تر ټولو کوچنۍ مرستیال وزیره: د خلکو له نیستي مرستیال وزیره وم

 تر ټولو کوچنۍ مرستیال وزیره: د خلکو له نیستي مرستیال وزیره وم

حسنا جلیل چې څو ورځي وړاندي د ولسمشر له لوري له خپلي دندي ګوښه شوه، له دې وړاندي یې د یو تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي: له بده مرغه موږ په داسي هېواد کې ژوند کوو، چې د کدرونو له خلاء سره مخ یو. ځکه خو زه د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیره شوم.

د اغلي جلیل په خبره چې، په لمړیو کې یو جنرال راته وویل: زموږ لپاره شرم دی چې یوه ښځه د غونډي ریاست وکړي او موږ په هغه غونډه کې ګډون وکړو.

د نوموړي په خبره چې په لمړیو کې د کورنیو چارو وزارت ټول کارکوونکي، جنرالان او نور افسران زما په ګمارنه خوښ نه وو.

همدارنګه نوموړې په تمسخر آمیزه توګه وایي: زموږ خلک ډېر نوښتګر دي، ماته یې جیګر جنرال نوم راکړی. د هغه تر څنګ یې د ولسمشر نازدانې نوم هم راکړی دی.

حسنا جلیل وایي اوس ۲۷ کلنه یم او دوه کاله مخکي چې مرستیال وزیره ګمارل کیدم، ۲۵ کلنه وم. چې تر ټولو ځوانه او له عمره کمه مرستیال وزیره وم.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *