ترې ډي پرینټر یوازې په څو ساعتونو کې مکمل کور جوړلای شي

 ترې ډي پرینټر یوازې په څو ساعتونو کې مکمل کور جوړلای شي

تري ډي پرینټر هغه ډول پرینټر ته ویل کېږي چې په وسیله یې لمړی یو موډل په کمپيوټر کې په تري ډي بڼه جوړېږي او له هغه وروسته د دې ډول پرینټرونو په وسیله واقعي نړۍ ته را ایستل کېږي.

له دې وړاندې بېلابېل کارونه د دې پرینټرونو په وسیله تر سره کېدل، چې له دې وروسته به کورونه هم د همدې پرینټرونو په وسیله جوړېږي.

دا ډول کورونه به لمړی په کمپیوټر کې جوړېږي او له هغه وروسته به اړین مواد لکه کانګریټ او یو ډول نور مواد چې له پلاستیک څخه جوړ شوي دي او د دې ډول کورونو په جوړولو کې رول لري، د ترې ډي پرینټر خورجینونو ته وراچول کېږي، له هغه وروسته دا پرينټر کولای شي چې په کمپیوتر کې د جوړ شوي تري ډي کور په څېر په واقعي نړۍ کې هم ورته کور جوړ کړي.

دا کار یوازې په څو ساعتونو کې له بشري قوې پرته ترسره کېږي.

دا کورونه له نورو څخه په ډېر کم وخت او تقریباً ۵۰ سلنه کم مصرف سره جوړېږي، او تر ۵۰ کاله پورې د نه خرابېدو ضمانت هم لري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *