کمال خان بند د افغانستان لپاره کوم ښه زیري لري؟

 کمال خان بند د افغانستان لپاره کوم ښه زیري لري؟

د ځکمې د مخ اویا(۷۰) سلنه پر اوبو پوښل شوې ، چې د ټولې ځمکې د مجموعي حجم زرمه برخه جوړوي. په دې کې اوه نوي (۹۷) سلنه تروې او یوازې درې(۳) سلنه اوبه خوږې دي. نړیوال بانک بیا وايي چې یوازې دوه نیم (۲.۵) سلنه اوبه خوږې دي او ملګري ملتونه بیا وايي چې اوس په نړۍ کې یو اعشاریه دوه (۱.۲) ملیارده وګړي ، چې د ځمکې د کرې اتلس (۱۸) سلنه خلک جوړوي ، همدا اوس خوږو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د افغانستان د اوبو حوزې او سرچینې :

افغانسنان د اوبو پنځه لویې حوزې لري ، چې د شمال ،  امو ، هلمند ، هریرود او کابل د حوزو په نومونو یادېږي، یوازې د هلمند د حوزې په باب له ایران سره د حقابې یو تړون شته ، نورو ګاونډیو سره په دې هکله کوم تړون نه شته.نورې وړې حوزې هم شته ، خو په ټوله کې په همدې نومونو کې رالنډېږي . د اوبو د سرچینو له مخې افغانستان په سربند کې دی ، یانې زیاتره سرچینې یې خپلې دي ، نو له حقوقي ، قانوني او د حقابې  له مخې په قوي دریځ کې دی.

د افغانستان د اوبو حجم:

افغانستان په کال کې پنځه اویا (۷۵) ملیارده متره معکبه اوبه لري ، چې له هغې جملې څخه یې اوه پنځوس (۵۷ ) ملیارده متره معکبه اوبه د ځمکې پر سر او نورې اته لس (۱۸) ملیارده یې تر ځمکې لاندې اوبه دي.

له نېکه مرغه چې داوبو ډېر زیاته برخه ، یانې تر نوي (۹۰) سلنې پورته ټولې یې خوږې اوبه دي ، د خوږو اوبو د مقدار له پلوه کیدی شي افغانستان په نړۍ کې ساری و نه لري. خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې زموږ د ځمکې د سطحې له ټولو اوبو څخه یوازې شل ملیارده (۲۰) ملیارده متره معکبه اویو څخه په هېواد کې ګټه پورته کېږي او نورې اوه دېرش (۳۷) ملیارده متره معکبه اوبه په وړیا ډول د ګاونډیو هېوادونو ځمکې او هوسونه خړوبوي.

 د کمال خان بند او نور بندونه:

په تېرو لس دولسو کلونو کې په هېواد کې تر یوسلو شلو(۱۲۰) زیاتو  لویو او وړو بندونو کار شوی او همدارنګه د اوبه خور سستمونه جوړ شوي دي ،اوس هم په هېواد کې تر یولسو (۱۱) زیات لوی او په لسګونو واړه بندونه تر کار لاندې دي ، پر ( بخش اباد او مچلغو) بندونو کارونه روان دي ، په هرات کې د ( پاشدان ) بند چې د یوسلو اتلس (۱۱۸ ) ملیونه ډالرو په لګښت یې کار پیل شوی و، تر پنځوس (۵۰) متره لوړه ارتفاع لري ، نوي (۹۰) سلنه کار یې بشپړ شوی ، ډېر ژر به هلته هم اوبه زېرمه شي ، دا بند هم نږدې پنځوس (۵۰) ملیونه متره معکبه اوبه زېرمه کوي اوپه لسګونو زره هکتاره ځمکه خړوبوي. خپله د کمال خان بند چې د اته اویا (۷۸) ملیونه ډالرو په ارزښت د شپاړس متره په ارتفاع جوړ شوی، دوه پنځوس (۵۲) ملیونه متره معکبه اوبه زېرمه کوي ، یو سلو څلور اتیا (۱۸۴) زره ، یانې د ننګرهار د کانل نږدې اوبه برابره ځمکه خړوبوي او نهه (۹) میګاواټه برېښنا هم تولیدوي.ټولو هېوادوالو ته یو ښه زېری دی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *