طنز- موږ څنګه انقلاب وکړ؟ ( لمړۍ برخه)

 طنز- موږ څنګه انقلاب وکړ؟ ( لمړۍ برخه)

لیکنه: عزیز نسین

ژباړه: عصمت تره کی

زر ځله شکر ادا کوم چي اجل مي نه و پوره سوی او له یو خونړۍ پېښي روغ ووتم. د هغه تر څنګ مي شاید یوه لویه ګټه هم کړي وای خو: اوس پوه سوم، تر څو چي یو ملت انقلاب ته آماده نه وي. د رژیم په تغیر له زړه خوښ نه وي. کودتا هیڅ په درد نخوري او هر څومره چي مخکي هم ولاړه سي، له خنډ سر مخ کیږي.  که باور نه لرئ، زما کېسي ته غوږ سئ.

موږ څو ملګري ډیر صمیمي و. برسیره په دې چي ښه کور، ژوند او مقام مو درلود. زړونه مو په هوا سوي و، تر څو کودتا وکړو، قدرت په لاس کې واخلو او بس هرکاره واوسو! د دې پلان ټول اړخونه مو وسنجول. د انقلاب بشپړه نقشه مو جوړه کړه، د کاغذ په مخ مو د ټولو ستونزو حل لاري راویستي، د هر ملګري وظیفه مو مشخص کړله، ډیره کوچنۍ مسئله هم پاته نسوله.

موږ یوه ډېره کوچنۍ اشتباه وکړله، هغه هم د انقلاب د ورځ په اړه وه! که مو جنتري کتلي وای یا مو د رادیو د هوا پيژندني خبر ته غوږ نیولای وای، نو د ژمي په لمړۍ ورځ چي د اورښت امکان په کې بېخي زیات وي، د انقلاب لپاره نه انتخابوله، نو به دا خنډ هم نه رامنځته کېدو! انقلاب ته مو دومره تلواره وه، چي د هوا پيژندني مدیر ته مو هم یو زنګ ونکړ، تر څو د هوا له حالت څخه مو ځان خبر کړی وای. نه پوهیږم تاسو به خبر یاست کنه، زموږ په ښار کې چي کله هم څو دقیقي واوره یا باران وسي ټول کارونه ګډوډ کېږي، تګ راتګ، اوبه او برښنا قطع کیږي، رادیو او تلیفون هم کار پرېږدي.

له بدمرغه زموږ انقلاب تصادفا له همداسي ورځي سره مخ سو! که مو په انقلاب کولو کې لږ تجربه هم درلودلای او  لږ تر لږه څو واره مو تمرین کړی وای نو د ژمي د لمړۍ ورځي په ځای به مو د اوړي یوه سمه ورځ انتخاب کړي وای. تر ټولو ښه خبر لا دا چي په اوړي کې زموږ په ښار کې ډېر خلک هم نه وي. ډیری خلک خپلو باغونو ته ځي، یوازي د ښار یو شمیر کسب کاران او دوکانداران په ښار کې وي. دا خلک بیا ښه وي، د چا په کار کې کار هم نه ور لري. له بل خوا د اداراتو او مؤسساتو نیول هم آسانه کېږي. په دغسي حالت کې  که هر سړی وغواړي د تفریح لپاره هم انقلاب کولای شي! نو موږ هر شی ټکي په ټکي حساب کړې و، مګر باران مو په فکر کې لا نده راتیر سوی. اوس مي هم په یاد راځي، کله چي له سازمان څخه راوزم، له ځان سره وایم: «موږ څومره ناپوه و چي داسي ښه چانس مو له لاسه ورکړ»

زه (ستوان) چي ښه غږ مي درلود، له سرهنګ سره د راډیو د نیولو مسولیت را وسپارل شو. نوید او جنرال المات له دری نفرو سرتیرو سره موظف شول تر څو حسنی رستورانت ونیسي، سرګر او څلورو ملګرو ته د پستخاني د نیولو مسوولیت ورکړل شو.

د وسلو د ډيپو نیول هم د جنرال اکیپ په غاړه وه. لنډه دا موږ تر انقلاب مخکي ښه ځایونه چي عاید ولري سره وویشل. حمید د زندان د نیولو مسوولیت په غاړه لرل، ځکه موږ فکر کړی و، که زموږ انقلاب ماتي وخوړه او موږ بندیان کیدلو نو حمید به مخکي تر مخکي په زندان کې ښه ځایونه راته پیداکړي. همدارنګه په ځینو نورو ملګرو پسي هم ګرځیدو، چي د نورو اداراتو په نیولو کې مرسته راسره وکړي.

سرګر وویل: هغه ادارات چي زموږ په درد نخوري ولي يې نیسو؟ مالیه او ښاروالي سم ځایونه نه دي! دوه، دری میاستي يې د کارکوونکو معاشونه نه اجراء کېږي، نو په هغه پسي ولي وخت ضایع کړو او ولي يې ونیسو؟ د چا لپاره؟  هغه ادارات چي عاید يې کم دي… د هغو په نومونو خط کش کړئ.

له دې خبرې سره ټول موافق و، یوازي جنرال اکیپ وویل: که دا ادارات نه نیسو ، نو بیا د څه شي لپاره انقلاب کوو؟

هیچا يې خبري ته پام ونکړ، د سرګر خبره تائید سوله.

خو اوس تر هر څه مخکي مو باید د امریکايي چارواکو نظر راخیستی وای. په دې پوهیدو که د امریکا يې چارواکو نظرونه مثبت نه وي نو زموږ زحمت ګټه نه کوي. نو تر هر څه لمړی مو هئیت انتخاب کړ، تر څو د امریکا له سفیر سره وویني او د هغوۍ موافقه واخلي!

ادامه لري…

راتلونکې برخه:

دوهمه برخه

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *