که د الوتکې ماشین په هوا کې خراب شي، څومره د بچ کېدو امکان لري؟

 که د الوتکې ماشین په هوا کې خراب شي، څومره د بچ کېدو امکان لري؟

مسافروړونکي الوتکې له یو بل سره توپیر لري. ځیني یې یو، ځیني دوه او ځیني تر څلور پورې ماشینونه لري. نو هغه الوتکه چې له یو نه زیات ماشینونه لري، که یو یې په هوا کې خراب هم شي، نو جدي ستونزه نده، ځکه په پاتي ماشینونو باندې الوتکه کولای شي چې تر هوایي میدان پورې ځان ورسوي. خو هغه الوتکه چې یو ماشین لري او که هغه یو هم په هوا کې خراب شي، بیا هم پیلوټان کولای شي، تر ۳۰ دقیقو پورې طیاره په یوه هوایي میدان کې ښکته کړي، یا بېړنۍ ناسته وکړي.

که په هوا کې تخنیکي ستونزه پیدا شي، نو په لومړيو کې یې پیلوټ، مرستيال پیلوټ يا تخنيکر چيک کوي چې څه ستونزه ده، لمړی خو هڅه کوي چې هملته یې حل کړي او که ونشوه بيا هڅه کوي چې نږدې هوايي ډګر کې یې ښکته کړي، خو دا موضوع په ۴ ماشينه الوتکه کې بيا ډېر اهميت نه لري په هغو کې که له يوه څخه ډېر ماشينونه هم خراب شي، کولای شي خپل سفر ته ادامه ورکړي.

که د الوتکې یو ماشین په هوا کې اور واخلي، نو پیلوټ کولای شي چې د اتومات اوروژونکو په وسیله دا اور مړ کړي، او د طیارې وسایل د اور ضد دي، نو که یوه برخه اور اخلي، بلې برخې ته ترې نشي تللای.

خو په دې ورستيو کې چې الوتکې په نوې ټيکنالوجي سنبال شوې دي دا مشکل بيخي راکم شوی دی چې د الوتکې انجن دې په هوا کې خراب شي او بيا دې پیلوټ ونشي کړای چې الوتکه کنترول او پرځمکه راښکته کړي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *