داسي روبوټ چې د لمس کولو حس لري

 داسي روبوټ چې د لمس کولو حس لري

پوهانو د لمړي ځل لپاره داسي روباټ یا آله جوړه کړي ده چې د لمس کولو وړتیا لري، چې له هغه څخه به د موادو په نوي کولو او راټولولو کې ګټه واخیستل شي.

دا روباټ چې د امریکا د ماساچوست ایالت د تکنالوژي انستیتوت کې د پوهانو له لورې جوړ شوی دی، د ځانګړو سنسرونو په وسیله کولای شي هر ډول توکې تشخیص کړي.

دا روباټ چې د یاد انستیتیوت د استادانو له لورې ورته روسایل نوم ورکړل شوی دی، کولای شي چې کاغذونه، پلاستیکونه، ښیښې او داسي نور مواد تشخیص کړي او هر یو په بیلابیلو ګروپونو کې راټول کړي.

د یاد انستیتوت د استادانو په خبره چې دا روباټ د دي وړتیا لري چې د دوو شیانو تر منځ توپیر وکړای شي.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې داسي روباټ نه وو چې د لمس کولو وړتیا دې ولري، خو څه موده وړاندي بیا سامسونګ کمپنۍ اعلان کړی وو چې داسي روباټ به جوړ کړي چې کټ مټ به د انسان په څیر وي. او حتی د فکر کولو وړتیا به هم لري. خو تر دې دمه یې یاد روباټ بازار ته ندی وړاندې کړی.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *