د نړۍ ښکلي ښارونه (کندهار – افغانستان)

 د نړۍ ښکلي ښارونه (کندهار – افغانستان)

ژباړه: شریفه تره کي

کندهار د افغانستان یو ښلکی او تاریخي ښار ده. دا ښار د هیواد د سویل لویدیځ برخه کې موقعیت لري. چی د هیواد درېیم ډير نفوس لرونکی ښار بلل کېږي. د ۲۰۰۶ میلادي کال د رسمي شمېرني له مخي کابو ۴۵۰۳۰۰ نفوس لري.

دا ښار د مربع مستطل په شکل ده، او یو خورا منظم ښار ده، ځکه د نقشې مطابق جوړ شوی دی. دا ښار په څو حوزو ویشل شوی دی، چې هر حوزه یې په ځانګړي قوم پورې اړه لري، همدارنګه د دې ولایت زیات اوسېدونکي پښتانه دي، په ځانګړي توګه دراني دي.

په دې ولایت کې زیات شمېر ښایسته باغونه او زیارتونه لکه خرقه مبارکه، د احمدشاه بابا او میرویس نیکه زیارتونه او داسې نور زیارتونه شتون لري. همدارنګه په دې ښار کې بېلابېل تاریخي ځایونه لکه چهل زینې، منډیګک غونډۍ او … شتون لري.

د کندهار نړیوال هوايي ډګر د دې ښار سویل ختیځ کې په ۱۶ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د کندهار تاریخ:

دا ښار یو ځل د مغولو د خوازم شاه د واکمنۍ په دوران کې، کله چې هغه په دې ښار یرغل وکړ، ویجاړ شو، او یو ځل بیا د اتمې هجري پېړۍ په پای کې د امیر تیمور ګورګاني له لوري ویجاړ شو.

د شپاړسمی میلادي پیړۍ په پیل کې گورگانیانو کندهار ونیول. ۳۹۲ کاله مخکي له میلاده سکندر مقدوني پښه د هندوکش په مرز کيښوده، چې تاریخ لیکونکو ورته پارپارمیز وویل. اسکندر د هرات له نیولو او په سیستان کې یې د ژمي له تیرولو وروسته د اسکندریه (اوسني کندهار) په نوم یوې سیمې ته ننوت.

له میلاده ۳۰۵ کاله وړاندې موریایانو ګنداره یا ګندهارا او ګدروزي یا بلوچیستان ونیول، او په همدې وخت کې بودایي دین هم د اشوکا په وسیله دې سیمي ته راوړل شو.

له اسلام وروسته دا ښار د خراسان واکمنۍ له لویو برخو څخه شمېرل کېدل، او دوه ځله په مکمل ډول ویران شو، لمړی ځل د مغولو له لورې او دوهم ځل د اتمي هجري پېړۍ په اخر کې د تېمور ګورګاني په امر په مکمله توګه ویجار شو.

د شپاړسمي میلادي پېړۍ په پیل کې د هند مغولو کندهار ښار ونیول. د دولسو کلونو په جریان کې، چې مغولو په هند حکومت کاو، د خراسان سرحدي ښارونه د جګړو ډګر وو. دا جګړې درې اړخېزي وې، له یو طرف نه مغول، د باختر له طرف نه صفویان او د شمال له طرف نه ترکان او ازبکان د دې جګړې لوري وو.

په دې وخت کې د پښتو ژبي نوموتي شاعر خوشحال خان خټک د بابر په ضد قیام وکړ، د صفویانو حکومت، چې د خراسان په جنوب کې یې حکومت کول د دې قیام له امله ماتي وخوړه.

همدارنګه په ۱۷۰۹م کال کې میرویس خان چې د غلجیانو له قوم څخه وو، کندهار ښار د صفویانو له واکمني، چې مشري یې ګورګین کوله، وژغورل او په دې ښار کې یې د هوتکیانو خپلواک حکومت را منځته کړ.

دا حکومت په ۱۷۳۸م کال کې د نادر افشار له لوري ړنګ کړای شو. نادر افشار په ۱۷۴۷م کال کې په قوچات سیمه کې د خپلو قزلباش افسرانو له لوري ووژل شو.

په همدې وخت کې د افغانانو په منځ کې د یوه ملي رهبر د ټاکلو په موخه د شیر سرخ په مزار کې لویه جرګه جوړه شوه، او له نهو ورځو وروسته یې احمدخان د خپل رهبر په توګه وټاکل. احمد خان (احمدشاه بابا) په ۱۷۵۳ او ۱۷۵۴م کلونو کې دا ښار ورغول او د (اشرف البلاد) لقب یې ورکړ.

دا ښار د احمد شاه بابا د واکمنۍ په دوران کې د افغانستان پلازمېنه وه، خو وروسته بیا د تیمورشاه له لوري د خراسان یا اوسني افغانستان پلازمېنه له کندهار څخه کابل ته ولېږدول شوه.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *