څنګه وخت مدیریت کړو؟

 څنګه وخت مدیریت کړو؟

د دې لپاره چې له وخت څخه سمه ګټه واخلو، نو باید وخت مو په منظم ډول مدیریت کړو.

د وخت د ښه مدیریت لپاره لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ:

  1. په ځان کې د (نه) ويلو جرئت پیدا کړي: د خلکو هغه غوښتنو ته چې تاسو له خپل هدف څخه را ګرځوي یا په کاري وخت کې تاسو ته مزاحمت کوي په جرائت سره رد کړئ.
  2. پلان جوړ کړئ: د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د کړنو لیست ترتیب کړئ، هرې کړنې لپاره وخت او منابع په نظر کې ونیسئ.
  3. د لوبو لپاره وخت و ټاکئ: په ورځ / ونۍ کې د لوبو، تفریح او سرګرمي (فیس بوک، ګیم..) لپاره ځانګړی وخت او ملګري و ټاکئ، که ډیره اړینه نه وي نو له یاد وخت څخه یواځې د تفریح په موخه استفاده وکړئ.
  4. کړنې د لومړیتوب له مخې ترسره کړئ: کله چې مو پلان جوړ کړ او د کار حجم مو معلوم کړ، نو د کړنو لیست د لومړي توب په اساس ترتیب کړئ، کومې کړنې چې ډیرې اړینې دي او تاسو خپلو موخو ته په رسولو کې ډیر اغیز لري، لومړی یې ترسره کړئ، په دې ترتیب ټولې کړنې لیست او ترسره یې کړئ.
  5. خپل ځان وپېژنئ: باید د ځان په هکله کافي معلومات ولرئ چې د ورځې په کومه برخه کې  ښه کار کولای شئ او موثریت او انرژي زیاته وي او په کومه برخه کې مو مولدیت کم دی، یا هم کیدای شي د ورځې په یوه برخه کې ستاسو د یو ډول فعالیت موثریت زیات وي ( په سهار کې مطالعه  په څاښت کې فزیکی یا دفتري کار) نو باید تاسو له خپلو عاداتو بشپړ خبر شئ او د هغه مطابق خپل کارونه ترتیب کړي.
  6. کړنې د ۲۰/۸۰ قانون له مخي ترسره کړئ: د ۲۰/۸۰ قانون وايې چې د هر کار په ترسره کولو کې ۲۰ فیصده کړنې د ټول کار ۸۰ فیصده نتیجه له ځان سره لري، نو تاسو د هر کار د ترسره کولو نه مخکې فکر وکړئ او هغه  شل فیصده کړنې په ګوته کړئ چې ۸۰ فیصده نتجه پرې ترلاسه کولای شي.
  7. واضح موخې ټاکل: هر انسان باید په ژوند کې هدف ولري، پرته له هدفه ژوند بیخونده کیږي، هدف د انسان ژوند ته لوری ورکوي او په مشخص مسیر یې رهنمايي کوي، هدف دی چې د انسان په ژوند کې د وخت ارزښت زیاتوي، تاسوکولای شئ د یو کال، پنځه کاله یا د څوراتلونکو کلونو لپاره خپلې موخې تعین کړئ. موخه/موخې باید ډیر واضح، معقولې او په مشخص وخت کې د ترلاسه کیدو وړ وي.
  8. د مزاحمت مخنیوی وکړئ: ټول هغه څیزونه چې تاسو ته د کار یا مطالعې پر مهال مزاحمت کوي له ځان څخه ېې لري یا خاموش کړئ لکه فیس بوک ، مبایل ، تلویزون …
  9. خپل ځانته پام وکړئ: باید په کافي اندازه خوب او استراحت وکړئ ځکه د انسان مغز تر ټولو مهمه دنده ترسره کوي که انسان بې خوبه وي موثریت یی هم کمیږي نو د دې لپاره  اړینه ده چې شپه وخته څملي او سهار وخت پورته شي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *