خوب او ساینس؛ موږ ولي خوب کوو؟ (دوهمه برخه)

 خوب او ساینس؛ موږ ولي خوب کوو؟ (دوهمه برخه)

پۀ لومړۍ برخه کې مونږ د خوب د ځینو مسایلو پۀ اړه وغږیدلو. پۀ دې برخه کې درته روښانوم چې میلوټونین د خوب پۀ راوستلو کې څۀ رول لري. همدارنګه د ایډیناسین Edenosin کیمیاوي ماده څۀ دنده لري او کافین زمونږ پر خوب څۀ اغېز لري. د دې تر څنګ پۀ ځینو نورو اړینو مسایلو هم غږیږو.

د میلوټونین هورمون چې د پېنل ګلینډ غدې څخه افرازیږي پۀ انګریزي کې نور نومونه هم لري. لکه د Night vampire او یا Hormon of darkness. لۀ همدې نومونو مالومیږي چې دا هورمون زمونږ بدن یا مغزو ته د تیاره Darkness خبر ورکؤي او ورته وایي چې خوب ته ځان تیار کړه. دا هورمون د ماښام د تیاره د راخپریدو سره د پېنل ګلېنډ غدې څخه افرازیدل شروع کؤي او همداسې د شپې خواته زیاتیږي. د سهار خواته بېرته ورو ورو کمیږي او د لمر د رڼا سره کابو د صفر برید ته رسیږي.

د دې هورمون پۀ اړه ډېری خلک د ناسمې فرضیې ښکار شوي او هاغه دا چې ګوندې دا هورمون د خوب پروسه شروع کؤي چې بلکل ناسمه ده. د خوب د رامنځته کؤلو او شروع کؤلو لپاره مونږ یو بل ډؤل کیمیاوي مواد لرو، چې وروسته به پرې وغږېږو. د میلوټونین هورمون صرف د تیاره د خپریدو خبر ورکؤي. نور د خوب پۀ مرحله او شروع کې کوم کار نۀ لري.

د دغه هورمون لۀ امله ځینې وخت چې کله مونږ لیرې سفر کوو او د وخت لۀ بدلون سره مخ کېږو یوه ستونزه پېښېږي، چې انګریزي کې ورته Jetlag ویل کېږي. د بېلګې پۀ توګه تاسو لۀ افغانستان څخه یو اروپایي هېواد ته سفر کؤئ چې د افغانستان لۀ وخت څخه یې وخت ۷ یا ۸ ساعته مخکې دی. پۀ پایله کې کله چې تاسو هلته ورسیږئ، نو د شپې پۀ شروع کې خوب نۀ درځي بلکې د سهار پۀ شروع کې به پر تاسو د خوب څپه راځي. د دې لامل دا دی چې ستا د بدن دننی د وخت سیستم چې سوپرکایزمیټیک یې کنټرؤلوي د افغانستان د ساعت برابر دی، چې د اروپایي هېواد د ساعت څخه اته ساعت وروسته دی.

د دې ستونزې د طبعي حل کېدو لپاره تاسو یو څو ورځې همداسې تېرؤلو ته اړتیا لرئ، ځکه ستاسو د بدن دننی سیستم کؤلی شي د نوی سیستم سره د یو ګینټې پۀ اندازه ځان برابر کړي. کچېرته ۸ ساعته توپیر وي، نو اته ورځو ته اړتیا لرئ چې د میلوټونین هورمون افراز د سوپرکایزمټیک هستې لخوا برابر شي. بله لاره یې د مصنوعي میلوټونین ګولۍ خوړل دي چې ستاسو دماغ غلطؤلی شي، تر څو تاسو ته خوب درشي.

د دې ستونزې ډېری او اصلي قربانیان د الوتکو کارکونکي او چلونکي دي، چې ډېری وخت د لېرې سفرو لۀ کبله د وخت د بدلون سره مخ کېږي. د بېلا بېلو څېړنو پۀ ترڅ کې دا ښکاره شؤې چې د دې ستونزې لۀ کبله د دوی د دماغو هاغه حجرې لۀ منځه ځي، کومې چې یاداښت او زده کړې سره اړیکه لري. همدارنګه د دوی د لنډ یاداښت Short term memory سیستم ډېر زیات ځپل کېږي.

اوس راځو د خوب د فشار ایډیناسین Edenosin پۀ اړه غږیږو. لکه پورته مو چې وویل چې دا میلوټونین نۀ دی چې مونږ خوب کؤلو ته مجبوروي، بلکې دا بله کیمیاوي ماده ده چې دماغو کې تولیدیږي او دنده یې دا دی چې د خوب رامنځته کؤلو برخې فعاله او د ویښتیا برخې غیرې فعاله کړي. دا زمونږ د ویښتیا لۀ ساعتونو سره نږدې اړیکه لري. مطلب مونږ چې څومره ډېر ویښ پاتې کېږو، پۀ هماغه اندازه دا کیمیاوي ماده زیاته تولیدیږي، چې پۀ پایله کې د خوب شدیده څپه پر مونږ راولي.

دا چې دا ماده خوب راولي ډېری وخت خلک پۀ خبرۍ یا ناخبرۍ سره د داسې موادو کارؤنه کؤي، چې کافین Caffien لري او دا کافین بیا د دې کیمیاوي مادې مخالف عمل کؤي؛ یانې د خوب څپه ځنډؤي. د څېړنو پۀ پایله کې مالومه شؤې چې یو ګیلاس کافي کؤلی شي ستاسو خوب د ۷ یا هم ۸ ساعتو لپاره وځنډؤي، چې ډېرې بدې پایلې لرلی شي.
کافین لۀ بدمرغه د کافي تر څنګ پۀ ځینو چایونو، ککو چاکلیټ، ایس کریم، بېلا بېلو مشروباتو، د درد ارامونکو ګولیو او نورو ډېرو شیانو کې شته دی، چې کولی شي ستاسو خوب پۀ ساعتونو ساعتونو ځنډؤي. د خطرناکو پایلو لرلو سره سره کافین پۀ نړۍ کې د تېلو څخه پس دویېمه ډېره کاریدونکې ماده دی.
مطلب مونږ باید کوښښ وکړو د کافین لۀ کارؤلو ځان وساتو او یا هم د خوب لۀ وخته یې ۷ یا ۸ ساعته مخکې وکاروو.

د دې تر څنګ یو بل مسأله ډېره زړۀ راښکونکي بریښي او هاغه د ویده کس پېژندل دي، چې ایا هاغه ویده دی او که بې هوښه او یا هم مړ. د ډېر تکرار لۀ کبله دا کار د څو لاملونه پر بنسټ اسانه دی: لومړی مونږ ډېری وخت د شپې ویده کېږو، نو یو کس وینو چې د عادي وخت برابر ویده دی، نۀ بې هوښه او یا مړ. بل هاغه عضلاتو چې مونږ د ورځې پۀ دوران کې نېغ ساتي او د جاذبې قوې ضد عمل کؤي کش بایلل دي چې مونږ پۀ دې اړه لۀ غلطۍ ساتي. دریېم دا چې ویده کس نظر نور حالتونو ته کؤلی شو پۀ شور یا بل څۀ لۀ خوبه راپورته کړو. همداسې نور کارونه شته چې مونږ دا پېژندنه کؤلی شو.

خو اصلي پوښتنه دا دی چې مونږ د ځان پۀ اړه څنګه پوهېږو چې ویده شؤي وو او که نه؟
دا پوښتنه مونږ د دوه وجو لرلو لۀ کبله ځوابؤلی شو.
لومړی د بهرنۍ نړۍ سره د شعوري اړیکې ختمېدل: کله چې مونږ خوب شروع کړو او ویدو شو، زمونږ د حسي اعضاو مالومات بیا هم دماغو ته راروان وي، خو د خوب پر وخت د اعصابو یو برخه چې تلاموس نومیږي دې برخې ته خنډ اچؤي. مطلب نۀ پریږدي چې کورټکس ته لاړ شي او شعوري پراسیس یې وشي.

دویېم د وخت د خلا لۀ کبله: کله چې مونږ ویده شو مونږ پۀ شعوري ډؤل د وخت د تېریدو څخه ناخبره شو، چې پۀ پایله کې مونږ د را بیداریدو پس پوهیږو چې مونږ ویده شؤی وو. که څۀ هم مونږ پۀ شعوري ډؤل د وخت د تېریدو څخه ناخبره کېږو خو پۀ لاشعوري ډؤل لا هم زمونږ دماغ د وخت د تېریدو دقیق حساب نیسي. کله به مو لیدلي وي چې د کوم ډېر اړین کار لپاره مونږ د الارم ساعت ۶ بجو ته برابرو. پۀ هېښونکي ډؤل سبا سهار څو دقیقې مخکې لۀ الارام څخه مونږ راپورته کېږو. دا د دې ثبوت دی چې پۀ لاشعوري ډؤل مونږ لا هم وخت پۀ دقیق ډؤل څارو.

دلته یو بله اړینه خبر چې باید یاده یې کړو دا دی چې مونږ د خوب لیدلو وخت د واقعي نړۍ لۀ وخت څخه اوږد وي. د بېلګې پۀ توګه د پنځه دقیقو خوب لیدلو وخت د بهرنۍ نړۍ د یو ساعت او یا هم زیات سره سمون خوري. د خوب پوهانو دا تجربه پۀ موږکانو هلته وکړه، چې کله موږکانو د یو څۀ د زده کؤلو پس خوب وېوړل.د خوب لیدلو پر مهال د خوب پوهانو وموندله چې موږګان بلکل هماغسې عصبي فعالیت ښیي کوم یې چې لږ مخکې د زده کؤلو پر مهال ښوده. د دې مطلب دا دی چې مونږ د خوب لیدلو پر مهال تېر یاداښت دوباره وینو، خو دا لیدل Replay ډېر پۀ کراره وي چې پۀ پایله کې یې مونږ د خوب لیدلو وخت نظر د واقعي نړۍ وخت ته اوږد بولو.

د دې ټولو خبرو سره سره لیکوال وایي چې که غواړئ پوه شئ چې پوره خوب لرئ باید ډاکټر سره وغږېږئ او مشوره وکړئ. خو یو اسانه لار یې دا دی چې ځان څخه دا دوه پوښتنې وکړئ:
ایا د سهار وختي راپورته کېدو څخه پس کؤلی شئ ۱۱ بجې بېرته ویده شئ؟
که ځواب هو وي نو مطلب دا دی چې تاسو پوره ۸ ساعته خوب نۀ لرئ.
دویېم پوښتنه دا چې کؤلی شی د کافین د کارؤنې څخه بغیر د غرمي پۀ دوران کې بشپړه بیدار واوسئ او کار مو پۀ سیي ډؤل وکړئ؟
که ځواب نۀ وي نو د خوب د کمؤالي لۀ ستونزو سره مخ یاست او د حل لپاره یې ډاکټر سره ناسته وکړئ. د خوب دومداره کموالی کؤلی شي تاسو پۀ مختلفو عصبي او نورو بدني ناروغیو اخته کړي، چې مونږ به پرې وروسته برخو کې وغږېږو.

لیکنه: خالد انسان

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *