له دغه ډول ملګرو سره همدا نن ملګرتیا پرېږدئ

 له دغه ډول ملګرو سره همدا نن ملګرتیا پرېږدئ

هغه کسان چې لاندې نښې لري، ورسره ملګرتیا مه کوئ. ځکه ملګری هغه څوک دی، چې ستاسو په کارونو، خوښیو، درسونو او راتلونکي تر بل هر چا زیاته اغېزه کولای شي. نو که تاسو له ښو او بریالیو کسانو سره ملګرتیا وکړئ، همداسې به په راتلونکې کې هم بریالي یاست، خو هغه څوک چې تاسو خرابو کارونو ته تشویقوي، ملګری مو نه بلکې تر ټولو ستر دوښمن مو دی.

  • هغه کسان چې یوازې خپله ګټه پسې ګرځي: هغه څوک چې تر بل هر څه ورته خپله ګټه مهمه وي، ورسره ملګرتیا مه کوئ، ځکه کولای شي تاسو د خپلې ګټي په خاطر خراب کار ته تشویق کړي او یا هم کله چې کوم ځای ته رسېږي بیا تاسو سره ملګرتیا نه کوي.
  • هغه کسان چې ستاسو ستونزه نشي درک کولای: هغه کسان چې تاسو نشي درک کولای، او یا هم ستاسو په خوله خندا نشي لیدلای ملګرتیا ورسره مه کوئ.
  • هغه کسان چې خپل ملګري د یوې وسیلې په توګه کاروي، ورسره ملګرتیا کول، له ځان سره ظلم دی. ځکه دوی مو په هغه وخت کې پرېږدي کله چې یو مقام ته رسېږي. نو دغه کسان خپل ملګري یوازې د خپلي بریا د وسیلې په توګه کاروي، او کله چې یې خپل هدف تر لاسه کړ، بیا یې پرېږدي، چې زمونږ خلک ورته په عامه لهجه کې مطلبي یاران وايي.
  • هغه کسان چې مغرور وي، ملګرتیا ورسره مه کوئ: که کوم ملګری مو په بله هوا کې وو او زیات مغرور وو، نو له دې سره – سره تاسې خپله خاکساري ښيي. کیدای شي چې ملګری مو وپوهیږي او خپل غرور پرېږدي خو که ونه شو نو بیا ښه دا ده چې له دا ډول ملګرو سړی ځان وژغوري.

Rahmatullah muhammad

https://www.f-afghan.com

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *