د مڼې د جوس په زړه پورې ګټې دلته ولولئ

 د مڼې د جوس په زړه پورې ګټې دلته ولولئ

که غواړئ چې ذهن مو قوي شي نو په ورځني ډول باندې د مڼې له جوس څخه ګټه واخلئ، ځکه چې د مڼې جوس کولای شي ذهني صلاحیت زیات کړي او یادښت مو قوي کړي.

بریتانوي څېړونکو په دې اړه څېړنې کړې دي، او وایي چې د ذهن او یادښت د قوت لپاره دا یوه غوره لار ده.

څېړنه دا هم وایي چې هره ورځ د مڼې جوس څښل د دماغي سکتې مخنیوی کوي او دماغي کمزوري ورسره لرې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مڼې خوړل هم بېلابېلې ګټې لري. خو په بدن کې د ویټامینونو او منرالونو د پوره کولو لپاره باید له بېلابېلو میوو څخه ګټه واخیستل شي.

څېړنې ښیي چې د جوس څښلو سره انساني ذهن تل تازه وي او هغه کسان چې دېر کار کوي باید د مڼې جوس وڅښي، تر څو له ذهني کمزورتیا او دماغي سکتې څخه په امان وي.

تازه میوې او جوسونه د بدن د روغتیا لپاره ډېري اړیني دي، هغه کسان چې زیات ذهني کارونه کوي او یا هم مطالعه کوي، باید له بېلابېلو تازه میوو او یا د هغوی له جوسونو څخه ګټه واخلي، تر څو یې ذهن ارام او یادښت یې قوي شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *