یوازیتوب د مرګ سبب کېدای شي

 یوازیتوب د مرګ سبب کېدای شي

یوازیتوب یوه لویه ستونزه ده، چې زیاتره انسانان یې خوښوي او یا هم زیاتره انسانان ځان یوازې ګڼي. په دې اړه بېلابېلې څېړنې شوې دي او ویل کېږي چې یوازیتوب د یوه انسان لپاره ډېر زیات زیان لري او د ډول ډول رواني ناروغیو لامل کېږي.

ساینس پوهانو په پنځوس کلنو او د زیات عمر لرونکو دوه زره کسانو باندې څېړنې کړې دي او د دغو څېړنو په وسیله دې پایلې ته رسېدلي دي، چې یوازیتوب تر چاغوالي لا ډېر خطرناک ده او همدارنګه د چاغښت په پرتله دوه چنده د مرګ سبب کېږي.

د بریتانیا یوه مرکز په دې اړه زیاتې څېړنې کړې دي او وایي، چې هر پنځم کس ځان یوازې ګڼي، دوی وایي چې د دې ستونزې د حل په موخه باید له خپلې کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره ژوند وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې بریتانیا د یوازیتوب لپاره ځانګړی وزارت هم لري.

د ټیکنالوژي په پرمختګ او د تلیفونو، کمپیوټرونو، ټولنیزو رسنیو او ویډیويي ګېمونو په زیاتېدو سره، زیاتره انسانان ډېری وخت په دې الو مصروف وي او له همدې امله له کورنۍ او ملګرو لرې پاتي کېږي، چې د یو څه وخت په تېرېدو سره د یوازیتوب احساس ورته پیدا کېږي.

نو تر ټوله غوره دا ده، چې د ټولنیزو رسنیو او ویډیویي ګېمونو کارونه په ورځني ډول باندې راکم کړای شي، تر څو له خپلې کورنۍ او ملګرو سره د اوسېدو وخت هم پیدا شي. په دې سره به مو هم له ملګرو سره اړیکې ښې شي او هم به د ټولنیزو رسنیو او ویډیويي ګېمونو کارونه راکمه شي، چې بېلابېل زیانونه لري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *