څنګه بریالی شم؟ | لېکنه: رحمت الله محمد

 څنګه بریالی شم؟ | لېکنه: رحمت الله محمد


څنګه بریالی شم؟ آیا تر اوسه مو په دي اړه فکر کړی؟، په دي اړه زیات کتابونه لیکل شوي او چاپ شوي دې، د نړۍ په کچه زیات کسان په دي اړه څیړنې کوي، او همدارنګه د نړۍ مشهور استادان هم دا موضوع تر نورو زیاته تدریسوي، نوموتي او بریالي کسان هم په دي اړه مهم سیمینارونه جوړوي، په زیات احتمال سره ویلای شم چې په دي اړه به تاسو هم زیات اوریدلي وي، او کتابونه به مو هم مطالعه کړي وي، مګر ولي بیا هم له دومره معلوماتو، سرچینو، تخنیکونو او زده کړو سره سره مو داسي خاص بریالیتوب ندی تر لاسه کړی؟  لاندې مې دي پوښتنو ته داسي ځوابونه موندلی.

د بریالي کیدو لپاره د نویو لارو موندل

څنګه چې مو پورته وویل: د بریالي کیدو لپاره مونږ ډیرې سرچینې، معلومات، تخنیکونه او لارې لرو، خو د نه بریالي کیدو یو دلیل د ډیرو لارو، معلوماتو او تخنیکونو موجودیت هم کیدای شي. ځکه کله چې مونږ خپل ټاکلي هدف ته د رسیدو په موخه په یوه لار حرکت کوو، زحمت کاږو او کار کوو، خو په دي موده کې ښایي مونږ ته د بریالي کیدو لپاره یوه نوي لار پیدا شي، او معمولاً چې نوي لار مونږ ته لږ څه اسانه ښکاري. نو په دې سره مونږ خپله تیره لار په نیمه کې پریږدو او نوي لار ته مخه کوو، چې له څه مودي وروسته زمونږ لپاره نور همدا نوي لار هم زړه ښکاري او زمونږ په نظر چې تر دي نوي او اسانه لار هم شتون لري، نو په دي سره مونږ یو ځل بیا خپله دوهمه لار هم په نیمه کې پریږدو، چې په دي کار سره مو ټول زحمتونه له منځه لاړ شي. نو که چیرته په کومه لار حرکت کوئ، په نیمه کې یې مه پریږدئ!.

ښه نو که چیرته مونږ زیات وخت په دي اړه فکر وکړو چې (څنګه بریالی شم؟)، په دي اړه مو مخکې هم وویل چې د بریالي کیدو لپاره زیاتې لارې شتون لري، او مونږ به هره لحظه له یوي نوي او ښې لارې سره مخ کیږو، چې په دې سره به له مونږ څخه نور کارونه پاتي وي، فقط د بریا لپاره به نوي لارې پیدا کوو، او وخت په وخت به د لارې په بدلولو سره خپل تیر ټول زحمتونه له لاسه ورکوو.

نو ویلای شو چې: هر هدف ته د رسیدو لپاره زیاتې لارې شتون لري. هر انسان په هره لار ورته رسیدای شي، خو چې یوه لار وټاکي او بیا یې تغیر نکړي.

زیات کسان بیلابیلي موخې او غوښتنې لري، خو دوی د دي په ځای چې خپلي موخې ته ځان ورسوي، تل په دي اړه مطالعه کوي چې څنګه خپلي ټاکلي موخې ته په یوه اسانه او راحته لار ورسیږي. دوي اصلاً د بریا لپاره کار نه کوي، بلکې د بریا د لارو د پیدا کولو لپاره مطالعه کوي. کومه چې اصلاً هیڅ پایله نه ورکوي.

که تاسو هم د دي ډول خلکو له ډلي څخه یاست نو همدا اوس د بریا تر لاسه کولو لپاره د لارو پیدا کول پریږدئ، لمړی په دي فکر وکړئ چې په تیر وخت کې مو څومره بریاوې تر لاسه کړي، او لامل یې څه وو. نور د (څنګه بریالی شم؟) پوښتنې په ځای (څنګه بریالی شوی یم؟) پوښتنه ځواب کړئ. او په تیر وخت کې ټولې بریاوې لیست کړئ، او ټوله توجه مو د تیرو بریاوو لاملونو ته واړوئ.

ښایي تا تر اوسه تیري لس بریاوې ځان سره لیست کړي وي، نو اوس د هغوي په اړه فکر او څیړنه وکړه، چې څنګه بریالی شوی ووم؟.

ښایي اوس مو فکر شوی وي چې تیر ځل به مو له بریا مخکې یو قاطع تصمیم ونیول، یا به مو له څو کسانو سره مشوره وکړه او یا به مو هم د کار له پیل څخه تر پایه پورې خپل ټول پام په خپل کار باندې وو.

اوس فکر وکړه: چې له تیرو څو ذکر شویو لاملونو څخه، کوم یو یې ډیر اغیزمن وو، چې ستا په ټولو بریاوو یې اغیز کړي وه؟، مثلاً ستاسو ځواب: خپلو کارونه د خپل ټول پام اړول دي. نو په اصل کې ستاسو د راتلونکې بریاوو لپاره هم د بریا کیلي خپل کار ته د ټول پام اړول دي.

 د هر انسان د بریا کیلي فرق کوي، لمړی هڅه وکړئ چې خپله د بریا کیلي پیدا کړئ، له هغه وروسته تاسو په هر ممکنه لار خپل هدف ته رسیدای شئ.

هدف ټاکل، او په بریا یې اغیز

مثلاً: یو کس د افغانستان په بلخ ولایت کې ده، غواړي هرات ته لاړ شي. له بلخ څخه هرات ته د تګ لپاره زیاتې لارې شتون لري لکه: له بلخ – کابل – هرات طیاره کې، بلخ – هرات طیاره کې، بلخ – کابل – هرات موټر، بلخ – هرات موټر، شخصي موټر کې، کرایه کرولا موټر کې، کوم لوی موټر کې یا هم کیدای شي پلي یا بایسکل باندې لاړ شي. ستونزه نسته که دی په هر څه کې ځي خو هدف معلوم ده چې له کوم ځایه حرکت کوي او چیرته ځي. نو د هدف له ټاکلو وروسته به دی خپلو امکاناتو او ذوق ته په کتو سره داسي لار ټاکي چې وس یې ورته ورسیږي.

نو دی کولای شي په هره لار هرات ته لاړ شي، خو چې حرکت وکړي، او د لاري په منځ کې د لاري بدلولو هڅه ونه کړي.

نو ویلای شو چې د یو کار تر سره کولو لپاره باید لمړی هدف وټاکو، مثلاً که یاد کس د ځان لپاره کوم مشخص ولایت نه وای ټاکلی، نو که یې هر څومره هم حرکت کړی وای، بیا به هم هر څه بې ګټي وو.

نو که چیرته مونږ کوم هدف ونه لرو، که د نړۍ ټول علوم هم زده کړو، په ورځ کې ۲۴ ساعته کار هم وکړو او د هغه تر څنګ د نړۍ تر ټولو قوي امکانات هم ولرو نو بیا هم نشو بریالي کیدای.

د بریا لپاره هدف لمړی شرط، د لاري ټاکل دوهم شرط، حرکت کول دریم شرط او د لاري نه بدلول بیا څلورم شرط ده.

ستونزه نسته که تاسو کوم هدف ته د رسیدو لپاره د مستقیمي لاري وس یا وړتیا نه لرئ، نو کولای شئ خپل هدف ته په غیر مستقیمه لار ځان ورسوئ.

هر هدف سلګونه مستقیمي او زرګون غیری مستقیمي لارې لري، نو ویلای شو چې هر انسان هر هدف ته ځان رسولای شئ.

پایله

ښه اوس دي پایلي ته ورسېدو: ښه خبره به وي چې پوه سو (څنګه بریالی شم؟)، مګر اړتیا نشته چې تل بریا ته د رسیدو په موخه خپلي لارې تغیر کړو.

ښه خبره ده چې خپله د بریا کیلي پیدا کړو، یعني هغه لار چې مونږ ته د بریا رسیدو لپاره اسانه ده باید پیدا یې کړو.

خپلي پخوانۍ بریاوې مو وڅیړئ، لاملونه یې پیدا کړئ او له هغه وروسته ځان ته یوه لار په یوه قاطع تصمیم سره وټاکئ.

همدارنګه مشوره، قاطع تصمیم او خپل کار ته د ټول پام اړول د بریا کیلي ده.

هدف ټاکل (مهم نده، که لوی وي او که کوچنی وي)، د لارې ټاکل (باید خپل ذوق، امکاناتو او وړتیا ته په کتو سره وټاکل شي)، حرکت کول (مهم نده چې تیز حرکت وکړئ، مهمه دا ده چې دوامداره حرکت وکړئ) او د لاري نه بدلول (که تاسو یو ځل په یوه لار حرکت وکړ، او له هغه وروسته مو یاد هدف ته تر دې هم ښه او اسانه لار پیدا کړه، نو مه یې بدلوئ) د بریا شرطونه دي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *