هغه ژوندی موجود چې په کلني ډول تر بل هر ژوندي موجود زیات انسانان وژني

 هغه ژوندی موجود چې په کلني ډول تر بل هر ژوندي موجود زیات انسانان وژني

که تاسو نه وپوښتل شي، چې د اټکل له مخې ووایاست، کوم ډول ژوندي موجودات به په کلني ډول باندې تر نورو ډېر انسانان وژني؟، ښایي زیات خلک به فکر کوي چې ځیني لوی او اوحشي حیوانات لکه: زمری، پړانګ… زیاتره خلک به بیا ښايي فکر کوي چې خپله انسانان دي، چې تر هر ډول نورو ژوندیو موجودات زیات انسانان وژني.
خو د هغې څېړنې له مخې چې په همدې هکله شوې ده، پورتنۍ انګېرنې سمي ندي، ځکه د دغو څېړنو له مخې ویل کېږي، چې ماشي په کلني ډول باندې تر نورو ژوندیو موجوداتو زیات انسانان وژني.

ماشی په نړۍ کې یو له کوچني حشراتو څخه دی، مګر د ځمکې پر مخ تر ټولو زیات خلک وژني، ماشی په نړۍ کې هر کال له (۸ ملیونو) زیات انسانان وژني. که څه هم دغه حشره تر ډیره په مستقیم ډول څوک نه وژني، خو د یو شمېر ساري ناروغیو په واسطه چې له دې انسان ته انتقالیږي وژني، لکه ژیړه تبه، تالاریا، انسفلایټس، ډینګي او چکنګونیا.

د ماشي څخه رامنځته کېدونکې ناروغیو کې تر ټولو خطرناکه د ملاریا ناروغي ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په ۲۰۱۵م کال کې یې شاوخوا ۴۳۸ زره خلک وژلي دي، ددې ناروغۍ مړینې په سب سحاران افریقا کې خورا عامې دي چیرته چې ۹۲ سلنه مړي له ملاریا رامنځته کیږي.

همدارنګه د دې څېړني په اساس دوهم ډول ژوندي موجودات چې تر ټولو زیات انسانان وژني هغه خپله انسانان دي چې په کلني ډول باندې ۴۷۵۰۰۰ انسانان وژني.

په درېیمه درجه کې ماران ښودل شوي چې په کلني ډول تر ۵۰ زرو زیات انسانان وژني.

او څلورمه درجه کې بیا سپیان دي، چې په کلني ډول باندې تر ۲۵ زرو زیات کسان وژني.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *