په ۲۰۲۰ کال کې تر لوږي، سرطان… کرونا کم کسان وژلي دي

 په ۲۰۲۰ کال کې تر لوږي، سرطان… کرونا کم کسان وژلي دي

که څه په ۲۰۲۰م کال کې تر ټولو ډارونکې ناروغي کرونا وه او په ټوله نړۍ کې یې په ټولو کارونو باندې اغېز وکړه. خو تېر کال هغه ناروغۍ چې زیات انسان یې مړه کړي، کورونا په کې شپږم ځای لري. یعني که څه هم کرونا تېر کال تر هر څه زیاته ډارونکې وه، خو بیا یې هم د لوږې، سرطان، سګرېټ، الکول او ایډز په څېر زیات انسانان ندي مړه کړي.

تېر کال د زیاتو انسانانو د مړیني لاملونه په لاندې ډول دي:

  1. لوږه: ۱۰ اشاریه ۵ میلیونه
  2. سرطان: ۷ اشاریه ۷ میلیونه
  3. سرګرېټ: ۴ اشاریه  ۷ میلیونه
  4. الکول: ۲ اشاریه ۳ میلیونه
  5. ایډز: ۱ اشاریه ۶ میلیونه
  6. کرونا: ۱ اشاریه ۶ میلیونه
  7. ترافیکې پېښې: ۱ اشاریه ۳ میلیونه
  8. ځان وژنه: ۱ میلیون
  9. ناپاکي اوبه: ۸۰۰ زره
  10. موسمي انفولانزا: ۵۰۰ زره

کرونا که څه زیاته وېره یې خپره کړې وه، او اټکل کېده، چې زیات انسانان به ووژني، خو داسې ونه شو.

کرونا یوازې تېر کال دومره کسان وژلي دي، خو پاتي نور نهه د انسانانو د وژني هغه خطرناک لاملونه دي، چې هر کال په میلیونونو انسانان وژني.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *