د مشر منظور احمد پشتین د نن جلسې د تقرير مهم ټکي

 د مشر منظور احمد پشتین د نن جلسې د تقرير مهم ټکي

اول.
نن داسې جلسه ده، چې په بې انتها مشکلاتو کې ترسره شوه، د رياست چې څومره هم زور و؛ هغه که پوليس و، هغه که جاسوس و، هغه که پوځ و، چې کومه هم لار وه، هر څه يې ونيول چې دا جلسه به نه کيږي، خو بيا هم دا جلسه وشوله، او ياد دې لري؛ چې دې جلسې ته ځوانان نه بلکې پښتنې پېغلې هم راغلي.
هغه پښتانه چې په پنځه کيلو دالو خرڅيږي، غټ غټ بريتونه يې هم پريښي او ګرځي، هغوی دې د پښتونخوا له دې پېغلو وشرميږي چې دلته ناستې دي.

دوهم
ملګرو! په دې تشدد دوي هيڅوک هم ونه شو ډار کړلی، نن زمونږ په مينځ کې مولانا اعجاز ناست دی. د دوي لخوا پر مولانا اعجاز څو مياشتې په مسلسل ډول تشدد وشو، خو چې له جېل (بند) راوتلو؛ يوه خبره ده ورته وکړله، چې که تاسې ما په دې اساس پرېږدئ چې دی به نور پي ټي ايم ته ور نه شي؛ خطا شوي ياست، زه چې اوس ځم؛ اول به پي ټي ايم ته ورځم، نن يې نيکه وفات و؛ پلار يې ناروغ و، ده ورته ويلي چې زه ولاړم او د پي ټي ايم جلسه ده. رياست په جبر دا خلک نه شي منع کولی.

دريم
ملګرو! پښتانه چې کله خپل حقوق غواړي، دوي په خوله انکار نه ورته کوي خو د پاکستان جنډې (بيرغ) ورته را مخې ته کړي، دوي له دغې جنډې د پښتنو د حقوقو د نه ورکولو علامت (نښانه) جوړه کړې.

څلورم
نن ما ويډيو کتله، د بيزو په چيک پوسټ (پوليسو پوسته) باندې؛ پښتانه پوليس را مخکې شي، لاره يې بنده کړې وه، علمزېب ورته ښکته شي، ساده خبره ورته وکړي، زه د خپلو حقوقو لپاره روان يم خو تا لاره بنده کړې، دا غير قانوني ده. زه اوس خپل حقوق اخلم، زه درباندې درځم، ته چې څه کوې؛ کوه يې. موټر ته وخيژي، ملګرو ته وايي چې پرې ورځئ، همداسې پرې تېر شي.
هره لاره او هره ضلعه يې نيولې وه. اوس هم زموږ ملګري زرغون شاه او ملا بهرام لا په جېل کې پراته دي، د همدې جلسې په تياريانو کې يې ونيول. همداسې د باجوړ ملګري ګل باد شاه دوي يې هم په چيک پوسټ نيولي. د بلها مشکلاتو باوجود زموږ د قام او وطن سره د مينې لرونکي خلک چې نر او ښځه و؛ ځانونه يې راورسول. څوک چې په لاره هم پاته شوي؛ هغوي ته دوه ځله سلام. تاسې خپل قام سره په داسې ورځ درېدلي نه ياست چې د ساز او اتڼ حالت وي، بلکې په داسې ورځ مو د قام خبره کړې چې هر طرف ته ټوپک او مرمۍ دي.

پنځم
د نن جلسه د ارمان لوڼي په حواله سره ده.‌ د آرمان لوڼي يوازې شهادت او تدفين نه بلکې د ژوند څخه زده کړه کول په کار دي. خپلو خويندو او بچو ته، د دغه قام او وطن لپاره مبارزه ښودل د ارمان لوڼي لار وه. په دغه خاوره باندې مزاحمت کول د ارمان لوڼي سره مينه ده. ارمان لوڼي د دې خاورې سوچه بچی و. رياست يوازې ارمان لوڼي نه بلکې ټولو هغو سره دښمني کوي چې د دغې خاورې سره مينه لري.

شپږم
د دغه رياست مخالف يوازې پښتانه نه بلکې بلوچ او سندهيان هم دي. زما بلوچو او سندهيانو وروڼو ته خواست (هيله) دی، راځئ موږ او تاسې يو ځای شو او په شريکه د دغه جابر او فاشیست رياست پر وړاندې ودريږو.

اووم
ملګرو نن يوه خبره د بنديانو په حواله کوم. نن ستاسې په مينځ کې علي وزير نه شته، نورالله ترين او حاجي محمد شېر نه شته، جبار نه شته، هغه ديرش پښتانه ځوانان چې په پرون په کراچۍ کې ونيول شول او هغوي د پوليسو په موټرو وختل، سپين او تور بيرغونه يې لوړ کړل، کله چې دا جابر رياست دا ځوانان ويني چې په هتکړيو کې هم خاندي؛ نو د دوي هيلې ماتې شي، دوي فکر کاوو چې دا خلک به په جېلونو (بند خونو/بندیخانو) وډار شي، اما هغسې يې ونشو کړلی. موږ دوي ته‌ دا خبره پخوا هم کړې وه؛ چې که ته فکر کوې چې موږ به په ظلم، هتکړيو او جېلونو وډار کړې؛ نو ستا پلار مو هم نشي ډارولی.

اتم
د پي پي ايم درې کاله پوره شول. خلک وايي چې پي ټي ايم څه وکړل؟ ملګرو! پي ټي ايم د جبر مخ ته دېوال جوړ شوی، پي ټي ايم د ولسونو مينځ کې مينه جوړه کړه، پي ټي ايم د لر او بر افغان فکرونه يو کړل، زه په دعوې سره وايم؛ دا د لر پښتانه چې نن په سوشل ميډيا کې په پښتو ژبه ليک کوي؛ دا ۹۵ فيصده هغه خلک دي چې د پي ټي ايم د وجود څخه پس يې پښتو ژبه زده کړې، دا د خپلې ژبې او کلتور خدمت دی. پي ټي ايم په دې خاوره د ډېرو ميندو اوښکې پاکې کړلې. هغه چيک پوسټونه چې ستاسې د ذلالت لپاره جوړ شوي و؛ د هغوي د‌ ورکولو تر ټولو غټ نوم پي ټي ايم دی. هغه خلک چې دې جابر رياست به ووژل او بيا به يې لاشونه (مړي) هم پرې خرڅول؛ نن پي ټي ايم تر ټولو غټ خنډ ورته جوړ شوی. د پښتنو او د دغې خاورې د دښمنانو تر ټولو ستر سر درد نام پي ټي ايم دی. د پي ټي ايم سپورټ (ملاتړ) کول؛ د خپل ولس، خپلې ژبې او خپلې خاورې ملاتړ په مانا ده. زه دا هم په دعوې سره وايم؛ هغه پښتانه چې په وزیرستان، کويټه، باجوړ، پيښور، چمن، قندهار، کابل ننګرهار او داسې نورو ځايو کې چې دي؛ د پي ټي ايم د پيدايښت څخه وروسته د دوي تر مينځ مينه څو چنده (برابره) ډېره شوې. پي ټي ايم يو فکر دی. پي ټي ايم چې په تېرو درې کالو کې څومره کار وکړ؛ يوازې د ولسونو او قام نه، بلکې د قامي ژبې، د‌ قامي فکر او هر هغه اتل چې خدمت يې کړی و؛ پي ټي ايم پښتنو ته ور وپيژندل.

نهم
په افغانستان کې چې کوم جنګ روان دی؛ موږ يې کټر (قاطع) مخالفت کوو. د افغانستان ولس ته دا پيغام ورکوم، چې دلته د‌ چړو لاندې هم؛ موږ تاسې سره‌ د مينې دعوه پورته کوو. موږ به د‌ لر او بر يو افغان نعره وهو. موږ داسې وختونو کې چې ډېرو مشکلاتو سره مخ يو؛ بيا هم تاسې سره د مينې دعوه پورته کوو. روس څخه را واخله؛ تر سريلنکا پورې ټولې نړۍ ته پيغام ورکوم، که افغانستان کې جنګ ختم شو؛ دلته په ټوله سيمه کې قراري ورسره راځی .

لسم

‏پي ټي ایم د پښتون قام د اتفاق اتحاد یوالې لپاره ،په خپله خاوره د امن غوښتلو او پښتون قام ته سیاسي شعور ورکولو لپاره ده. پي ټي ایم به هیڅ کله هم داسې کار ونه کړي چې هغه به دپښتون قام دبې اتفاقۍ سبب شي.

موږ ټول د پي ټي ایم ملګري ددې خاوري هغو ټولو سیاسي مشرانو کورونو ته ورغلي یو او بیا بیا به ورځو په جرګو او نانواتې به ورځو د پښتون قام د یوالې اتفاق او اتحاد لپاره.

يوولسم

د قام د يوالي په خاطر به په دليل د هر ملګري سره ناسته کومه چې د وطن لپاره د خير خبره وي،هغه به کوو . د غورځنګ د مشرانو په مشوره به د بندي ملګرو لپاره په لنډ وخت کې د پرامن احتجاج اعلان به کوو.

دوولسم

ممبرشپ
ملګرو د تحریک مونږ منظم کؤو منظم تحریک ډیرې لوې فایدې لری د غړیتوب کؤل د سیاسی ګوندونو ته سه نقصان نه ورکوي غړیتوب به کیږی او د غړیتوب پر بنیاد یو منظم تنظیم جوړیږی نو تاسو ټول په ممبرشپ اوکړې

دیارلسم

زہ په بلوچو او سیندیانو په شمول ټولو محکومو مظلومو قومونو باندي غږ کوم.چي راشﺉ ټول د دې ظالم جابر ریاست په خلاف په شریکه مبارزه وکو.

څوارلسم:

یورپ امریکا او نور هیوادونه پاکستان ته امدادونه او پيسي ورکوي خو دا پاکستان خلګو ته خپل انساني حقوق نه ورکوي خلک وژني ولسونه برباده وي کورونه یې ړنګه وي زه د هغو هیوادونو ته دا پيغام ورکوه کوم چې پاکستان سره مرسته مه کوي ، تاسو وایاست چې موږ انسانیت ته کار کوه موږ بشري حقونو ته کار کوه خو ستاسو ټکس هغه هیواد ته راځي چې په بشري حقونو کې تر ټولو سخته سرغړوني کوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *