انسان او ایډیولوژي

 انسان او ایډیولوژي

ژباړه: برات څاروان

انسانان په مستقیمه او غیري مستقیمه توګه فکري جوړښتونو او یا ایډایولوژیو، ځانګړي فکرنو، احساس او رفتار کوی، هغوی لږ یا ډېر په اګاهانه او غېري اګاهانه ډول مخکي لا په ناسیونالیسم، فاشیسم، اسلامیزم، کاتولیسم، بودایسم، سرمایه او …فکري جوړښتونو پوري تړل شوي دي.

ايډیولوژګانو د څرنګوالي پر اساس له اقتصاد، سیاست، ټولنې، کلتوري او رواجونو سره د انسانانو اړیکې جوړې کړې او په فکري جوړښتونو، احساس او کړو وړو یې تحمیل کیږي.

کولی شوو ووایو انسانان بغیر له دې چې که وغواړي یا نه د ايډیولوژیانو له ډېرو ځانګړنو څخه پېروي کوي، په دې معنا چې لاشعور هغه ته شکل ورکوي او بغېر له پوهې یې افکار، احساس او کړه وړه په واک کې اخلي.

حاکمې ایدیولوژیګانې په ټولنه کې زموږ پر فکري جوړښتونو، احساس او کړو وړو د ماشومتوب دوران کې بغېر له کومې پوهې تفل شوې په لاشعور انبار او د ښونې، اخلاقي، سیاسي، مذهبي… نهادونو له خوا په اګاهانه او عادتي ډول عملي کیږي. کله چې ایډیولوژي له لاشعور، عادتونو سیاسي قدرت سنت او قوانینو څخه پېاوړې کېږي انسان کولی شي په شعوري ډول له دې حالت څخه فاصله واخلي او بل ډول افکار، احساس او کړه وړه انتخاب کړي چې د دا ډول فاصلو اخستلو پر مهال د بشر په تاریخ کې د ایډیولوژې د قوتونو او ضد تر منځ ډېرې جګړې رامنځ ته شوې او کېږي.

ایډیولوژي د عینکو په شان ده چې په واسط یې انسان نړۍ هغه ډول ګوري څنګه چې فکر کوي، کولی شوو ووایو، ایډیولوژي هغه کړه وړه، افکار او احساسات دي چې انسانان باور پرې لري او برعکس یې عمل کوي، مثلآ د یو مذهب پيروان باور لري چې انسان نه باید ووژل او یا ځورول شي خو په عینی حال کې یې هم وژني هم ورته ضرر رسوي.

یا هغه روڼ اندي چې په ذهني لحاظ د ښځو د ازادۍ او برابرۍ د دفاع نارې وهي، له خپلې د ژوند ملګرې، خور او لور سره له تعصب ډک چلند کوي او یا هغه څوک چې د حیواناتو د دفاع لپاره کار کوي تر بل هر چا زیات د تنکیو وریو او بې ضرره ماهیانو د کبابونو خوړلو علاقمند دی او د همدې ډول ایډیولوژۍ له عینکو استفاده کوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *