبرو ترمنځ یې په رابطې خبرې کړې. ده په ټولیز ډول خبرې د دماغ د تجربو تصویرونه بللې او څرګنده کړې یې ده، چې ژبه یوه ټولنیزه، نه فطري پدیده ده. همدار از ارسطو لومړنی سړی دی، چې الفاظ یې په دریو ډلو «اسم، فعل او حرف» باندې وېشلي، چې دغه ډلبندي په ترتیب سره رومي، بیا عربي او وروسته د نړۍ نورو ژبو ته ننوتې ده.

د ادبیاتو او ادبي مسایلو په باب ارسطو یو بشپړ اثر د د شعرفن«پویتکا» په نوم کښلی دی. ارسطو په خپل دغه اثر کې د شعر د ماهیت، اصولو، ډولونو او اجزاوو په هکله خبرې کړې دي او همداسې یې ددغه کتاب په یوه بله برخه کې د کمیډي، تراژیدي او حماسې په هکله عالمانه بحث کړی دی.

استاد محمدصدیق روهي د ارسطو ددغه اثر په اړه لیکي:(د ځینو مؤرخانو په عقیده، ارسطو د شعر د فن رساله د اپلاتون په ځواب کې لیکلې ده، بې له دې چې پرخپل استاد باندې مستقیمه حمله وکړي. ځینې نور وايي، کېدای شي، چې پر «هومر» او نورو شاعرانو باندې د اپلاتون بې رحمانه انتقاد دې ارسطو دې ته لمسولی وي، چې د شعر په باب جامع اثر ولیکي.)

زموږ موخه له پاسنیو خبرو څخه دا ده، چې د تاریخ په اوږدو کې ځینو ادبي نظریاتو د فیلسوفانو په اثارو کې ځان راښودلی دی او همداسې ځینې فلسفې مسایل د ادیبانو په پنځونو کې راڅرګند شوي دي او په دې ترتیب د ادبیاتو او فلسفې ترمنځ یې اړیکو ته زمینې برابرې کړې دي.

په معاصره زمانه کې چې ادبیات او فلسفه دوې جلاجلا څانګې دي، خو په نړۍ کې داسې ګڼ لیکوال شته، چې د هغو پراثارو یو ځانګړی فلسفي رنګ خپور دی او همدا ډول داسې فلسفي متفکرین شته، چې هغو خپله ټوله فلسفه د ادبیاتو په ژبه بیان کړې. د مثال په ډول، ویکټورهوګو، اناتول فرانس، جبران خلیل، تولستوی، داستایوسکي، البرت کامو، کافکا، استادګل پاچاه الفت، پوهاندبهاوالدین مجروح ، غني خان او داسې نور هغه ادیبان دي، چې په اثارو کې یې د فلسفې او فلسفي افکارو څرکونه لیدلی شو.

په همدې ډول، فریدریش نېچې، ژان پل سارتر، شوپنهاور، مارټین هایدګر، جورج سانټایانا، برتراندراسل، موریس مترلینګ، ولټر او نور هغه فیلسوفان دي، چې پرفلسفه یې ادبي رنګ غالب دی او له فلسفي افکارو سره یې ادبي افکار ګډ شوي دي.

په دغه لیکنه کې مو هڅه کړې، چې د ادبیاتو او فلسفې یوه پرتلیزه پېژندنه وړاندې کړو او په پای کې د نمونې په ډول یوه موضوع د ادیبانو او فیلسوفانو په نظریاتو کې وڅېړو.

(۲)

د فلسفې کلمه چې په لاتیني ژبه کې ورته «فیلوسوفیا» ویل کېږي، په لرغونو زمانو کې له حکمت او پوهې سره د مینې لرلو په معنا استعمال شوې ده. هغه وخت به یې ټولو مروجوعلومو ته فلسفه ویله. په همدې ډول ادبیات هم د تاریخ په اوږدو کې د فلسفې په شان په پراخ مفهوم سره تعریف شوي او په یوه ژبه او فرهنګ کې به یې د ټولو لیکل شویو اثارو او افکارو مجموعې ته ادبیات ویل.

خو څرنګه چې د وخت په تېرېدو سره علومو پراختیا ومونده او د ټولو پوهنو زده کړه د یوه انسان له وس څخه لوړ کار ولیدل شو، نو ټول علوم په بېلابېلو برخو او څانګو باندې ووېشل شول، چې په دې کې ادبیات او فلسفه هم د ځانګړو څانګو په توګه راڅرګند شول.

ادبیات او فلسفه که څه هم دوې بېلابېلې څانګې شوې، خو بیاهم لکه څنګه چې دا دواړې څانګې د انسان له اجتماعي شعور، فردي فکر، خیال، احساس، ادراک، تجربې، مشاهدې او بالاخره له انساني کار او زیار سره تړاو لري، نو همدا سبب دی، چې ددغو دواړو څانګو ګڼې ثمرې تر ننه سره شریکې پاتې شوې دي.

استادالفت وايي:(د انسان په وجود کې دوه شیه ډېر عزیز معلومېږي، چې یوه ته زړه او بل ته دماغ وايي. له دماغ نه علم او فلسفه پیداشوه او له زړه نه شعر او ادب.) د الفت نثري کلیات، ۴۶مخ

د الفت صاحب له وینا څخه مطلب دا دی، چې په ادب کې د انسان خیالي او عاطفي اړخ ډېر پیاوړی وي او په فلسفه کې فکري او عقلي. استاد په یوه بله نثري ټوټه کې د لوړخیال او ژورفکر نتیجه یوه بولي او له همدې زاویې څخه د شاعر او فیلسوف جاج اخلي؛ نوموړی لیکي:

(ورېځې پورته په هوا کې دي، څاګانې ښکته په ځمکه کې. هغه څه چې په هسکو ورېځو کې شته، په ژورو څاګانو کې هم شته، په دغو اوبو باندې هم هماغه تنده ماتېږي. د لوړخیال او ژور فکر نتیجه یوه ده. ته یا خپل نظر ډېر لوړ کړه یا په خپل ګرېوان کې ډېر سر ښکته کړه. د شاعر او فیلسوف فرق همدغه دی، زه شعر او فلسفه دغه شان ګڼم.) د الفت نثري کلیات، ۹۵مخ

دا چې انسان تل له خپله ځانه سره د فکر، درک، احساس او ذهني غبرګون له کشمکش سره مخ دی، نو تل د همدغه کشمکش له مخې زده کړه کوي او بیا د خپلې پوهې او زده کړې په اندازه فکر کوي. فیلسوفان وايي، انسان چې کله له موره پیدا شي، په ذهن کې یې هېڅ ډول پوهه او تجربه نه وي، بلکې یوازې د یوه استعداد بڼه لري، چې وروسته د ژوند په اوږدو کې د خپلو حواسو په ذریعه د امورو درک پیداکوي او په تدریج سره د پوهې او ګروهې خاوند ګرځي.

مسلمان فیلسوف «ابونصر فارابي» وايي:(پوهه په لومړي سرکې حسي وي او له هغه وروسته انسان عقلي پوهه ترلاسه کوي.) انسان ته لوی خدای (ج) د حس او درک قوي ځواکونه ورکړي دي، له همدې امله ده، چې تل دده په زړه او ذهن کې د پوهېدلو فطري تنده څپې وهي. پوهېدل یوه انساني ځانګړنه ده، انسان د ژوند په بهیر کې غواړي، په هرڅه وپوهېږي،

(ډېرځله داسې پېښېږي، چې کله انسان له ورځنیو چارو وزګار یا په یوه ګوښه کې یوازې شي، نو خپل ځان او چاپېریال ته ګوري؛ اسمان، ځمکې، لمر، سپوږمۍ، ستورو، غرونو، سیندونو او بېلابېلو ځناورو ته ځیر شي او بیا ډول ډول پوښتنې ورته پیداشي، چې دا نړۍ کله او ولې جوړه شوه؟ د ستوریو او اسمانونو ترشا نور څه دي؟ د نړۍ ورستي بریدونه چېرته بشپړېږي؟…ژوند ولې پیل شوی، د څه لپاره او څه معنا او ارزښت لري؟) فلسفه د جنون او جانان، ۱مخ

(وجود یعنې څه؟«وجود څه ته وايي؟»

ایا موجودات بې انتها دي؟…

ایا غیر مادي موجود هم شته؟) فلسفه څه ده؟ عبدالرحیم درانی، ۶مخ

(جسم، زمان، مکان، رڼا، تیاره، جاذبه، حرکت، سکون، هستي او نیستي څه شی دي او د نورو موجوداتو په کمیت او کیفیت کې څه اغېز لري؟) فلسفه، محمدنادر ایوبي، ۲مخ

فلسفه دې او دې ته ورته پوښتنو ته په ځواب موندلو پسې ګرځي. دا هغه پوښتنې دي، چې نه یوازې د فلسفیانو په ذهن کې راګرځي، بلکې داسې ادیبان او شاعران هم شته، چې په خپل لیک او تخلیق کې ددغه ډول پوښتنو له شورماشور سره مخ شوي دي. د مثال په ډول د پښتو ادب د مشهور شاعر «غني خان» د یوه شعر څو بیتونو ته تم کېږو:

(موږ بربڼد له کومه راشو په تش په لاس؟

ولې جوړ کړو، دین، ایمان، وېره، وسواس؟

په تش لاس کوم خواته ځو، چې ژوند شي خلاص؟

په کوم ملک، په کوم وطن، په کومه لاره؟

دا ویرونه، دا غوغا، دا شور د څه دی؟…

زندګي څه ده، مرګ څه دی، ګور د څه دی؟

چا پسې، څه پسې، څه له بې قراراه؟

عزت څه دی، طاقت څومره، دولت څه وي؟

ولې ماته چې وي ښه، بل ته ښه نه وي؟…

یو وړوکی سر او دا قیصې بې شماره

څه لپاره، څه لپاره، څه لپاره؟ ) لټون د غني کلیات

ژوند، نړۍ او کائنات له رازونو ډک دي، د انسان پوښتنې د همدغو رازونو په وړاندې ځان راښيي، کله چې د بېلابېلو واقعیتونو په باب د انسان دغه ډول پوښتنې ځوابېږي او بیا دغه ځوابونه د هغه د درک له مخې په منطقي توګه نورو ته وړاندې کېږي، له شکه پرته دغه شان پروسه د انساني پوهنو او علومو بنسټونه منځته راوړي. په فلسفه او ادبیاتو کې د مفاهیمو لېږدول او د واقعیتونو انعکاسول لوی ځای لري. دا د انسان خپل ذوق دی، چې واقعیت په کوم چوکاټ کې وړاندې کوي، خو دا حتمي ده، چې په دغه وړاندې کولو کې به د انسان سلیقه، غوښتنه او ذهني تمایل هم ورسره انعکاس مومي.

پرفیسور«ډي ایس رابینس» له واقعیتونو سره د یوه فیلسوف د چلند په اړه داسې وايي:

( فیلسوف یوازې د واقعیاتو په علم نه قانع کېږي، هغه د واقعیاتو بشپړتیا غواړي او بدیهي واقعیاتو لاندې چې کوم ترتیب او تنظیم موجود دی، هغې ته رسېدل غواړي. د پټو رازونو بصیرت حاصلول د انساني ژوند او فطرت ګډه نظاره یا د اپلاتون په وینا د زمان او مکان نندارچي جوړېدل، دا دی د فلسفې هدف او د هغې غایه) منشور، ۱۴۳مخ

د پښتو ادب وتلی محقق استاد محمدصدیق روهي له واقعیتونو سره د ادبیاتو چلند په داسې ټکو کې راښيي:

(ادبیات یو ژبنی هنر دی، چې واقعیتونه په ښکلي او جذباتي رنګ کې وړاندې کوي او د انسان ایسستیک غوښتنو ته ځواب وايي. ادبیات د بشري ټولنې په سباوون کې د انسان د عملي فعالیت په ترڅ کې منځته راغلل او د هغه له کار او پیکار سره یې مستقیمه رابطه درلوده. رښتینی هنر همېشه د انسان مرستندوی دی، دده ژوند ښکلی کوي، دده ذوق روزي، دده عواطف راويښوي، دده وجدان ته د ښېګڼې په لور بلنه ورکوي، د ژوند له واقعیتونو او له باطني ژورتیاو سره یې اشنا کوي، پڅ تمایلات یې صیقلوي، د ذهن په فضا کې یې د مبارزې احساسات په څپو راولي او د ټولنې په ښېرازۍ او سمسورتیا کې یې تعمیري کار ته هڅوي.) ادبي څېړنې، ۱مخ

افغان لیکوال «امین الله دریځ» په خپله یوه لیکنه کې د انسان په ژوند کې د فلسفې په دغه ډول رول باندې خبرې کوي او لیکي:(فلسفه بشر دې ته هڅوي، چې دژوندانه او بې پایه نړۍ په اړه ژور فکر وکړي او د هغوی د حقیقت د روښانه لمر پروړاندې د رازونو ځړېدلې تورې پردې یوې ډډې ته کړي، یا په بله وینا، د ژوندانه او نړۍ او د هغوی اړوند بې شمېره ښکارندو او پېښو په بېخ و بنسټ، ارزښت و معنا، لوری او لودن او لوښه او موخه پوهېدل، هغه بهیر دی، چې د فلسفې له سمندر څخه سرچینه اخلي او د انسان فکري بېدیا زرغونوي.)

فلسفه د جنون او جانان«د امین الله دریځ سریزه»، ۴ مخ

کله چې انسان د ژوند، طبیعت او هستۍ له رازونو څخه کوم برداشت او اخیستنه کوي، هغه په خپل وار ورو ورو د انسان په ذهني تجربو بدلېږي. د ژوند او نړۍ په باب په ښکلي انداز د ذهني تجربو وړاندې کول د ادیب کار دی. د ادب څېړونکو په اند:(په یوه رښتني، عالي او تلپاتې ادب کې ترهرڅه لومړی ادراکي او عقلي عنصر شامل وي. ددې مطلب دا دی، چې هر ادیب لومړی د عقل او ادراک په مرسته د یوې موضوع چوکاټ تیاروي او د همدغه چوکاټ په بنسټ د ادبي اثر ماڼۍ رغوي… ادب پخپله د ادیب، د ټولنې او نړۍ او نورو افرادو د تجربو خلاصه او نچوړ دی، دغه تجربې په اصل کې مړې پېښې وي، چې د انسان په ذهن کې پرتې وي. ادیب د ادب په وسیله هغو ته ژوند وربښي. له همدې امله ادب د ځانګړو او ټولنیزو تجربو د لېږدونې ډېره غوره او اغېزمنه وسیله ګڼلی شو.)

ادبپوهنه، سیدمحی الدین هاشمي

د فرانسې معاصرلیکوال، فیلسوف او د وجودي فلسفې پلوی «ژان پل سارتر» وايي:

(ادبیات نه شي کولی، چې وږې ګېډې مړې کړي، خو دومره څه کولی شي، چې په هغو باندې نړۍ فکر وکړي.)

فکر کول او د خپل فکر له لارې د نورو انسانانو فکر پارول، د یوې تلپاتې فلسفې او یوه تلپاتې ادب د کار او پیکار بنسټ دی. د امریکا لوی فیلسوف«ویلیام جیمز» خپلې فلسفې ته چې دده د فکري ریاضت ثمره ده، د «پراګماتېزم» نوم ورکړی دی. هنري ټوماس او ډانلي ټوماس په خپل ګډ اثر کې وايي:

(پراګراماتېزم یوه یوناني کلمه ده، د کار او عمل معنا ورکوي. دا فلسفه په عمل باندې ولاړه ده، یوه سوداګریزه فلسفه ده، خو هېڅکله د سوداګریزو توکو راکړه ورکړه پکې ځای نه لري، بلکې موخه یې د انسانانو فکري او معنوي تبادله ده.) په فلسفه کې تلپاتې پېښې، ۳۱۴مخ

ښايي همدا لامل وي، چې نوموړي څېړونکي«هنري او ډانلي» د خپل کتاب په یوه بل څپرکي کې اعلانوي، چې (دافیلسوفان دي، چې د تاریخ د لویو بدلونونو لامل شوي، نه جګړه مار! ځکه دوی کولی شي، چې له وینو تویولو پرته پر نړۍ واکمني وکړي او پرته له دې چې د ملتونو په زړونو کې د کرکې او نفرت زړي وکري، زړونو ته لار ومومي.) په فلسفه کې تلپاتې پېښې، ۳۷مخ

د اصیلو ادبیاتو برخلیک هم همداسې دی. د عربو نامتو شاعر «نزارالقباني» د رښتني شعر په اړه لاندې نظر موږ ته همدغه تصویر راکولی شي. قباني وايي:

(شعر په کلماتو نړۍ تسخیروي او په اورېدونکي اغېز شیندي… شعر دعدالت معراج منعکسوي، شعر هغه بلوا ده، چې انسان پرخپل ضد کوي، په دې بلوا کې نه د انسان وینه تویېږي او نه پکې خشونت شته، دا انقلابي زلزلې ته ورته دی، خو شاته ګلونه شیندي.) د نړۍ سل مشهورې څېرې، مصطفی صفا

امریکایی روان پوه او فیلسوف «جان ډیوي» وايي:

(فلسفه د انساني ژوند له ټولو پېښو سره جوړجاړی او هماهنګي لري. فلسفه یو لړ آرام او بې حرکته افکار نه، بلکې هغه شوق، تلوسه او خوځښت دی، چې هیلې ورسره تړلې دي. هغه پرله پسې هڅه او هاند ده، چې د سمې لارې د موندلو لپاره د انسان ټول عمر په خپل لمن کې رانغاړي…دا فکر چې فلسفه د نړۍ د چارو په اړه یو لړ عقاید او افکار دي، سمه نه ده. فلسفه عبارت ده له هغه فکري خوځښت څخه، چې د فرد او چاپېریال ترمنځ جوړجاړی راولي، خو دا جوجاړی باید تل په بدلون کې وي، داسې لکه چاپېریال چې هم د وخت په تېرېدو سره بدلون کې دی…) په فلسفه کې تلپاتې پېښې، ۳۴۶ او ۳۴۷مخونه

انسان ته ژوند د زغم وړ ګرځول او له فطرت سره یې همغږی ته رابلل، د دین، مذهب او رښتنی علم دنده ده، استاد ګل پاچاه الفت د اصیلو ادبیاتو ددغه ډول دندې په باب وايي:

(د یوه ملت ژبه، کلتور، اخلاق په شعر او ادب ساتل کېږي. هرڅومره چې د یوه ملت شعر او ادب عالي وي، هغومره یې اخلاق، نظر او روحیات لوړ وي او له لوړو ملکاتو او د انساني فضایلو سره یې ارتباط زیات وي. شعر او ادب د بشر علایق له دین او مذهب سره ټینګوي… شاعران کولی شي، چې د انسان فرعوني غرور په تواضع بدل کړي او د دوهۍ ملنګ ته د شاه جهان خوی او مړې سترګې ورکړي.) د الفت نثري کلیات،۴۸مخ

ادبپوهان رښتیني ادبیات د یوه ملت د تاریخي ودې، انکشاف او تحول یوه داسې هنداره بولي، چې دهغه ملت د ژوند، تاریخ، احساساتو، رواجونو او ارزښتونو دقیق تصویر وړاندې کوي. همدا ډول په یوه پراخ نظره فلسفه کې هم دا قوت او ظرفیت شته، چې موږ ته د یوه ملت او حتیْ یوه تاریخ ژوره پېژندګلوي را په ګوته کړي. دلته د بریتانیې د معاصر فیلسوف «برتراند راسل» دا وینا پرځای ده، چې وايي:

(د یوه مخصوص وخت او قام د پېژندګلوي په لړ کې د هغه وخت فلسفیانه فکر پېژندل یو ضروري امر دی.)

د فرانسې نوبل ګټونکی لیکوال «رومن رولان»، دغه ټکی د ادبیاتو، فلسفې او هنرونو په برخه کې په دې ډول څرګندوي:

(د یوه ملت سیاسي ژوند د هغه د موجودیت یوازې سطحي او قشري بڼه راښيي. ددې لپاره چې د یوه ملت باطني ژوند یعنې د هغه د عملونو منشا وپېژنو، موږ باید د ادبیاتو، فلسفې او هنرونو له لارې د هغه روح ته ورننوځو، چې په هغو کې د خلکو مفکورې، جذبات او آرزوګانې منعکس کېږي.)

موږ د ادب او فلسفې په پرتلیزه پېژندنه بسنه کوو او د مثال لپاره یوه موضوع د ځینو اوچتو ادیبانو او فیلسفوفانو په نظریاتو کې ګورو. دغه موضوع مو «انسان» غوره کړې.

vvv

د انسان د ماهیت، خصلت او ژوند په باب له ډېروپخوا زمانو څخه د فلسفي او ادبي عالماؤ او د نظر خاوندانو په اثارو او افکارو کې خبرې شوې دي. له مېلاد څخه څو پېړۍ وړاندې د لرغوني یونان ستر شاعر «هومر» ویلي: (په دنیا کې ډېرې د تعجب وړ او حیرانوونکې پدیدې شته، خو د انسان غوندې د تعجب وړ او حیرانوونکې پدیده یوه هم نه ده!)

د «هومر» په شان زیاتره پوهانو ته انسان ترټولو موضوعاتو زیاته دتامل وړ موضوع ښکاره شوې، ځینوپوهانو د خپلو نظریاتو په لړ کې انسان ته په بنیادي توګه د یوه نېک موجود خطاب کړی دی. ځینو ویلي چې انسان د نړۍ پرمخ ترټولو شریر ژوی دی او ځینې بیا وايي، د انسان شخصیت دهغه د خپل وخت، ماحول او روزنیزحالت محصول دی.

د ساري په ډول د فرانسوي فیلسوف «ژان ژاک روسو» ویلي:

(که انسان خپل طبیعت او فطرت ته پرېښودل شي، سم او نېک عمل کېږي…د انسان د فاعل مختاروالي دلیل دا دی، چې دښېګڼو او د نفس د هوا په منځ کې ګرفتار دی، مګر انسان کولی شي، هغه شی چې خیر دی اختیار کړي او د انسان د آزادۍ اختیار هم ددې نه ماسېوا بل شی نه دی او په دې هم پوهېږو، چې خوشالي او نېکمرغي، چې د انسان اصلي مطلوب دی، په دې کې دی چې ظلم ونه کړي او نېکي کوونکی وي.)

فلسفه، محمدنادرایوبي، ۵۶۴ او ۵۶۵ مخونه

ابن خلدون وايي:

(انسان د اضدادو یوه داسې ټولګه ده، چې منفي اړخونه یې نسبتاً ډېر دي)

ابن خلدون دغه موضوع یو بل ځای په انساني ټولنه د حکومت او نظام د جوړولو په ټنګار کې هم راوړي او وايي:(د بشر په طبیعت کې ظلم، دښمني او شرارت موجود دی، ځکه نو باید لزوماً د حکومت درلودونکی وي.)

د پښتو ادب ستر کلاسیک شاعر او متفکر خوشال خان خټک بیا انسان د اضدادو مجموعه ګڼي او په داسې جامعیت ورته قایل دی، چې د ښو او بدو عالمونه او جهانونه پکې پراته دي.

د خوشال هغه شعر په دې ډول دی:

ماهیت یې مــــونده نه شي   — چې څه څیز دی دا بشر

هــم ترکیب د نېک و بد دی — هم معجون د خیر او شر

هم مـــلک دی، هم حـیوان — هم مــؤمن دی، هم کافر

کلــــه اور کلـــه اوبـــه شـــــــي — کلــــه تــــوره کلــــه ســـــپر

لکــه دی دی په جهان کـې — بــل بـه نــه وي دیـــــده ور

د المان بدبین فیلسوف «شوپنهاور» انسان او د هغه ژوندته له یوې بلې زاویې ګوري او څرګندوي:

(انسان د پاڼې په څېر د ژوند د بادونو له خوایوې او بلې خواته وړل کېږي. د هغه سیند په څېر دی، چې د طبیعت له خوا په جوړ شوي بسترکې یون کوي، هغه مشال دی، چې د لوړو شغلو په منځ کې لنډ وخت خپله رڼا شیندي. خلک داسې فکر کوي، چې په بشپړه توګه خپلواک دي، خو د هغو تجربو په مرسته چې ترلاسه کوي یې، پوهېږي چې ان په خپلو شخصي کړنلارو کې هم آزادي نه لري.) په فلسفه کې تلپاتې پېښې، ۲۴۵مخ

د پښتو ادب مشهور شاعر «غني خان» د انسان د مجبوریت دغه شان انځور په خپل یوه شعر کې وړاندې کوي او لیکي:

وګـــــــوره انســـــــان ته چې بادشاه د ځـــناورو دی

دی که ډېر زور وکړي وتی نه شي له خپل ځانه

دی له خــــــــپله ځـــــانه له جهانه ورکېدی نه شي

کـلـــــه د کــــــعـــــبې نه تاو شي کـلـــــه د جـــــــــانانه

د عربي ادبیاتو وتلې څېره «جبران خلیل جبران» انسان د اوچت ماهیت خبره را اخلي، داسې یو ماهیت چې له نړۍ او کائناتو سره همغږی دی او هر شی ورته هرکلی وايي، خو کله چې یې د انسان په خونړي تاریخ سترګې لګېږي او په انساني ژوند کې د ظلم، وینې تویولو، حرص، غرور او ناپوهۍ له تورتم سره مخامخ شوی، نو بیا یې انسان ته ګوته نیولې او د ټولو نادودو مسئول یې همدی بللی دی. جبران لیکي:

(انسان هغه څوک دی، چې خدای ترګردو مخلوقاتو غوره کړ او د اشرف المخلوقات نوم یې ورکړ… انسان بې شمېره سختې کشالې په خپلو نازکو کوتو او دماغ حل او شل کړې. سمندر یې د ځان تابع کړ او هوا یې په خپل واک کې واخیسته… ځمکې د شفقت له خپلې خپله پراخه لمن ورته وغوړوله او په ورین تندي یې دی په راز راز نعمتونو ونازاوه او اسمان هم د خپل بې بها سخا له مخې په انسان باندې د خپل کرم څاڅکي وورول.

خو افسوس!!! هغه انسان نن په خپل قدر نه پوهېږي او نړ ۍ ته د خپل راتګ په اصلي هدف نه پوهېږي. ناپوهي، د پیسې حرص، کبر او غرور په هغه باندې بر شوي او سوله او آزادي یې په جګړه او غلامي بدل کړي… نن دده د کارونو له وجې انسانیت ګوته په غاښ، لاس تر زنې او در په در ګرځي. د انسان معصومیت په آفت بدل شوی او د مذهب په ځای یې د مادیت لمن نیولې.) په هنداره کې ارواوې، ۱۳۷مخ

استاد ګل پاچاه الفت د انسان هغه انځور چې په رښتینې توګه د انسانیت وړانګې ورنه پورته کېږي، په خپل یوه شعر کې راوړی او وايي:

زه جســـم نه یمه، مـــــــا روح ددې جــــــهان وګڼه

ټیټ مې مه بوله، بام د خونې مې اسمان وګڼه

تیاره کــې نه یم په اســمان کې مې ډېوه بلېږي

د اســـــمان واړه مـــــــلایک مې شــاګردان وګڼه

دا ټـول نقــشــــونه د جـــهان او مــختلف رنګونه

زمــــا په ذوق او ارادې پســـــــــــــــــې روان وګڼه

په کائـــــــــــــناتو باندې زه هرقســـــــم لوبې کوم

بحــر و فضـــــا مې دیوې منـډې میدان وګڼه…

چې د جمال ډېوه شـــوه بله، پتنګان پیدا شول

لومــــړی پتـــنګ ددغــــــې شمـع ته انسان وګڼه

د الفت مرغلرې، ۲۱۹ او ۲۲۰ مخونه

استاد الفت په خپل یوه بل شعر کې د انسان او محیط په هکله خبرې کوي او د ځانګړو مثالونو په ورکولو سره د انسان د شخصیت په جوړونه کې د محیط رول ته اشاره کوي.

په هرشي کې د محیط تاثیر ښکاره دی

وي بې زهرو، چې اوبو کې وي منګور

په اوار بسـتر کې سیند درومي آرامه

خو په چـړ کې یې بیا ګوره شر او شور…

لــه یـــــــوه پښــــــته رڼا او لـــــــوګی دواړه

د یوه مـــــــخ مـــــــــــــنور او د بـــــل تــــــــــور

محیط چا نه چنګېز جوړ، چا نه بودا کړ

د محیط مخلوق هم فخر هم پېغور…

دا انسان دی چې آرام محیط نارام کړي

یا نارامه محیط کړ ي د سکون کور…

انسانانو کې شته څومره ډېر فرقونه

نه دي یو راز اوسېدونکي د یو کور…

د چا لاس تورې ته جوړ، د چا هنر ته

د هر لاس د ګـــــــوتو کار ندی انځور

د الفت مرغلرې، ۳۸۴ او ۳۸۵مخونه

پایله:

موږ که چېرې ګڼ شمېر ټولنیز موضوعات د ادبیاتو او فلسفې له عینکو څخه وګورو، نو یو لړ زیات ګډ ټکي پکې موندلی شو. موږ دا نه وایو، چې په ادبیاتو او فلسفه کې تېروتنې نشته، خو لږ ترلږه دا هم له پامه نه شو غورځولی، چې دغو دواړو څانګو د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو سترې فکري وړتیاوې په یوه او بله بڼه رابرسېره کړې، چې نن هم په انسان ژوند کې د قدر وړ ځای لري.

موږ که چېرې غواړو، چې ادب مو پیاوړی او تلپاتې وي، نو د هغو د شکل او ښکلا شاته باید پراته افکار هم په پام کې ونیسو. شکل او محتوا، معنااو الفاظ په یوه اصیله ادبي پنځونه کې د یو او بل بشپړوونکي دي. که چېرې موږ په خپلو ادبي هستونو کې په ښه توګه د خپل وخت او خپلو ذهني او فکري حالاتو انځور وړاندې کړو، له شکه پرته زموږ ادب په ساتلو او لوستلو ارزي او خپل تاریخي رول ترسره کولی شي.

======================================

سرچینې:

۱: الفت، استاد ګل پاچاه، د الفت نثري کلیات، د محمد اسمعیل یون په زیار، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۳هـ ل

۲:الفت، استاد ګل پاچاه، د الفت مرغلرې، د الفت شعري کلیات، د شهرت ننګیال په زیار، دریم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه،۱۳۷۵هـ ل

۳: ایوبي، محمدنادر، فلسفه، صحاف نشراتي مؤسسه، ۱۴۲۶هـ ق

۴: ټوماس هنري، ټوماس ډانلي، په فلسفه کې تلپاتې پېښې، ژباړن: نصیراحمداحمدي، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴هـ ل

۵: جبران، خلیل، په هنداره کې ارواوې، ژباړن: انعام الله ګوهر، مومندخپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲هـ ل

۶:روهي، څېړندوی محمدصدیق ، ادبي څېړنې، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۶هـ ل

۷: سالک، مصطفی، منشور، دویم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه،

۸:سیدعابدجان، فلسفه د جنون او جانان، د امین الله دریځ په سریزه، دویم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه،۲۰۰۵م

۹: صفا، مصطفی، د نړۍ سل مشهورې څېرې، مومندخپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲هـ ل

۱۰: هاشمي، سیدمحی الدین، ادب پوهنه، د پوهنتون لپاره درسي چېپټر. ۱۳۸۶هـ ل

۱۱: او ځینې نور یادښتونه …

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *