نجیبه فیض: دومره څوک نلرم، چې ورته وژاړم

 نجیبه فیض: دومره څوک نلرم، چې ورته وژاړم

نجیبه فیض چې له دې وړاندي يې په ګڼو فیلمونو کې کار کړی، له څو کلونو راهیسي په کابل کې له ځینو رسنیو سره د تفریحي خپرونو د چلونکي په توګه کار کوي.
نوموړې له بې بې سي سره په یوه مرکه کې ویلي، هیله مې دا وه چې په افغانستان کې د ژورنالیزم په ډګر کې برانډ واوسم او ځیني تغیرات راولم، چې تر ډېره بریده له خپله کاره خوښه یم او دا تغیر مې رامنځته کړی دی.
نجیبې په کابل کې زړه تنګ شوی، ځکه هغه وايي، له کورنۍ او ملګرو لرې ده. خو له دلته دوامداره خپرونه درلوده او باید دایمي په کابل کې اوسیدلي وای. له همدې امله په کورنیو او ملګرو پسي خفه شوي.
نوموړې وايي، په اصل کې دومره څوک نلرم چې ورته وژاړم، خو بیا هم بغیر له زحمته راحت نشته، نو زه باید زحمت وګالم تر څو راحت ته ورسیږم.
نجیبه فیض له څه مودې راهیسي له افغاني رسنیو سره کار پرایښی او د څه وخت لپاره بیا بهر ته تللي. د نجیبي په خبره چې غواړي تفریح وکړي، له ملګرو او کورنۍ سره د یو څه وخت لپاره واوسي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *