په زراعت کې د اتوماتو وسایلو کارول

 په زراعت کې د اتوماتو وسایلو کارول

په راتلونکې کې به زراعتي کارونه زیاتره د اتوماتو ماشینونو، ډرون او روباټونو په وسیله تر سره کیږي. ځکه ویل کیږي چې په زیاتره هېوادونو کې د موجودو بزګرانو عمرونه په لوړیدو دي او ځوانان د بزګري کارونو ته زړه نه ښه کوي.

د نړۍ ټول نفوس خوراکې توکو ته آړتیا لري چې دا اړتیاوې یې زیاتره له نباتاتو څخه لاسته راځي، او دا کار د بزګرانو له لورې تر سره کيږي، خو د دې لپاره چې زراعتي کارونه په راتلونکې کې لا ښه او چټک شي نو ساینس پوهانو په دې برخه کې د روباټونو او اتوماتو ماشینونو جوړولو ته مخه کړي ده.

نیمه اتومات ماشینونه لا مخکې په زیاترو هېوادونو کې د ګټي اخیستني وړ وو، خو داسي ویل کېږي چې په نږدي راتلونکې کې به بشپړ اتومات ماشینونه هم بازار ته وړاندې شي. د دغو آلاتو جوړونکو شرکتونو څخه یو یې هم د سي ان اچ انډسټریل شرکت ده، چې په دې برخه کې يې بېلابېل اتومات وسایل رامنځته کړي دي، چې د هغوي له ډلي یو اتومات تراکتور تازه په بریتانیا کې په عملي ډول کارولی دی. دا تراکتور چې نوم یې کیس اې ایس ایښودل شوی دی، په بشپړ ډول اتومات دی، او حتا په دې تراکتور کې د بزګر د کیناستو ځای هم نشته.

دا تراکتور د پروګرام کیدو وړتیا لري او له هغه وروسته یو بزګر کولای شي دې تراکتور ته کارونه د آپلیکیشن له لارې وښيې. له دې ډول وسایلو څخه په بریتانیا، استرالیا او امریکا کې زیاته ګټه اخیستل کیږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *