سهار وخته د سګریټو څکول ډېر ژر په سرطان د اخته کېدو سبب کېږي

 سهار وخته د سګریټو څکول ډېر ژر په سرطان د اخته کېدو سبب کېږي

د سګریټ څکول په عموم کې ډېر زیات زیانونه لري، خو سهار وخته څکول یې بیا ډېر ژر په سرطان ناروغۍ د اخته کېدو سبب کېږي.

دا خبر د امریکا روغتیایي څېړنو مرکز له څېړنو وروسته ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې سګریټ څکول د یوه انسان د روغتیا لپاره ګڼ نور زیانونه هم لري.

څېړونکي وایي سهار وختي له خوبه له راپاڅېدو وروسته تر نیم ساعت پورې سګریټ څکول د انسان په روغتیا ډېره ژوره اغېز کوي، همدارنګه دې څېړونکو سپارښتنه کړې، چې له خوبه له راپاڅېدو وروسته تر یو یا دوه ساعتونو پورې سګریټ مه څکوئ.

د دې تر څنګ د سګریټ د زیانونو په هکله ځيني نورې څېړنې ښیي، چې سګریټ د زړه او سږو لپاره هم ګڼ زیانونه لري.

په مجموع کې هر ډول نشه یي توکې د یوه انسان د روغتیا لپار ډېر زیانمن دي، نو نوي ځوانان باید زیات پام وکړي تر څو د هر ډول نشه یي توکو له څکولو نه ډډه وکړي. زیاتره ځوانان دا فکر کوي، چې یو ځل یا په څو ورځو کې یو ځل سګریټ څکول به کوم زیان نه لري، خو داسې نه ده، ځکه سګریټ څکول په هر حالت کې زیان لري، او د هغه تر څنګ که تاسو په څو ورځو کې هم یو ځل یو سګریټ وڅکوئ، نو په سګریټو د معتاد کېدو سبب کېږي. له همدې امله باید د سګریټ له څکولو سره زیات احتیاط وشي، او په هیڅ صورت ونه څکول شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *