د نړۍ ښکلي ښارونه (کابل – افغانستان)

 د نړۍ ښکلي ښارونه (کابل – افغانستان)

د کابل (دره) ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري. د 《کابها》له کلمي څخه اخستل شوې او د نوموړي (دره) د ميلاد (عسی ع پیدایښت) نه شاوخوا ۵۰۰۰ کاله مخکې د ريګودا او اوستا کتابونو کې یاده شوې ده، چې هلته یې د کابل سیند په نوم یادونه شوي.
د افغانستان پایتخت (کابل) په ۲۰۲۰م کال کې ۴،۲۰۰،۰۰۰ نفوس او ۱،۰۲۳ کیلومتر مربع مساحت اټکل شوی دی. د ښار مرکز یې پخوانی جوړښت لري. چې پل خشتي، خوابګاه، کاه فروشي، مرادخانی، ده افغانان، چنداول، شوربازار، سراجی او باغ علیمردان سیمې په ځان کې رانغاړي. کابل کې د افغانستان د ټول اصلي قومونو خلګ ژوند کوي.
د ښارې کیدو شواهد ښیې چې د افغانستان له نورو برخو څخه ښار ته ډېر خلک را کډوال شوي. نو د پراخه مساحت له مخې کابل په جهان کې ۹۴ ښار دي او د نفوس د زیاتوالي له مخې بیا په نړۍ کې پنځم ښار دي.
کابل د افغانستان اداري او سیاسی مرکز دی او د هندوکش غرونو تر منځ په یوه اوږده او تنګه دره کې د سیند له سطحې ۱۷۹۱ متره لوړوالی لري، چې د کابل سیند په اوږدو کې بروت دی. دغه ښار له کندهار، هرات او مزارشریف سره د لويو لارو په اساس تړلي دی، کوم چې په ټول افغانستان کې غځېدلې دي. د کابل اصلې محصولات چې تازه او وچه میوه، افغاني غالۍ، د پسونو پوستکي، څرمن، ځایی کالې او توکي پکې شامل دي. خو په کابل کې له ۱۹۷۸ تر ۲۰۰۱ کال پوري د جګړو له امله صنعت ګډوډ او اقتصاد ته یې ډیره صدمه رسېدلي .
کابل ۳۵۰۰ کلن تاریخ لري. ډېر وختونه د مرکزي او سویلي آسیا واکمنانو په دې ښار د ستراتیژیک موقعیت له امله بریدونه کړي او تر خپلي ولکي لاندي د راوستلو هڅه یې کړي.
کابل د تاریخ په اوږدو کې د ځینو لویو امپراطوریو مرکز هم پاتي شوی. دا ښار ۵ پیړۍ مخکې له میلاد نه د هخامنشیانو او پسانترانو لخوا او ورپسي د سلوکیانو، غوریانو، موریانوپادشاهی، کوشانیانو، مغولو واکمنۍ، صفویانو او غزنویانو لخوا اداره او کنترول شوي دی. له ۱۵۰۴ تر ۱۵۲۶ میلادی کال پورې کابل د بابر رسمي مرکز و، چې د هندوستان د مغولو امپراطورۍ بنسټګر و. بعد له هغه تر ۱۷۳۸ میلادي کال پوري د دهلی تر سلطنت لاندې و. د نادرشاه له مړېني وروسته په ۱۷۴۷ کال کې دا ښار احمدشاه دراني ونېول. او له دې سره د افغانستان په نوم د نوي تاسیس شوي هیواد برخه وګرځول شوه. په ۱۷۷۶ م کال کې تیمورشاه دراني کابل د افغانستان په پایتخت بدل کړ، چې تر اوسه لا هم د افغانستان پایتخت دی. په ۱۹۸۰ م کال کې مجاهدینو د شوروي اتحاد په ضد جکړې پیل کړي، چې دا ښار د متخلفو جګړو غوښتونکو ډلو لاسته ولوېد. له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ پوري مختلفو جنګي ډلو په دې ښار کې داخلي سختي جګړې وکړي. چې له وروسته همدې کورنیو جګړو طالبان را وزېږول او د طالبانو څلورکلن حکومت منځ ته راغي. په دي جکړو کې د کابل ښار زرګونو ملکی وکړو خپله ژوند له لاسه ورکړ، زیات شمیر یې د افغانستان نورو سېمو او نورو هېوددونو ته کډوال شول. د ۲۰۰۱کال د نوامبر په میاشت کې د امریکا نظامي ځواکونو او د شمالي آتلانتیک سازمان(ناټو) غړو په افغانستان باندې برید وکړ. طالبان له ماتې سره مخ شول او د طالبانو حکومت د نورو هیوادونو او نړیوالو مؤسسو په همکارۍ ړنګ کړای شو. که څه هم اوس د کابل ښار د مختلفو ډلو له لوري د ځانمرګو بریدونو شاهد دی، خو تر ډیره وخته یې ځاني او مالې زېانونه ملکي وکړو ته رسېږي خو بیا هم دا ښار ورځ تر بلې پرمختګ کوي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *