کرهڼیز_انقلاب | ژباړه: جانداد جهاني

 کرهڼیز_انقلاب | ژباړه: جانداد جهاني

نوح هراري په خپل کتاب سیپینس (عاقل انسان) کې لیکې:
“کرهڼیز انقلاب د بشر په تاریخ کې لوی فریب (غولونه) وو.


هراري وایی له لسو تر دولس زره کالو مخکې انسانانو کور او کرونده نه درلودله، ښکار یی کاوو او له ونو او بوټو یې غلي داني راټولولي او ژوند به یی باندي کاوو.

خو کله چې انسان ولیدل غلې داني کرل کیدلی هم شي او بې لدې چې بل ځای پسې لاړ شې دلته هم څاروي روزل کیدلی شي نور نو ښکار او منډو ترړو ته اړتیا نشته ، انسان په همدې تمه مخکینی ژوند له لاسه ورکړ او ځان یې په ځمکه او کرونده پورې وتاړه.

تر کرهڼیز انقلاب مخکې به انسان معمولا د ورځې ۳ ساعته ښکار کاوو بیا به یې ټول ورځ یا څو ورځې ورڅخه استفاده کوله ډول ډول خواړه یی خوړل او نسبتا راحته ژوند یې درلود،خو د کرهڼیز انقلاب په راتلو بزګران اړ وو ټوله ورځ کار او میاشتي میاشتي د یو ډول خوړلو لپاره صبر وکړي او ځان د غنم غلام کړي.
هراري وایی دا غنم وو چې انسان یی اهلي کړ نه داچې انسان غنم اهلي کړی.

کرهڼیز انقلاب سړي، ښځې او ماشومان شاقه کارونو ته مجبور کړل او د خوړو تنوع یی ورڅخه واخستله، د نفوسو رشد زیات او سوی تغذې، لوږه او فقر زیات شول، حیواني ویرسونو انسان ته سرایت وکړ او دانسان د مقاومت د کموالي له وجي یې له انسانانو قرباني اخستل پیل کړل.

هراري په ادامه یې لیکي د تاریخې حوادیثو په اړوند قضاوت باید له زماني مقاطعو ها خوا وي دی وایی د نن ورځي د ژوند سټایل له عینکو د لس زره کاله مخکې وخت د ښه والي او بد والي په اړوند قضاوت غیر عادلانه دی.
دی وایې زموږ ننی نظر د فعلې شرایطو زیږنده دی او موږ د اوسني افکارو په بستر کې فکر کوو کوم چې مو د مخکینو وختونو په اړوند غلط قضاوت ته رهنمایی کوي.

که د هراري خبرو ته عمیقآ او له زمانې قضاوته ها خوا وګورو رښتیا هم کرهڼیز انقلاب او په ادامه یی صنعتي انقلاب او اطلاعاتي انقلاب انسان ورځ تر بلي زیات مصروف کړی او د خپل استراحت وخت او انرژي یې ورڅخه اخستي ده. نن ورځ انسانان تر بل هر وخت ډیر کار کوې خو د معشیت امرار ورته تر اوسه یو سرخوږی دی
اوس هم چې هرڅومره ډیر مسوولیتونه اخلې هر څومره ډیر کار کوې لا ډیر پاتي کیږي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *