د ژوند او موجوداتو په هکله جالبې پوښتنې؛ لېونتوب که فلسفه!؟

 د ژوند او موجوداتو په هکله جالبې پوښتنې؛ لېونتوب که فلسفه!؟


لیکنه: رحمت الله محمد

یوستین ګوردر وایي: که یوه انسان د پیدا کېدو په لمړۍ ورځ دومره کولای شوای، چې دا هر څه تشخیص کړي او په اړه یې فکر وکړي، نو دې کس به د پیدا کېدو په لمړۍ ورځ د فیلسوفانو په څېر پوښتنې کولي، دا هر څه به ورته جالب و، او د موجودیت او پیدا کېدو په هکله به یې جالبې پوښتنې کولي. خو کله چې انسان لویږي، نو له دې هر څه سره عادي کېږي او بیا دا ډول پوښتنې ورته لېونتوب ښکاري.

فیلسوفان د ماشومانو په څېر دي، د هر څه په هکله د (ولې؟) پوښتنه کوي، چې خلکو ته لېونتوب ښکاري.

په حقیقت کې دا هر څه د پوښتنې وړ دي؛ ولې ځمکه؟ ولې ژوند؟ ولې بې له خپلې خوښي راځو او بېرته بې له خپلې خوښي ځو؟ ولې مو قد، عمر، شکل، فکر، ذهن… په خپله خوښه نه وي؟ ولې…؟؟؟

خو ریښتیا هم فیلسوفان لېونیان دي، ځکه مونږ درې ډوله لېونیان لرو.

لمړی: مست لېونیان: هغه چې له مستي لېونیان شوي.

دوهم: رواني لېونیان: هغه لېونیان چې د کومې جسمي یا رواني ناروغۍ له امله لېونیان شوي وي.

درېیم: فلسفي لېونیان: هغه لېونیان چې په ډېر فکر لېونیان شوي وي.

فیلسوفانو ته دا هر څه جالب ښکاري، د هغه څه په اړه فکر کوي او تشریح کوي یې، چې د نورو انسانانو هېڅ ورته فکر هم نه وي. دوي په مکمل ډول له نورو انسانانو بېل وي. دوي په خیالاتو کې ژوند کوي، هغسې خیالات (خیال پلو) نه، کوم کې چې د لیلا او مجنون پلویان یا هم د ثروت او قدرت غوښتونکې ژوند کوي. دوي په کاملاً متفاوتو خیالاتو کې ژوند کوي. دوي په داسې خیالاتو کې ژوند کوي چې بیا یې په حقیقت بدلوي او د هغه پایله نړۍ بدلوي.

البرټ انشټاین وایي: خیالات تر علم غوره دي، ځکه علم محدود دی، خو خیالات نامحدود.

د هغه تر څنګ نوح هراري وایي؛ چې د انسانانو د خیالاتو قوه، په نړۍ د دوي د حاکمیت یو لوی لامل دی. ځکه چې دوی د خیالاتو د قوې په مټ وخت په وخت بېلابېل خیالات لکه: پېژندګلوي، باور او اعتماد، راکړه ورکړه، قوانین، پیسي، ډلې او د ډلو مشران، حکومتونه، ملتونه، سازمانونه، تاریخونه، اتلان، خاینین او… رامنځته کړل، چې د انسانانو په پرختګ کې یې زیات رول درلود او اوس په جعلي حقیقتونو بدل شوي، چې تشریح او لیکل شوې بڼې ته یې ټولنیز علوم ویل کېږي.

د دې تر څنګ ټول اختراعات هم د خیالاتو په مټ رامنځته شوي: سقراط او ملګری یې په ښار کې روان وو، دوي له یوه کس سره چې خاورینې کاسې یې جوړلې، مخ شول:

د سقراط ملګري له سقراط نه وپوښتل: دا کاسې خو به حتمن یو وخت هېڅ موجودې نه وې، لمړی ځل به له کومه شوي وي؟

سقراط وویل: لمړی ځل یوه انسان ته د ډوډۍ خوړلو په وخت کې، په خیال کې داسې یوه څه ور تېر شوي، چې که داسې یوه وسیله موجوده وای، نو د ډوډۍ خوړل به اسانه شوي وای، له هغه وروسته یې په دې هکله فکر کړی، لمړی یې په خیال کې یوه همداسې کاسه جوړه کړې او له هغه وروسته یې عملي اقدام کړی او هغه یې منځته راوړې، چې وروسته یې د کاسې نوم ورکړی.

نو ویلای شو، هر څه چې اختراع کېږي، له اختراع مخکې د یوه انسان په خیالاتو کې جوړېږي او له هغه وروسته عملي او فزیکي بڼه پیدا کوي.

خو یوازې ټولنیز علوم او اختراعات د فلسفي خیالاتو په مټ ندي رامنځته شوي، بلکه زیات کشفیات هم د فلسفي خیالاتو په مټ شوي:

مثلاً: نیوټن د مڼې د ونې تر سیوري لاندې ناست وو، چې مڼه له ونې نه په ځمکه راولوېده: د نیوټن په ذهن کې لمړی ځل یو څو فلسفي پوښتنې پیدا شوې: ولې مڼه په ځمکه ولوېده؟ ولې کوم بل طرف ته یې حرکت نه کول؟ ولې د فضاء طرف ته نه تله؟ ولې یوه مڼه وزن لري؟…

له هغه وروسته یې په دې اړه څېړنې پیل کړې، چې په پایله کې یې د جاذبې قوه کشف کړه.

د پورته دلایلو په اساس باندې د کارل مارکس دا خبره هم ردولای شو، چې ویل به یې: فیلسوفانو یوازې د نړۍ تشریح کړې، خو اصل کار د نړۍ بدلول دي.

دا چې نړۍ اوس څومره تغیر کړی، څومره اختراعات شوي، څومره کشفیات شوي، څومره قوانین، ملتونه، حکومتونه، ایډیالوژیانې، تاریخونه او… شتون لري، د دې هر څه تر شاه د فیلسوفانو لاس دی.

— ولې فیلسوفانو ته خلک د لېونیانو په نظر ګوري؟

هغه وخت چې نیوټن دا پوښتنه کوله: (ولې مڼه په ځمکه ولوېده؟) د خلکو لپاره دا خبره ریښتیا هم یوه بې مانا پوښتنه وه، ځکه هر څه په ځمکه لوېږي، له دې سره دوی عادي شوي و، د لامل په هکله پوښتته کول یې لېونتوب ښکارېدو، ځکه د بل هر شي په څېر به مڼه هم حتمن ځمکې ته راولوېده.

خو نیوټن دا پوښتنه کوله چې: دا هر څه ولې په ځمکه لوېږي؟

هغه بېرته دې پوښتنې ته دوه ځوابونه درلودل: یا به یې فضاء ځمکې ته ټیله کوي او یا به یې ځمکه ځانته کشوي…

دا هغه څه و، چې د جاذبې قوې له کشف مخکې خلکو ته بې مانا او لېونتوب ښکارېدو، خو اوس زیات ارزښت لري.

معمولاً مونږ اوس درې ډوله علوم لرو؛

۱. ساینس: هغه علوم چې د تجربه شويو څېزونو په هکله تشریح ورکوي.

۲. ټولنیز علوم: هغه علوم چې د خیالاتو په مټ رامنځته شوي، د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره کارول کېږي او اوس په ټولنو کې په جعلي حقیقتونو بدل شوي.

۳. فلسفي علوم: دا علوم، لا د لېونیانو له هغو پوښتنو او ځوابونو څخه عبارت دي، چې تر اوسه یې په هکله تجربه نده شوې او نه هم د ټولنیزو علومو په څېر په جعلي حقیقتونو بدل شوي.

خو فلسفه د پورته درې واړه علوم مور هم بللی شو، ځکه چې دا علوم له فلسفې څخه رامنځته شوي.

— له دې پرته، فلسفې انسانانو ته نور څه ور زده کړي؟

په نړۍ کې بېلابېل ډوله انسانان ژوند کوي، مثلاً: تورپوستي، سپین پوستي، سور پوستي، ځیرک انسانان، احمق انسانان، لنډ قد لرونکي، هغه چې پوزې یې کوچنۍ دي، هغه چې ویښتان یې تور یا ژېړ وي، بدرنګه، ښایسته، مینه ناک، نفرت لرونکی او…

خو پوښتنه دا ده، چې ولې باید یو ډول انسان، بل ډ‌ول انسان وزغمي؟ یاهم له هغه سره مینه ولري؟

مثلاً: سل کاله او له دې لا هم مخکې به په امریکایي او افریقایي هېوادونو کې تورپوستو انسانانو ته په سپکه سترګه کتل کېدل، ځکه: سپین پوستو فکر کول، چې دوی تر تور پوستو غوره دي.

ښایي زیاتو تور پوستو به غوښتلي وي، چې سپین پوستي پیدا شوي وای، خو دا واک د دوی نه و.

نو له همدې امله فلسفه وایي: زمونږ پیدایښت زمونږ په خوښه ندی شوی مثلاً: د یوه انسان لوړ قد خوښېږي، خو د ده قد به ټیټ وي، د یوه انسان سپین پوست خوښېږي، خو دی به تورپوستی وي، یو څوک به غواړي چې سترګې یې باید زرغونې وای، خو د ده سترګې به توري وي…

په دې اړه یوستین ګوردر په خپل (د سوفي نړۍ) کتاب کې وایي:

سوفي هندارې ته ودرېده، له خپل شکل نه یې بد راغلل، ځان ورته د نړۍ تر ټولو بدرنګه انجلۍ ښکاره شو، د دې هغه ویښتان او سترګې هېڅ نه خوښېدې، کومې چې دې درلودې. نو یې وویل: ولې زه بې له خپلې خوښې نړۍ ته راغلې یم؟ ولې مې ویښتان، سترګې، خوله، قد… په خپله خوښه ندي جوړ شوي؟…

همدارنګه جهاني وایي: مونږ د زمان، مکان، طبیعت او آسمان د جبر په حصار کې ژوند کوو.

یانې: مونږ زمان انحصار کړي یو، دا چې څه وخت باید پیدا شو او څه وخت باید مړه شو، دا زمونږ نه، د زمان واک دی.

مکان مونږ محدود کړي یو، که له ځمکې بهر ځو نو، هایدروجن نشته، مړه کېږو. یا هم دا چې یو انسان په اسیا، اروپا، امریکا او یا هم افریقا کې پیدا کېږي، دا د هغه خپله خوښه نده…

یا هم دا چې څوک په کوم شکل، کوم فکر یا هم کومو ځانګړتیاوو سره نړۍ ته راځي، دا د انسان خپله خوښه نده، …

لنډه دا، چې مونږ دلته محدود یو، هېڅوک په خپله خوښه تور پوستی، سپین پوستی، ځیرک، احمق، نابغه، ښایسته، بدرنګی، مینه ناک، نفرت ګر… نړۍ ته ندی راغلی، …

نو دا چې دا تصمیم مونږ ندی نیولی، له همدې امله باید یو بل وزغمو او خپل حق ورکړو.

مثلاً: تور پوستی، سپین پوستی، ځیرک، احمق… ټول حق لري چې ژوند وکړي، ټول حق لري چې خوشحاله اووسي، ټول حق لري چې ازاد اووسي…، (چې د همدې نظم راوستلو لپاره بیا قوانین رامنځته شوي).

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *