سامسونګ نوی ماډل لپټاپ د بوک فلیکس په نوم بازار ته وړاندې کړی دی

 سامسونګ نوی ماډل لپټاپ د بوک فلیکس په نوم بازار ته وړاندې کړی دی

ژباړه: رحمت الله محمد

سامسونګ کمپنۍ نوی ډیزاین لپټاپ د بوک پلیکس په نوم بازار ته وړاندې کړي دي، چې د ګیمونو، ویډیوګانو او ډیزاین لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي.

دا لپټاپ چې په د قاط کولو په ډول جوړ شوي دي کیدای شي چې په یوه ټابلیټ باندې هم بدل شي.

دا کمپیوټر قوي پروسیسر او ښه عامل سیستم لري چې د قوي کارونو لپاره هم ترې ګټه اخیستل کیدای شي. چې قیمت یې ۱۴۰۰ امریکایې ډالر ټاکل شوی دی.

دا لپټاپ ټچ سکرین، ماوس، کیبورډ او د یوه کمپیوټر نورې ټولي ځانګړتیاوې لري، خو کله چې په یوه ټابلیټ بدل شي بیا یې کاروونکی کولای شي د هغه له ټچ سکرین څخه ګټه واخلي.

تر دې وړاندې د کمپیوټر جوړولو ډیل کپمنۍ هم دا ډول کمپیوټرونه بازار ته وړاندې کړي وو، خو د سامسونګ دغه ډول کمپیوټرونه نسبت نورو ته ډیري په زړه پورې ځانګړتیاوې لري. سامسونګ کمپنۍ تر دې وړاندې یو ډول مبایلونه هم بازار ته وړاندې کړي وو، چې د قاط کولو وړتیا یې لرله او دا د مبایلونو په تاریخ کې لمړی ځل وو چې داسي مبایلونه بازار ته وړاندې کیږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *