د کالیفورنیا په یوه ښوونځي کې د زده کوونکو له لورې د تلفونو کارولو باندې بندیز لګیدلی

 د کالیفورنیا په یوه ښوونځي کې د زده کوونکو له لورې د تلفونو کارولو باندې بندیز لګیدلی

د امریکا متحده ایالاتو په کالیفورنیا ایالت کې د سکلینوا ښوونځي ښوونکې له زده کوونکو څخه ځیرک مبایلونه راټولوي. ځکه چې د دوي په خبره زده کوونکې زیاتره وخت په ښوونځې کې له تلفون څخه د پیغامونو لیږلو یا هم ټولنیزو رسنیو د کارولو په موخه کار اخلي.

د دې ښوونځي ځیني ښوونکې وایې چې زده کوونکي زیاتره وخت په درسي ساعتونو کې ګیمونه کاروي او د دوي په خبره چې ځیني زده کوونکې د ۲۴ ساعتونو په جریان کې له لسو تر دولسو ساعتونو پورې مبایلونه کاروي.

دوي له زده کوونکو څخه تلفونونه ټولوي او بیا یې په یوه کڅوړه کې اچوي، دا کڅوړه د مقناطیسي قلفونو په وسیله بنده شوي وي، چې د ورځې په اخره کې بیرته ښوونکې دا کڅوړې ورته خلاصوي او زده کوونکې خپل مبایلونه ترې اخلي.

د دې ښوونځي مسوؤلین وایې چې له زده کوونکو څخه ځکه مبایلونه ټولوي تر څو د زده کوونکو ټول تمرکز په درسونو باندې شي.

همدارنګه دوي وایې چې د اړتیا په وخت کې زده کوونکو ته تلفون ورکول کیږي، خو که یې اړتیا نه وه بیا یې بیرته ترې اخلي.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *