د سهار ناشته کول ګټوره ده که زیانمنه؟

 د سهار ناشته کول ګټوره ده که زیانمنه؟

ژباړه: امین حسن

د صحي ادارو له څېړونکو به مو اوریدلي وي چې وايي د سهار ناشته کول تر ټولو غوره خواړه دي او د وزن په کمولو کې هم ګټور تمامیږي خو اوس تازه یوې څېړنې دا ثبته کړې چې د سهار ناشته او د وزن په کمولو کې یې ونډه؛ دا دواړه یو بل سره هیڅ تړاو نه لري.

تازه د یوې څېړنې په راپور کې راغلي، هغه کسان چې د سهار ناشته حتمی کوي دوی په ورځ کې د نورو په نسبت زیاتې( نږدې دوه سوه شپیته کالوریز ) انرژۍ ته اړتیا لري. خو بیا هم څېړونکي دا خبره تائیدوي چې د سهار ناشته بدن ته کلشیم او فائبر په څېر اړینه غذا ورکوي؛ چې له امله یې د انسان په تمرکز کولو کې اضافه والی راولي. د سهار د ښې ناشتې له امله چې بدن ته کوم تقویت ورکول کیږي د همغې له امله بیا تاسې ټوله ورځ د بې ځایه خوارکونو څخه هم ژغوري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *