هغه ښځې چې مثبت فکر کوي، ځیرک ماشومان زېږوي

 هغه ښځې چې مثبت فکر کوي، ځیرک ماشومان زېږوي

یوي تازه څېړني ښودلي، هغه حاملي ښځي چي مثبت فکر کوي، ممکن داسي ماشومان وزېږوي چي په ریاضیاتو او نورو علومو کې ښه وړتیا ولري.

د بریتانیا د بریستول پوهنتون څېړونکو د ۱۶۰۰ حاملو ښځو شخصیت مطالعه کړی تر څو وپوهېږي چی آیا مېندي داسي احساس کوي چي خپل ژوند يې په کنترول کې دی او کنه؟ د بریستول پوهنتون د څېړنو په بنسټ هغه راپور چي خپور شوی ښيي، هغه مېندي چي فکر کوي خپل ژوند يې پخپل کنترول کې دی، ځېرک ماشومان زېږوي یا هم د هغوۍ ماشومان په ریاضیاتو او نورو علومو کې د لوړ فهم او درک درلودونکي وي.

هغه ښځي چي ژوند ته له مثبتي زاويي ګوري د خپلو ماشومانو تغذيي ته يې هم پام ډېر وي. خپلو ماشومانو ته داستانونه وايي او هغوۍ تل درسونو ته هڅوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *