په کاناډا کې د افغانستان نوې سفیره، له مدرسي فارغه شوي

 په کاناډا کې د افغانستان نوې سفیره، له مدرسي فارغه شوي

حسنا جلیل، چې له دې وړاندي یې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د مرستیالي په توګه دنده ترسره کوله، ویل کیږي چې اوس تازه په کاناډا کې د افغانستان سفیره ټاکل شوي.

اغلي جلیل څو ورځي مخکي د کورنیو چارو د وزارت له مرستیالۍ څخه د ولسمشر په حکم ګوښه شوله. له دې وړاندي یې په یوه مرکه کې ویلي وه، چې زده کړي یې په مدرسه کې کړي.

اوس تازه د ځینو سرچینو په خبره چې په کاناډا کې د افغانستان سفیره ټاکل شوي. د یادونې وړ ده چې نوموړي اوس مهال ۲۷ کلنه ده او دوه کاله مخکي، کله چې ۲۵ کلنه وه د کورنیو چارو وزارت د مرستیالي په توګه ټاکل شوې وه.

خو اغلي جلیل تر اوسه پوري خپله نوي دنده رد کړي، خو د نوي معمول شوي سیاسي فرهنګ له مخي، ولسمشر غني هغه کسان چې په مهمو بستونو یې ګمارې، د حکم تر لاسلیک کولو وړاندي یې د ګمارنې آوازې ټولنیزو رسنیو ته راباسي. تر څو د خلکو عامه ذهنیت او غبرګون مخکي تر مخکي وارزوي.

د اغلي جلیل د تازه ګمارنې په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې ډېري نیوکي شوي. له دې وړاندي د کورنیو چارو په وزارت کې هم د نوموړي په ګمارنه ډېري نیوکې شوي وي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *