نغمه خپله دوهمه لور جاوید امرخیل ته ورکوي

 نغمه خپله دوهمه لور جاوید امرخیل ته ورکوي

ښاپيرۍ چې په نغمه مشهوره ده، د افغانستان مشهوره سندرغاړې ده. نغمه دوه لوڼې او دوه زامن لري، چې د لوڼو نومونه یې لیمه او مدینه دي او د زامنو نومونه یې انور او خیبر دي.
له دې وړاندي نغمي خپله یوه لور مشهور سندرغاړي شفیق مورید ته واده کړي وه. اوس ویل کیږي چې خپله دوهمه لور یو بل مشهور سندرغاړي جاوید امرخیل ته ورکوي.
نغمه د لمړي ځل لپاره له استاد منګل سره واده کړی و، چې وروسته یې له هغه څخه طلاق واخیستل او اوس د یو پخواني جهادي مشر له زوی سره یې واده کړی دی.
جاوید امرخیل هغه سندرغاړی دی چې په دې وروستیو کې یې ډېر زیات شهرت موندلی او ډېری یې وطني سندري هم ویلي، چې د خلکو په منځ کې یې ځانګړی ځای پيدا کړی دی.
نغمي تازه جاوید امرخیل ته وړاندیز کړی، تر څو د نغمي له دوهمي لور سره واده وکړي، خو جاوید امرخیل تر اوسه پوري په دې تړاو مثبت یا منفي ځواب ندی ورکړی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *