ناسا به د لمریز نظام د ښي څیړني په موخه څلور څیړنیز ماموریتونه تر سره کړي

 ناسا به د لمریز نظام د ښي څیړني په موخه څلور څیړنیز ماموریتونه تر سره کړي

ناسا په نظر کې لري چې د لمريز نظام د لا ښي څیړني په موخه څلور ماموریته تر سره کړي. که څه هم تر اوسه پورې د دې ماموریتونو ځیني موارد لا نا تکمیل پاتي دې، خو بیا هم په دې څیړنو کې د دوي ټوله پاملرنه د لمريز نظام هغو سیارو او کاڼو ته ده، چې تر اوسه پورې یې په اړه معلومات ډیر کم دې او یا هیڅ نشته.

دې ماموریتونو ته د چمتوالي او ښه پلان جوړولو په موخه د ناسا ساینس پوهان او فضاء نوردان په کار لګیا دې.

د ناسا د علمي ماموریتونو مدیر زوربچن توماس د دې ماموریتونو په اړه وویل «په دې ماموریتونو کې به مو موخه دا وي چې په لمریز نظام کې په واضح او پیچلیو مسایلو باندې قوي څیړنې وکړو»

په دې ماموریتونو کې به د هري سیاري د جوړښت او تاریخچي په اړه علمي څیړنه وشي، او دا په ډاګه کړي چې کوم ډول سیاري څه رقم په کهکشانونو کې رامنځته شوي دې، او څومره عمر لري.

دا څلور ماموریتونه چې هر یو یې نهه میاشتې وخت نیسي، هر یو به یې ۳ میلیونه ډالر مصرف ولري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *