د افغانستان د اوبو فرصتونه او ننګونې

 د افغانستان د اوبو فرصتونه او ننګونې

ډاکتر یارمحمد تره کی

د ۲۰۲۰ کال د دسامبر په یوولسمه مې د امریکې د جیوفزیک په نړیوال کنفرانس کښې چی سږ کال د سانفرانسیسکو د ښار څخه خپور شوی وو د کابل د اوبو د حوزې په باب یوه څیړنه شریکه کړه.
دغه لیکنه زه نن په پښتو لیکم او هیله لرم چی د پېښور، کویټي ، اسلام آباد او کراچۍ پښتانه عالمان یې هم ولولي.
دجیوفزیک نړیوال کنفرانس یو ډير لوی کنفرانس دی او سږ کال ۲۳۰۰۰ عالمانو د ځمکي د کرې د منابعو، د اتموسفیر د حالت څېړونکو، د ځمکی لاندې منابعو، د زراعت او بیولوژي مطالعاتو څېړونکو پکښې ګډون کړی وو. دغه کنفرانس د پنځلسو ورځو په اوږدوکښې د ځمکي د کرې پر مهمو مسلو بحث او کتنې وکړې. ډېرو عالمانو په دې کنفرانس کښې د خپلو مطالعاتو نتیجې اعلان کړې.زه دغه کنفرانس ته د خپلې هغې علمي څېړنې نه وروسته بلل شوی وم چی د څلورو کالو په اوږدو کی مې د کابل د اوبو پر حوزی باندې کړي وې. ما د خپلو څېړنو په باب په دې کنفرانس کې وینا هم وکړه. دغه څیړنه اوس په یوه معتبر ژورنال کښې تر چاپ لاندې ده.
د کابل د حوزې د اوبو د ښه مدیریت لپاره په مختلفو منطقو کښې د ۱۴ بندونو وړاندیز شوی دی چی تقریبآ ۷ میلیارده ډالر لګښت به ور باندې راشي. د افغانستان دولت د دې پخلی کوي، چې دغه بندونه به جوړ کړي خو داسی کره عمل یی ندی ور باندې کړی. د پاکستان دولت هم په پلان کې لري، چې د خیبر پښتونخواه په علاقه کې پنځه یا شپږ بندونه جوړ کړي. د ځینو د جوړلو کار پیل شوی هم دی. له بل پلوه د افغانستان د بندونو د منسوبي پر خلاف پاکستان ننګونې کوي او د دې کار مخنیوی په هر ممکنه وسیله کوي. تر یوې اندازې د افغانستان د اوبو مسله د یوه لوی فرصت نه یوې لانجې ته د اوښت په حال کې ده.


لږ به تاسو ته شمېریز معلومات درکړم:
• د اوبو د حوزې مساحت دی: تقریبآ ۹۲۰۰۰ کلیومتره مربع (۶۹۰۰۰ کیومتره مربع په اوسني افغانستان کې) کلنی اورښت د ۳۱۰ نه تر ۴۹۰ ملي متره پوري.
• د لالپوري نه د ډیورند کرښي ها خوا ته د کال د اوبو اوښتنه –۱۹ نه تر ۲۴ میلیارده متر مکعبه اوبه پورې ده.
• زراعتي ځمکې په افغانستان کښې ۳۰۰۰۰۰ هکتاره ، زراعتی ځمکې په خیبر پښتونخواه کې (د کابل د سیند تر خړوب لاندې) ۱۵۰۰۰۰ هکتاره دي.
• د اوبو ضایعات د سند د سیند له لارې تقریبآ ۴۵٪
• د اوبو ګټه اخیستنه په افغانستان کښې تقریباً ۲۹٪، د اوبو ګټه اخیستنه په خیبر پښتونخواه کې تقریبآ ۴۲٪
• د سیلابونو د موسم جګ جریان د ۲۰۰۰ نه بیا تر ۸۰۰۰ متر مکعبه اوبه په ثانیه کښي . په ۲۰۱۰ کال کې د نو ښار د سیلاب اندازه څه د پاسه ۷۹۷۱ متر مکعبه په ثانیه کې وه، چې ډېره وراني یې پېښه کړه (Faooq, 2019 ) .د اوبو هر جریان چې په ثانیه د ۲۰۰۰ متر مکعبو نه ډېر شي د سیلاب سبب کیږی.
• په تېرو ۳۴ کلونو کې تر اوسه دیارلس ځلې سیلابونه راغلي دي.
• د وچ موسم په وخت کښې د اوبو جریان ۷۰ متر مکعبه په ثانیه کښې دی.
• د سیلابونو په موسم کښې تقریبآ ۸۰٪ اوبه ضایع کېږي.
د نویو بندونو جوړول به تقریباً ۱ میلیارده متر مکعبه اوبه خوندي کړي. په عین وخت کې به د نورو ځمکو د خړوبولو لپاره تقریباً ۱.۶ میلیارده متره مکعبه اوبه بچت شي. نوي بندونه به د سیلاب په وخت کښې ۴۲٪ د سیلاب مخه ونیسي او د ویجاړو ځمکو سلنه به ۲۶۹٪ را ټیټه کړي. هېره دي نشي، چې د کابل د سیند (کابل، کنړ، سوات) سیلابونه تقریباً په هرو دوو-دریو کلونو کښې یو وار پېښیږي. په تېرو شلو کلونو کښې څه د پاسه ۵۰۰۰ کسان د سیلاب له امله شهیدان شوي دي، چې اکثره یې د نوښار، پیښور او چار سدې اوسېدونکي دي. همدارنګه تر ۴۰۰۰ هکتارو زیاته ګرانه او با ارزښته ځمکې یې وړي دي.
نوي بندونه به تر۳۹۴۰ میګاواټه برق تولید کړي، چې په کال کښې به څه ناڅه۹۰۰میلیونه ډالره ګټه راوړي. همداراز د نویو بندونو ګټه زراعت ته داسي ده، چې څه د پاسه ۱۱۸ زره هکتاره نوي زراعتي ځمکه به په افغانستان او څه د پاسه ۶۰ زره هکتاره نوي ځمکه به په خیبر پښتونخواه کښې اوبه ولري. د ۱۱۸ زرو هکتارو اقتصادي ګټه تقریباً ۱۴۰ میلیونه ډالره په کال کښې ده.
هغه مطالعه چې ما کړې ده ښیي چې د کابل د حوزې نوي بندونه به څه نا څه دوو میلیارده متر مکعبه او د زیرمې او زراعت نه بر سیره دواړو هیوادونو ته برق هم ورکړي. یوازې د کونړ پر سیند د بندونو د جوړلو (۴ بندونه او بارګونه) له درکه کیدای شي د ۲۰۰۰ میګاواټه په شاوخوا کې برق تولید کړي. د افغانسان ټول ختیځ ولایتونه لکه ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان د برق ضرورت د ۱۰۰۰ میګاواټو نه زیاتېږي. پاتي ۱۰۰۰ میګاواټه به پر پاکستان باندې خرڅه شي. د دې لپاره پکار ده، تر څو د کړکېچ پر ځای هوښیار هایدرولوژیکي سیاست پلي شي. اوس مهال افغانستان د اوبو په باب د پاکستان سره د خبرو نه ډډه کوي.
د پاکستان د اوبو د اکورډنو (قرار دادونو) ، د دوی د اوبو د مدیریت داسنادو او د بندونو د تنظیماتو څخه داسي ښکاري چې دغه هیواد نه یوازې غواړي د اوبو ډیری منابع د افغانستان څخه تر لاسه کړي، بلکه د اوبو منابع ترانزیت د خیبر پښتونخواه څخه تیر او د جنوبي پنجاب پراخې ځمکې ورباندې خړوبي کړي. د تربیلي ، باړی، مهمند، موندا او میرخاني د جوړ شوي او یا د جوړیدو په حال کې بندونو مدیریتي چارې د خیبر پښتونخواه د حکومت څخه اخیستل شوی دی او یا اخیستل کیږی. دبندونو مدیریت د فدرال ادارې ته ورکول او حتی د وارسک د بند د چارو څخه د خیبر پښتونخواه د ادارې لیري ساتل د دې ادعا ګانو ثبوتونه دي.
د علمي کار نتیجه ډیره روښانه ده او هغه دا ده چې په دغه منطقه کښې اوبه شته او باید ښه مدیریت شي. خو په عمل کښې د دوو هیوادونو نظامونه د دغو عام المنفعه طبیعي هستې څخه نه یوازې سمه ګټه نده پورته کړي بلکه دغه ستر ثروت یې د خپلو سیاسي او تبلیغاتي کمپاینونو موضوع ګرځولي ده.
پوښتنه را پیدا کیږي چې دا ولې؟
په افغانستان کې دې ته توجه نه کیږي، ځکه چې د اوبو بندونه اوږد مهاله پروژې دي. ډیره غلا نه پکښې نه کېږي او ډېر وخت غواړي چې جوړ شي. که اوس یې پیل کړي نو د بل جمهور رییس په وخت کښی به افتتاح شي. مخکیني او اوسني مشران دا نه غواړي چې د یوه کار افتخار بل چا ته ولاړ شي. بله خبره د تخنیکي او علمي پانګې ده، چې د افغانستان دولت ورته توجه نده کړې. په افغانستان کې د اوبو د تخنیکي او علمي څېړنو لپاره کار ندی شوی او اوس هم د دولت په دوهمه او یا درېیمه درجه اولویتونو کې ده. مامورین هسې په راپورونو او وړو پلچکونو ورځ تېروي، ځکه په هغو کښې دوی ته ډوډۍ ډېره ده. د یوه دولتي پروګرام لپاره هغه مهم علمي، تخنیکي او حتی سیاسي اراده نده موجوده. اکثرآ د اوبو مسلي د غیر تخنیکي ، غیر علمي او کله هم د بې تجربه چارواکو له خوا د علمي ارقامو او محاسبو پرته ارزول کېږي.

د افغانستان جمهور رییس له خواه د اوبو شورا څو کاله د مخه جوړه شوه، خو تر اوسه د دې شورا د کار په باب مونږ څه ندي اورېدلي. د هیواد د انرژی او اوبو وزارت بې له کومې تخنیکي او اداري څېړني دوه ټوټي شو، چې اوس نه د اوبو اداره سم کار کوي او نه د انرژۍ اداره. په ورته وخت کې د اوبو مسله د دولتي شعارونو په سر کې ده او د پاکستان دولت او علمي ټولنه یې عکس العمل ته هڅولې ده.
د پاکستان ایراد دا دي چې افغانان د بندونو په مدیریت نه پوهېږي او همیشه جنګونه کوي. دوی کولای شي بندونه والوزوي او د اوبو او برق منبع قطع کړي. دوی دا هم وایي چې افغانستان باید د کابل د حوزې په باب د پاکستان سره همغږي ولري، چې دا تر یوې اندازې منطقي غوښتنه ده. خو پاکستان په زړه کې ډېر خوشحاله دی، چې د افغان دولت نه تخنیکي ظرفیت لري او نه هم سیاسي اراده. د دوی لپاره د افغانستان تبلیغاتي شعارونه کفایت کوي تر څو د خپل مخالفت ډول په غاړه کړي او نړیوال هایدرولوژیک او چاپیریالي ادارې د افغانستان په وړاندې را وهڅوي.
پاکستان دغه بندونه برسیره پر دې چې دوی ته ګټې لري نه غواړي ځکه چې لمړی) دوی فکر کوي چې د اوبو او برق له لحاظه به افغانانو ته محتاجه وی، دوهم) دوی به مجبوره وي په نورو مسلو کښې لکه ترانزیت، تجارت، دیورند کرښه او د هند سره په معاملاتو کې انعطاف وښیي او درېيم) دوی غواړي چې د کابل سیند اوبه د خیبر پښتونخواه څخه ترانزیت تېري او د پنجاب د جنوب زراعتي ځمکې ورباندې خړوبي کړي. د پاکستان د فدرال دولت له نظره که د سیلابونو اوبه خیبر پښتونخواه ورانوي نو خیر دی خو ډیری اوبه به اباسین ته ور ورسیږی چی بیا به د پنجاب او سند ځمکې خړوبي کړي.
تر ټولو په زړه پورې خبره دلته ده، چې ډیرو پاکستاني پښتنو عالمانو په افغانستان کښې د اوبو د زیرمو او د بندونو د پرمختګ خلاف علمي لیکنې کړي دي او یوازې یې بندونه د پاکستان په خاوره کښي معقول ګڼلي دي. دغه عالمان ښه پوهیږي چې د اوبو مشترک مدیریت د دواړو هیوادونو په ګټه دی او په سلګونو میلیونه ډالره ګټي به خیبر پښتونخواه ته هم ولری.او دوی به د سیلابونو نه وژغوري.
یوه پښتون عالم چی په خټه ګڼډپور دی او نوم یی فتح الله ګنډپور وو یوه ډیره عجیبه طرحه جوړه کړه او د پاکستان نظامي ولسمشر ضیاالحق و بیا بهوټو ته یې وړاندې کړه. ګنډپور چې د پاکستان د اوبو د ادارې لوی چارواکی وو داسې وړاندیز یې وکړ چې د چترال (کنړ) سیند دي بیرته د پاکستان خواته په یوه ۶۰ کیلومتري تونل کښې وګرځول شي. ده ټینګار کاوو چی باید د چترال اوبه افغانستان ته ولاړي نشي، د کنړ سیند سره دي نه ګډیږی او بیرته دي پاکستان ته راواوړي ګنډپور چې د پاکستان د اوبو د څیړنو د مرکز رییس پاتي شوی دی ډیرو مشرانو ته به یې دغه وړاندیزونه کول. د پاکستان نظامي دیکتاتور ضیاالحق حتی پر دې مفکورې جدي فکر هم کړی وو. خو په خوشحالۍ سره په پاکستان کی هوښیار عالمان او متخصصین هم ډیر دي. د نورو څیړنو پر بنسټ که د چترال سیند په یوه تونل کی واړولی شي نو تاوان به یې خیبر پښتونخواه ته ورسیږی ، ځکه چی د کابل سیند اوبه مخامخ د پیښور ، نوښار، چارسدې او خشکې پایان ښارونو ځمکې خړوبوي او که اوبه د چترال نه وګورځولی شي نو هغه بیرته دې ځمکو ته نه راوستلي کېږي.
هو رښتیا را یاده شوه!
یو وار مې یوه پاکستاني عالم ته وړاندیز وکړ، چې راشه یوه څېړنه د اوبو د مدیریت په باب یو ځای ولیکو او بیا یې نړیوالي ټولني ته وړاندې کړو تر څو د ښه ګاونډیتوب او د اوبو د ښه مدیریت فضا د کابل په حوزو کې مینځ ته راشي. په لمړي سر کښې یې را سره و منله خو څو ورځې وروسته پښیمانه شو. چی ټینګ مې کړ نو یې راته وویل :استاده زه هم خپلوان لرم په پاکستان کښې.
زه نه پوهېږم چې دا پښتانه عالمان هم تر کوم دولتي فشار لاندې دي یا هسي په خپل لاس د پښتنو د ملکونو د پرمختګ مخه نیسي.
درناوی

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *