د نړۍ ښکلي ښارونه (نیویارک – امریکا متحده ایالات)

 د نړۍ ښکلي ښارونه (نیویارک – امریکا متحده ایالات)

نیویارک د امریکا متحده ایالاتو له لویو، مشهورو او زیات نفوس لرونکو ښارونو څخه دی، همدارنګه په دې لوی ښار کې د نړۍ تر ټولو زیات شمېر میلیاردران اوسي، یا هم د میلیاردران د کور په نوم یادېږي.

په ۲۰۱۹م کال کې د څېړنو له مخې د نیویارک ښار په ۳۰۲،۶ میاله مربع سیمه کې 8,336,817 کسان ژوند کوي، چې د امریکا له هغو لویو ښارونو څخه شمېرل کېږي، کوم کې چې په هر مایل مربع سیمه کې ۱۰۰۰۰ کسان اوسېږي.

دا ښار د امریکا نیویارک ایالت په سویلي برخه کې موقیعت لري، چې د نیویارک ایالت د ښارونو مرکز دی، او دا ښار د نړۍ له تر ټولو زیات نفوس لرونکو ښارونه څخه شمېرل کېږي، چې ټولټال تر ۲۰ میلیونه زیات کسان په کې ژوند کوي.

همدارنګه نیویارک ښار د نړۍ فرهنګي، مالي او رسنیزه پلازمېنه هم بلل کېږي.

دا ښار د بروکلین، کوینز، منهاتان، دبرونکس، سټیټن ایسلنډ په نومونو سره پنځه لویي برخې لري.

د دې تر څنګ په دې لوی ښار کې په ۸۰۰ بېلابېلو ژبو خبرې کېږي، چې له همدې امله د نړۍ یوازینی ښار دی، کوم کې چې په دومره زیاتو ژبو خبرې کېږي. او دې ښار کې تر ۳،۲ میلیونه زیات داسې کسان اوسي، چې د امریکا اصلي اوسېدونکي ندي، چې له ۲۰۱۶م کال راوروسته د نړۍ لمړ ښار بلل کېږي، کوم کې چې دومره زیات بهرنیان ژوند کوي.

Rahmatullah muhammad

https://www.f-afghan.com

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *