33 پیړۍ، د ویروس او انسان مبارزه

 33 پیړۍ، د ویروس او انسان مبارزه

د سمال پاکس ویروس او انسان مبارزې شاوخوا ۳۳ پيړۍ دوام وکړ. د دې ویروس له لورې د وژل شویو کسانو شمیر که څه هم په دقیق ډول معلوم ندی، خو دومره ویلای شو چي تر میلیاردونو پوري رسیږي. داسي حالتونه هم راغلي چي په سلګونو میلیونو کسان یې په یو وخت او یوه سیمه کې وژلي وي.

له میلاد څخه شاوخوا ۱۳۵۰ کاله وړاندي مصر د هغې زمانې لوی انساني تمدن و. لرغونپوهان وايي، د سمال پاکس ویروس په راپيدا کېدو سره په دې انساني تمدن کې لوی ناورین رامنځته کړ. خو سمال پوکس ویروس د مصر په ناورین بسنه ونکړه، له میلاد څخه شا وخوا ۴۳۰ کاله مخکي په یو بل انساني تمدن یونان کې را پیدا شو. دلته یې هم تباهي جوړه کړه او د اتن ښار %20 سلنه وګړې یې ووژل.

دې ویروس د وخت په تیریدو سره ټوله نړۍ ونیوله او د ډیری سیمو وګړي ورسره لاس او ګریوان ؤ. خو په کال ۹۱۰ میلادي کې یو بغدادي اسلامي عالم د ابوبکر محمد بن ذکریا الراضی په نوم د دې ویروس د درملني لپاره یو تیؤري وړاندي کړه، تر ډیره اغیزمنه تمامه شوله.

دا ویروس د اروپا، افریقا او آسیا په لویو وچو کې خپور ؤ، خو د امریکا له کشف وروسته د اروپايي استعمارګرو فوځونو له لورې په ۱۵ مه او ۱۶ مه پيړۍ کې امریکا ته هم ولیږدول شو او هلته هم خپور شو.

د امریکا د لويي وچي دریمه برخه وګړي سمال پاکس ویروس ووژل. همدارنګه په اروپا کې هم د پنځو پاچاهانو په ګډون تر ۱۸ مې پیړۍ پورې هر کال دې ویروس ۴۰۰ زره کسان ووژل. چي له دې ویروس څخه پاتي دریمه برخه یې هم په سترګو ړانده کړي دي.

په ۱۹۱۸ کال خپرې شوې وبا، چې ۵۰۰ میلیونه کسان یې ونیول، په څو میاشتو کې یې په نړۍ کې یې له ۵۰ تر ۱۰۰ میلیونه انسانان مړه کړل، چې د هغه مهال د نړۍ دوه نیم په سلو کې وګړو برخه یې جوړوله. دا شمېره په لومړۍ نړیوالې جګړې کې چې ۴ کاله یې دوام وکړ تر وژل شویو لوړه وه.

په ۱۹۱۸ کې همدې وبا د هند ۵ په سلو کې وګړي ووژل او د نړۍ په یو شمیر نورو ښارونو کې یې تردې لوړه سلنه خلک له منځه یووړل. په ۱۹۲۱ کال کې همدې وېروس یوازې د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۱۰۰ کسان ووژل. خو په کال ۱۹۳۹م کې د دې ویروس واکسین رامنځته شول، چي د دې واکسین له تطبیق سره د کلنۍ مړیني شمیر ۵۰ تنو ته راورسید.

په ۱۹۵۰ مو او ۶۰ مو لسیزو کې بیا هم په نړۍ کې له ۱۰ تر ۱۵میلیونو پورې کسان په دې وېروس اخته وو، چې هرکال یې ۲ میلیونه مړه کیدل.دغه وېروس په ۱۹۷۷ کال کې د سومالیا د یوه ۲۳ کلن ځوان په اخته کېدو سره پای ته رسیدلی وبلل شو او پرضد واکسین یې د نړۍ هر کونج ته رسیدلی وو. په ۱۹۷۹ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې سمال پاکس ویروس ختم شو او انسان بریالی شو.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *