د لاندې پروژو په عملي کېدو سره به افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د وصل مرکز شي

 د لاندې پروژو په عملي کېدو سره به افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د وصل مرکز شي

د تاشکند – کابل – پيښور اورګاډي پټلۍ جوړلو لپاره هم قوي شوی. که دا پټلۍ جوړه شي، د کاسا زر پروژې عملي شي او د ټاپي پروژي کار بشپړ شي، نو افغانستان به د منځنۍ او جنوبي اسیا په نښلوونکي سړک بدل شي.

کاسا زر پروژې:

کاسا زر د برېښنا او انرژۍ یوه لویه پروژه بلل کېږي، چې د قرغیزستان او تاجکستان له اړتیا ډېره برېښنا افغانستان او پاکستان ته رسوي.

د کاسا زر پروژې بحثونه په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هغه مهال پيل شول، چې قرغیزستان او تاجکستان غوښتل له خپلې اړتیا زیاته برېښنا په افغانستان او بیا له همدغې لارې پر پاکستان وپلوري.

د همدغه کال په پای کې د څلور واړو هېوادونو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو.

د دې پروژې له مخې، قرغیزستان او تاجکستان به د یو ۱۲۲۲ کیلومتره د انرژۍ انتقال لیکې پرمټ ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته لېږدوي.

دا پروژه د ۲۰۱۶م کال په مۍ میاشت کې پرانیستل شوه، چې د نړيوالو سازمانونو مالي ملاتړ ور سره دی.

د دغې پروژې ټول لګښت ۱،۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی، چې تر اوسه نړیوال بانک، امریکا، انګلستان، د اروپا د پانګونې بانک او اسلامي پرمختیايي بانک د دغو پیسو د ورکړې ژمنې کړې دي.

افغان چارواکي وايي، له دې برېښنا به د افغانستان نژدې شپږ سوو سیمو ته برېښنا ور کړل شي.

افغانستان به له برېښنا د ګټې اخیستنې تر څنګ په کال کې ۴۵ میلیون ډالره د برېښنا د ټرانزیت له پلوه هم عاید ولري.

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکو په خبره، کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا د شېرخان بندر له لارې د افغانستان شمال ته ننوځي او له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل لغمان او ننګرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا ته اوړي.

ټاپي پروژه:

د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د نومونو د لومړنیو تورو لنډیز دی؛ ددې هېوادنونو ترمنځ د غازو نللیکې ته. ددې پروژې د گټې اخېستنې وروستۍ نیټه د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې اټکل شوې وه، خو تر اوسه یې لا کارونه پاتي دي. د دې پروژې ټول ظرفیت به شاوخوا (90 MMSCMD) پورې وي چه له دې څخه به (38 MMSCMD) پاکستان ته (38 MMSCMD) هندوستان او پاتې (14 MMSCMD) به افغانستان ته ورکول کیږي. ویل کیږی چې دا پروژه به تقریبا ۳۰ کاله دوام وکړي او په دې کې به شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته په افغانستان کې د کار کولو زمینه مساعده شي. د ترکمنستان هيواد چې د گازو خورا سترې زيرمې لري، په ١٣٦٨لمريز کال کې يوه داسې طرحه وړاندې کړه چې له مخې به یې له دغه هېواده د گازو يوه اوږده نلليکه د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته وغځول شي او په دې توگه به د ترکمنستان گاز د پاکستان او هند بازارونو ته لار پيدا کړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *