ویدي پیر (دور) کې د ښځو حال (درېیمه برخه)

 ویدي پیر (دور) کې د ښځو حال (درېیمه برخه)

ژباړه او راټولونه: حمایت ارمان

په ویدونو او شاسترونو کې د میړه په اجازه (چې نامرد یا شنډ وي) یا میړه مړ وي نو ښځه کولی شي چې خپل سخر، لیور، اوښې، کاکا، ماما او له نورو سړو سره کوروالی وکړې تر څو د میړه وارث پیدا کړې او دا ماشوم چې به کله وزیږد نو هغه به د ښځې د میړه وو نه د نیوګ کوونکی سړی دې رسم ته نیوګ ویل کیده.

که چیرې به میړه ژوندی وو نو د میړه په خوښه به یې سړی انتخاب وه. د هندو رسم له مخې نیوګ کوونکی سړی باید عزت داره اوسې چې ډیرې وخت به نیوګ کوونکي سړي د برهمڼ ذات نه وو. یوې ښځې په خپل ټول ژوند کې ۱۱ ځل نیوګ کولی شو او ۹ ماشومان یې زیږوالی شول.

که میړه نامرد وي او د اولاد راوړلو قابل نه وي. نو هغه کولای شي چې ښځه کوم بل سړي ته د اولاد راوړلو لپاره کوروالي ته ولیږي ښځه به د سړي میرمن وي او هغه کوم اولاد چې پيدا کیږي هغه به هم د ښځې د میړه وي. (رګ وید ۱۰،۱۰،۱۰)

د رمائڼ او مهابهارت کال کې نیوګ رسم دومره عام شوی وو چې د بادشاهانو ښځو هم پرځای کوو. د دې لپاره به یې باوقاره او پرُ جلاله کس لټوو تر څو اولاد یې هم د هغه کس په څیر وي. فلهذا کله چې راجه دشرت خپلو ښځو لپاره نامرد ثابت شو نو هغه د هغه وخت لوي پنډت (شرنګی) راوغوښت او خپلو ښځو ( کوشلیا، کئیکئی، او سمترا) سره يې ورته د نیوګ کولو وویل چې له دې کبله یې نسل مخکې لاړ (رامائڼ)

همداسې په مهابهارت کې کنتی په اړه هم یو څه شته دی کله چې د هغې میړه پانډو کمزور سړی ثابت شو نو کنتی د نسل پيدا کولو لپاره د درېو سړو سره کوروالی وکړ چې په نتیجه کې یودهشټر، بهیم او ارجن وزیږیدل – د پانډو دویمې ښځې (مادری) هم دوو پردو سړو سره کوروالی وکړ چې په نتیجه کې دوه بچي وزیږیدل نکُل او سهدیو په نومونو پیژندل کیږي .

که چرته د کوم سړی ښځه مړه شي نو هغه کولی شي چې کومې کونډې ښځې سره نیوګ وکړې او ځان لپاره نارینه اولاد پیدا کړې. د نیوګ نه وروسته به دا سړی ښځې سره هیڅ اړیکه نه نیسي او له حمل نه وروسته به ۲ نه ۳ کالو پورې به دا ښځه ماشوم ساتي او بیا به یې دې سړی ته ورکوې. همداسې یوه کونډه دوه ځان لپاره او دوه دوه څلورو سړو لپاره چې ۱۰ ماشومان کیږی زیږوالی شي. د دې زده کړه په ویدونو کې شته.

دوام لري…

تېره برخه:

راتلونکې برخه:

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *