ټیک ټاک د ماشومانو لپاره نوی سیستم رامنځته کړی

 ټیک ټاک د ماشومانو لپاره نوی سیستم رامنځته کړی

د ټېک ټاک ټولنیزې شبکې اعلان کړی چې په خپل اپلیکېشن کې د یو شمېر بدلونونو له لارې به میندو او پلرونو ته دا واک ورکړي چې پر ټېک ټاک د خپلو اولادونو فعالیت وڅاري، او ان کنترول یې کړي.

ټېک ټاک خپلو دې نویو بدلونو ته د (کورنیو لپاره خوندي بڼه) نوم ورکړی دی.

له دې لارې میندې او پلرونه کولای شي چې خپلو ټېک ټاک اکاونټ د خپل اولادونو له ټېک ټاک سره وصل کړي.

ګټه یې دا ده چې دوی د خپلو اولادونو له اکاونټه هر ډول نامناسب مواد یا ویډیوګانې را ګرځولی شي.

میندې او پلرونه همدا راز کولی شي چې د خپلو اولادونو په حساب کې د پیغام لېږلو یا (مسجنګ) اسانتیا هم بنده کړي.

ټېک ټاک د قانون له مخې د خپلو کاروونکو لپاره د لږ تر لږه ۱۳ کاله عمر شرط ایښی دی. خو په حقیقت کې په نړۍ کې ګڼ شمېر ماشومان چې عمرونه یې تر دې کم دي، دغه چینایۍ ټولنیزه شبکه کاروي.

دغه ځانګړتیاوې د ټېک ټاک په اپلیکېشن کې وار د مخه شته وې، خو اوس میندې او پلرونه کولای شي له خپل تیلیفونه د اولادونو اکاونټ کنترول کړي.

تازه شمېرې ښیي چې د برتانیا په څېر هېوادونو کې نیمایي لس کلن ماشومان زیرک تیلیفون کاروي. ټېک ټاک د دې عمر په ماشومانو کې ډېر مینه وال او کاروونکي لري، خو په ورته وخت کې د دوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې هم شته.

کارپوهان وایي، له انټرنټ او ټولنیزو شبکو د ماشومانو په بشپړه توګه منع کول ښایي شونې نه وي، او ښه لاره دا ده چې میندې او پلرونه له اولادونو سره په ګډه دا شبکې وکاروي.

په دې توګه به دوی خبر وي چې اولادونه یې کومې شبکې کاروي، له چا سره اړیکه نیسي او څه ډول مواد ګوري.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *