نوی هیډفون، د موسیقي تر څنګ هوا هم تصفیه کوي

 نوی هیډفون، د موسیقي تر څنګ هوا هم تصفیه کوي

هیډفون د موسیقي اورېدو لپاره کارول کېږي، خو دا هغه وخت لا په زړه پورې کېږي، چې شاوخوا هوا هم درته تصفیه کړي. ښایي ستاسو په ذهن کې به کله هم داسې راغلي وي، چې د ښې موسیقې له اورېدو سره، چې ښه پاکه هوا هم وي، نو به لا په زړه پورې وي. خو دا کار د ډایسن په نوم یوې کمپنۍ کړی.

دې کمپنۍ داسې هیډفون بازار ته وړاندې کړی، چې د کاروونکي شاخوا هوا هم تصفیه کولای شي. دا هیډفون د قوي څرخونو په درلودلو سره د دې وړتیا لري، چې په هره ثانیه کې یو نیم لیټر هوا تصفیه کړي. د دې تر څنګ ډایسن کمپنۍ د دې هیډفون په ځانګړتیاوو کې زیاتوي، چې دا هیډفون نه یوازې دا چې دوړې او خاورې تصفیه کوي، بلکې د دې وړتیا هم لري، چې مضرې بکتریاوې فلټر کړي.

زیاتره کسان هیډفون د مطالعې په وخت کې کاروي، خو د غږیزو کتابونو په ډېرېدو سره اوس زیاتره زده کوونکي او د مطالعې شوقیان د هیډفون له لارې غږیز کتابونه هم اوري. د غږیزو کتابونو یوه ګټه دا هم ده، چې بل کار هم ورسره کېدای شي. نو له دې امله چې د مطالعې لپاره ارامې فضاء ته اړتیا وي، بېلابېلې کمپنۍ هڅه کوي، چې داسې هیډفونونه جوړ کړي، ترڅو انسان زیات ارام کړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *