پير ګیلاني لمسۍ، ماریا ګیلاني له یو اسرائیلي ځوان سره واده کړی

 پير ګیلاني لمسۍ، ماریا ګیلاني له یو اسرائیلي ځوان سره واده کړی

د پير سیدا حمد ګیلاني یاده لمسۍ ماریا نومویږي چې له ډېره وخت له هېواد څخه بهر اوسیږي او په بهر کې یې پوهنتون هم لوستی دی. پیر سیداحمد ګیلاني د افغانستان د یو لوی جهادي ډلي مشر و. د شوروي له وتلو وروسته هم د پیر سید احمد ګیلاني په ګډون ځینو جهادي تنظیمونو خپلي لارې ته دوام ورکړ.

دوی یوازي په ږېره خرییلو، لنډو او ناسمو کالو په اغوستلو او د هغه وخت له دولتي کسانو سره په ستړي مشي کولو یې خلک له اسلام څخه ایستل او ځورول یې.. د هغه ترڅنګ په ډېری سیمو کې د پیرسیداحمد ګیلاني کورنۍ خپل مریدان لري او په مذهبي لحاظ ورته درناوی کوي.

څه موده وړاندي پير سید احمد ګیلاني هغه مهال مړ شو، چې د افغانستان د سولي شورای مشري په غاړه درلوده او دنوموړي زوی سید حامد ګیلاني د محاذ اسلامي ګوند مشري په غاړه واخیسته. د پير سیدا حمد ګیلاني له مړیني سره د نوموړي ډېری مریدانو خواشیني څرګنده کړه او په ټولنیزو رسنیو کې د مریدانو د عجیبو او غریبو عکس العملونو ویډیو ګانې خپرې شوي

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *