سهار مهال ورزش کول کومې ګټې لري؟

 سهار مهال ورزش کول کومې ګټې لري؟

د بریتانوي ورځپاڼي ټیلي ګراپ د څېړنو په اساس، چې په ورځني ډول بدني ورزش د زړه ناروغۍ، ژړی او د سرطان د ناروغیو مخنیوی کوي.

تر ټولو ښه یې بیا هره ورځ قدم وهل دي، ځکه قدم وهل اسانه هم دي او دا کار هر څوک کولای شي، خو د بېلابېل ډوله نقلیه وسایلو له رامنځته کېدو سره سم، په نړیواله کچه انسانان په ورځني ډول کم قدم وهي، چې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

له ۱۹۸۲م کال نه بیا تر ۱۹۹۷م کال پورې په ۱۵۰۰۰۰ کسانو باندې یوه څېړنه ترسره شوه، په دې کې دوه ډوله کسان وو، لمړی هغه کسان چې په ورځني ډول باندې ۳۰ دقیقې ورزش کوي او دوهم یې هغه ډول کسان وو، چې کم ورزش کوي. د څېړنو له مخي ویل کېږي، هغه کسان چې په ورځني ډول ۳۰ دقیقې یا زیات ورزش کوي، نسبت هغه کسانو ته چې هیڅ ورزش نه کوي، زیات صحتمند دي او په سرطاني ناروغیو باندې یې د اخته کېدو امکان هم کم دی.

د هغه تر څنګ بیا سهار مهال ورزش کول نسبت نورو وختونو نه زیاته ګټه لري، او ویل کېږي چې په دې وخت کې ورزش کول یو انسان د کلمو له سرطان څخه ساتي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *